مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبان وائې په کندهار کي ئې د شورابک ولسوالي نیولې

راحیله جواد

طالب ویاند قاري یوسف  نن بینوا ته وویل چي د شورابک ولسوالي ئې په ټولیزه توګه  د افغان دولت څخه  نیولې ده  نوموړي ادا کړې چي په شورابک  کي د رازق ملیشو  تر مخه ددې چي  د ولسوالۍ وداني او قومنداني پریږدي ټولو ته ئې اور ورته کړی وو .

ها خو بیا په کندهار کي د ولایت مقام په یو اعلامیه کي ویلي دي چي  شورابک لا هم د دولت تر ولکې دلاندي ده
 
د سیمي خلکو بینوا ته  نن پر تیلفون وویل چي طالبانو  تر سختي جګړې وروسته ددغه ولسوالي  د پولیسو قومنداني  په داسي حال کي نیولې چي د اور لمبې پر ګرځیدلې .

دا په کندهار کي  دمیانشين، غورک او ریګستان ولسوالۍ څلورمه ولسوالي ده چي د طالبانو لاس ته لویږي .

هاخوا په کابل کي د دفاع وزارت  یو لوړ پوړي چارواکي  بینوا ته ویلي چي د کندهار اته  نوري ولسوالۍ هم تر سخت امنتي ګواښ لاندي دي خو په سیمه کي د امنیت لوړپوړي مسولین ددې بر ځای چي د طالبانو څخه سیمي وساتي په یو لړ  سیاسي  سیالیو بوخت او یا په دوبۍ کي چکرونه وهي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery