مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوه څلويښت تنه د داعش له منګولو ازاد شول

جواد

د  ننګرهار والي  په هلو ځلو او قومي مشرانو په هڅو د پچير اګام ولسوالۍ دوه څلويښت تنه اوسيدونکي، چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د داعش وسله والو له لوري يرغمل شوي و ازاد شول.

د معلوماتو له مخې دغه څلويښت تنه ټول لويان او نارينه دي، چې څلور مياشتې وړاندې په پچير اګام ولسوالۍ کې داعش وسله والو نيولي و او بيا يې هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې له ځان سره ساتلي و.

ياد کسان د ننګرهار والي په هلو ځلو او قو مشرانو په هڅو ۱۶ تنه د هسکې مېنې ولسوالۍ په اغز او ۲۶ تنه د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ سيمه کې ازاد او وروسته د امنيتي مسئولينو له لوري خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery