مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارزګان:تر ۲۰ پوري طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله.

benawa afghanistan
احسان الله ولس يار
دارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ په ترینکوټ کي دوسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته سوي چې پرمهال دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتي.

 


دارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ په ترینکوټ کي دوسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته سوي چې پرمهال دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتي.

بل لوري دشمالي لوري دعملیاتو پرمهال لسګونه کړۍ ماینونه او چوونکي مواد نیول سوي.

په ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ شاه منصور سیمه کي یوځل بیا وسله والو طالبانو پر میشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي.

دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري وايي چې تیره شپه وسله والو طالبانو په شامنصور سیمه کي پر میشتو امنیتي پوستو بریدونه پیل  کړه چې تر ۴ بجو پوري يي دوام وکړ او۴وسله وال طالبان ووژل سوه چي ددري تنو جسدونه يي دجګړي په ډګر کي پاته دي او یوشمیر نور يي ټپیان سوي دي.

دنموړي په خبره چې په نښته کي ۴ پولیس هم وژل سوي او څو تنه نور ټپیان سوي دي خو وايي چې دتازه دمو ځواکونو په رسیدو سره وسله وال طالبان شاتګ ته اړ سوي دي.

امنیه قوماندان همداراز وویل چې دترینکوټ په شمالي لوري کي دګډو امنیتي ځواکونو عملیات روان دي چې په نتیجه يي لسګونه کړۍ دپرسونل ضد ماینونه کشف او شنډ کړل سوي او دوه بوجۍ چوونکي مواد هم تر لاسه سوي دي.

په ترینکوټ کي دورستیو نښتو په اړه وسله والو طالبانو تراوسه رسنیو ته څه ندي ویلي.

تیره ورځ امنیتي چارواکو ویلي وه چې دترینکوټ په شمالي لوري کي يي دري کیلو متره پرمختګ کړی دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery