مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-06   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان:فعالېن وايي دپوهني بهیر له ننګونو ډک دی.

احسان الله ولس يار اروزګان
داروزګان د ولایتي شورا د تیر په څير خپل دغونډو تالار ته دپوهني ریاست دمسؤلېنو په ګډون دیوشمیر نورو ادارو استازي هم وربللي وه خو دبحث موضوع يي یوازي دپوهني ریاست پر ستونزو ور ټوله وه. په غونډه کي لمړۍ یو شمیر فعالېنو او د ځينو ادارو استازو خبري وکړي او دپوهني په بهیر کي يي دشته ستونزو څخه یادونه وکړه او په وینا يي که يي دحل په موخه کوټلي ګامونه وا نه خیستل سي نو دپوهني بهیر به له پلج سره مخ سي. په غونډه کي راغلو کسانو وویل چې نا امني،فساد او دپوهني ریاست دمسؤلېنو بي غوري ددي سبب سوي چې د زده کړي پروړاندي خنډونه ډیر کړي خو غوښتنه داوه چې باید دتړل سوو ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي په هغه ښوونځيو کي جذب کړل سي چې اوس مهال فعاله وي. دسیدالخان عالي لیسه چې دولایت مقام او پوهني ریاست سره دیوال په دیوال ده خو دغونډي ګډونوالو نیوکه وکړه چې زده کوونکو ته يي د زده کړي زمینه نده برابره او د زده کوونکو دجامو نه مشخص کول او بي نظمي يي هم ددي سبب سوي چې د زده کړي پروړاندي ستونزي لا ډيري کړي. په غونډه کي دښځو چارو د ریاست رئیسي اغلي رڼا سمیع وفا هم وویل چې دښځو لپاره د زده کړي پر وړاندي خنډونه ډیر دي او مسؤلېن او پلرونه باید دښځو لپاره د زده کړي زمینه برابره کړي او دخپل لورګانو د زده کړي مخنیوی دي نه کوي ځکه چې په وینا يي دا ټولنه تر بل هرڅه زده کړي ته اړتیا لري. دپوهني ریاست رئیس احسان ناشر هم په خپلو خبرو کي وویل چې ورستیو نا امنیو د پوهني بهیر ټکنی کړی خو د ولسونو همکاري يي په دي برخه کي اړینه وبلل څو تړلي ښوونځۍ پرانیستل سي او زده کوونکي زده کړو ته ادامه ورکړي. نموړي داهم وویل چې دتړل سوو ښوونځو زده کوونکي به اوس په هغه ښوونځيو کي جذب کړي چې فعاله وي. دیادوني وړ ده چې دپوهني ریاست مسؤلېنو تیره اونۍ ویلي وه چې په ټول ارزګان کي يي د۳۱۸ بابه ښوونځیو له جملي ۱۰۰ دنا امنۍ او نورو عواملو له امله د زده کوونکو پرمخ تړلي دي خو دولایتي شورا غړي او قومي مشران بیا دتړلو ښوونځيو شمیر له دي څو چنده پورته ښيي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery