مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-22   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان:۱۸ بي ځایه سوو کورنیو سره مرسته کیږي

احسان الله ولس يار
په ارزګان ولایت کي دورستیو جنګونو له امله زرګونه کورنۍ بي ځایه سوي چې له جملي يي دیو شمیر کورنیو سره مرسته سوي خو دیوشمیر نورو سره يي اوس کیږي. تیره ورځ دارزګان ولایت ګډوالو چارو ریاست رئیس عبدالقهار دوست وویل چې له دغه بي ځایه سوو کورنیو سره ددریو غیر دولتي مؤسیسو.یو این سي آر، دبلیو ایف پي او یونیسیف مؤسیسیو دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کیږي چې خوراکي مواد یي د ډبلیو ایف پي او غیر خوراکي مواد يي دیونیسیف او یو این ایچ سي آر له خوا څخه ورکول کیږي. نموړي همداراز وویل چې دوی اٌمید لري چې دنورو کسانو سره به دورته توکو مرسته وسي. په ورته وخت کي یوشمیر کسانو چې مرسته يي تر لاسه کړي خوښ دي خو وايي چې دوی ته باید تر هر څه دمخه خپلي سیمي تصفیه کړل سي. خو یوشمیر کسان بیا نیوکه کوي چې دغه مرسته تر ډیره اړمنو کسانو ته نه رسیږي او ډیری هغه کسان چې جګړو ځپلي دي دولت له پامه غورځولي دي. خو دولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی وايي چې دمرستو لپاره تر سره سوي سروي په شفاف ډول تر سره سوي او مرسته تر ډيره اړمنو کسانو ته رسیدلي. دیادوني وړ ده چې له دي وړاندي هم دبي ځایه سوو کسانو له جملي له شاوخوا ۱۰۰ کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery