مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مالیې وزیر په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

جواد

 

مالیې وزیر اکلیل حکیمي په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي توغو لاقوف، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمېسیون د اوومې ناستې پر جوړېدو، د دواړو هیوادونو تر منځ د سواګرۍ او صنعتي اړیکو پر پیاوړي کولو، د نفتو او ګارو پر اخیستنې، ترکمن باشي بندر ته د افغانستان پر لاسرسي، په اقینې بندر کې د تېلو ذخیرې پر جوړولو او یو شمېر نورو مسایلو د نظرونو تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمېسیون شپږمه ناسته د روان کال غبرګولې په ۲۵ - ۲۶مه نېټه په کابل کې جوړه شوي وه چې په یاده ناسته کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد، د نفتو او ګازو د اخیستو، له اندخوی څخه تر آقینې پورې د رېل پټلۍ جوړول، د نوري فایبر نښلول، د ټاپي په پروژه کې پرمختګونه او نورو اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery