مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-22   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان:دملي اردو قرارګاه طالبانو نیولي

احسان الله ولس يار
دارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ خُرما سیمه کې دملي اردو یوه قرارګاه باندي تیره شپه وسله والو طالبانو پراخ بریدونه کړي چې تر سهاره يي دوام کړی. دارزګان دوالي ویاند دوست محمدنایاب وايي چې تیره شپه وسله والو طالبانو پر دغي پوځي قرارګاه بریدونه کړي چې ورسره سم افغان ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي او توپچې بریدونه هم کړي او تر ۱۲ پوري وسله وال طالبان يي وژلي. دنایاب په وینا چې په نښته کي دري دملي اردو سرتیري هم وژل سوي. نموړي دا وه نه ویل چې دغه قرارګاه وسله والو طالبانو نیولي که نه خو دومره يي وویل چې دغه پوځي مرکز ته نور تازه دمي ځواکونه رسیدلي او اوس حالت بیرته عادي شوی دی. بلخوا وسله والو طالبانو ویلي چې دغه پوځي قرارګاه يي تیره شپه په بشپړه توګه نیولي او ۱۴ دملي اردو سرتیري يي وژلي او ۴ تنه يي ژوندي نیولي. دوی همداراز زیاته کړي چې دملي اردو ۴ سرتیري یوه غره ته ژوندي تري تللي دي. دیادوني وړ ده چې دملي اردو دغه پوځي قرارګاه له تیرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسي دوسله والو طالبانو تر کلکي محاصري لاندي وه. په ترینکوټ کي له تیرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسي دوسله والو طالبانو له لوري پر مرکز او ولسوالیو بریدونه پیل سوي چې تر دي دمه دعامه نظم دیو کنډک په ګډون لسګونه دملي پولیسو او ملي اردو پوستي وسله والو طالبانو نیولي خو دملي اردو ستر مرکز لا اوس هم دترینکوټ په چرمستان سیمه کي له تیرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسي دوسله والو طالبانو تر محاصري لاندي دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery