مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیکا والو له خپل نظام او امنیتي ځواکونو پراخ ملاتړ وکړ

benawa afghanistan
د پکتیکا ولایت قومي مشرانو د هېواد دبقا او ارامۍ په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو وروستۍ سر ښېندنې د ستاینې او قدر وړ یادې کړې

د پکتیکا ولسونو دیوې پراخې غونډې پرمهال له افغان دولت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د پکتیکا ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو دشنبې په ورځ دیوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغان دولت، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت کې یې دسولې فرهنګ د دودولو ژمنه وکړه.

دوی د سرتېرو د تشویق په موخه ددوی په غاړو کې د ګلانو هارونه واچول.

په مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ، دولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، متنفذینو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

د پکتیکا ولایت قومي مشرانو د هېواد دبقا او ارامۍ په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو وروستۍ سر ښېندنې د ستاینې او قدر وړ یادې کړې او زیاته یې کړه چې ددوی ولسي ملاتړ به یې همېشه تر څنګ وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery