مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ورک یې که څوک خوږوي !؟

محمودنظری

 


 ورک یې که څوک خوږوي !؟

 د جمعې په لمانځه کې ویل مولوي
 لوڼې ورکړئ وخت دی ډیر د خرنجاوي
 ساده کاکو چې یوه لس کلنه لور لرله
 په لټه کې سو هرېخواته د خپلوي
 هغه يې په شنو لوټو په یو چا وپلورله
 ور یې کړه یو پوخ سړي ته شناوي
 د واده لپاره يې تیاري ونیوله
 د خاله لور یې ووتله په نویلي
 د واده په شپه یې هغه سینګار کړه
 په هغې یې واغوستله زرزري کالي
 دشپې چې کاکا هغه کورته بوتله
 له هغې سره يې پيل کړه بې روي
 سهار وختي هغه بیرته کورته راغله
 پلار ته یې وکړه د شپې د ظلم غاوي
 پلاریې وپوښتله ولي راغلې بیرته؟
 ولي سوې يې دومره اسکېلوي؟
 ول پلار ! هغه بابا دی زموږ مدعي
 ورک يې که په ځای کې څوک خوږوي
***
یوله بې روزګاري سو سپاهي
 دوې میاشتي یې وکړه ارچ مرچي
 بیا یې واستوی هغه پوستې ته
 دشپې یې ولید زور د عسکري
 سبا وتښتید خپل کورته بېډوي
 پلار یې ویل ولي راغلې الوي تلوي
 ول تنخواه یې ډبله ده ګرانه پلار!
هلته ټکان سړی خوب ته نه پرېږدي

 خرنجاوي ( خللي)، غا وي(فریادکول)،بېډوي( بې فکر)،شناوي( ماش اوبرنج ږیره)، الوی تلوي ( په بیړه)، اسکېلوي (اسویلی)،نویلي ( هغه ښځه چې واده ته ښځې خبروي ).

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery