مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلته ( د ناهيلۍ وروستی حد)

اسدالله غيرت

 

 

دلته هر څه وروستي حد ته رسيدلي دي

دلته غله ، فساد ، رشوت ، د ځمکو غصب ، راذلت ، دوه مخېتوت ، منافقت ، ظلم ، د ظالم پلوي ، شيطانت ، کرکه او ... اوج ته رسيدلي دي .

دلته ، د خدای ج مظلوم بندګان د زښتې زياتې بې وسۍ له امله د وخت د زورواکو او ظالمانو درنې ، درنې څپيړې په خپلو مخونو نوش جان کوي .

دلته ، د بشر او بشردوستۍ ، د انسانيت او انسان دوستۍ ، د رحم ، خواخوږۍ ، مينې ، سړيتوب ، د بې وسو د لاسنيوي ، د ګاونډي د حقوقو ، د حيا او عزت ، د ميړانې او غيرت او ... په نوم ، څوک څه نه پيژني .

دلته ، د مظلوم د سلګيو ، د يتيمانو د کريغو ، د کونډو او بورو د اسويليو ، د غريبانو او بې وسو د نارو سورو او د وږو تږو ګاونډيانو د ژړا ، اوريدلو ته څوک وخت نلري .

دلته ، د ننګرهارد بهسودو د وژل شوو  په خوب ويده ماشومانو ، د ننګرهار د څلور میاشتني وژل شوي بچي ، د ميدان وردګو د په دار شوی زده کړيال ، د معصومې نيلوفرجانې ، د شهيد اباسين ، د کابل د وروستۍ پيښې د بې ګناه شهيدانو ، د پکتيا د سټو کنډو د وژل شوو په خوب ويده مزدورانو او ... قاتلين سرې سترګې ګرځي .

دلته ، ورور په ورور وژل ، دوه په غم اړول ، د بل ناموس ته په سپکه کتل ، د بې ګناه خلکو ځورول ، کرکه خورول ، د بل نه زغمل ، د بل په پرمختګ خفه کيدل ، غيبت ، او داسې سلګونه نور بد او ناروا کردارونه ، اوسمهال د هر انسان دنده ګرځيدلې ده .

پرورديګاره خدايه ! ته ددې نړۍ وګړو ته د نيکۍ هدايت وکړه او په هغه لاره يې روان کړه ، کومه چې ستا او ستا د ګران پيغمبر ص د خوښۍ سبب ګرځي او کنه نور يې مظلومان له شر او شرارت څخه په امان کړه او په خپله سزا یې ورسوه .

امين

۱۳۹۵

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery