مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-19   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

په هلمند ولایت کې ۱۸وسله وال وژل شوې دې ،۷تنه ټپیان شوې دې ،۵کارخاني دهیرونیوله منځه وړل شوې دې

حضرت محمد روحاني
دهلمند ولایت په ناوي ،کجکي ولسوالۍ کې دنړیوالو ،افغان ځواکونوپه هوایې عملیاتو کې ۱۸تنه وسله وال وژل شوېدې او ۷تن ټپیان شوي دې د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن وبینوا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دې چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې دنړیوالو ،افغان ځواکونو لخوا چې کوم هوایې او ځمکني عملیات ددې ولایت په ناوې ،په یو شمیر سیمو کې تر سره شوې دې په پایله کې ۱۸تنه وسله وال طالبان وژل شوې دې ،۷تنه ټبیان شوې دې . دغه راز سرچینه زیاته وې دیاد عملیات چې ددې ولایت په کجکي ولسوالۍ کې هم ترسره شوې دې په پایله کې ۵لوې کارخاني دهیروین هم له منځه وړل شوې دې ،چې په یادو کارخانو کې،۱۱عرادي موټر سیکل ،۳۰بوشکي تیزاب ،۷۰۱کیلو ګرامه سوډیم ،۱۴۲کیلو ګرامه تریاک ،۱۳۰۰کیلو ګرامه مورفین،۱۰بوشکه مواد کیمیاوې ،۱۵۰کیلو ګرامه امونیم کلورایډ له منځه وړل شوې دې . تراوسه وسله والو طالبانو یې په اړه کومه تبصره نه ده کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery