مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راشه راشه پسرلیه

پوهنمل محمد وارث

 

 دامړې څانګې راژوندۍ کړه
 خوشبویي د مشکو راوړه
 داوطن غوټۍ غوټۍکړه

 د بلبلو په چغهار کې
 مستې مستې نغمې راوړه
 د لمر وړانګو سره یو ځاې
 په زولیو وږمې راوړه

 سپیرې دښتې کړه ګلونه
 چې میلو ته زلمیان وځي
 څڼې واچوي اتڼ ته
 چې د ټولو ارمان وځي

 جونو پرانستلې څڼې
 خپل اوربل ته ګلان غواړي
 د بلیو په سر ناستې
 کشمالو ته باران غواړي

 چې د لمر په پلوشو کې
 نري څاڅکي د باران شي
 بوډۍ واچوي ټالونه
 ټول وطن جانان جانان شي

 پیغلې ګرځي سپین لاسونه
 د نکریزو پریماني کړه
 چې یې غاړو ته امیل کړي
 د لونګو ارزاني کړه

 پسرلیه راشه راشه
 بیا د سولې پیغام راوړه
 د زخمي زړونو ټکور شه
 ورورولي د هر قام راوړه

 دلته ساندې ډیرې شوې
 هره ورځ ویر او ماتم دی
 له ازله دي بدبخته
 چې په برخه یې تل غم دی

 نفرتونه ټول راټول کړه
 بیا د زړونو ترجمان شه
 کرکې وریبه له بیخه
 ددې دور قهرمان شه

 راشه راشه پسرلیه
 دې ولس کې شور پیدا کړه
 دلته ټول هیبت وهلي
 دوې کې زر او زور پیدا کړه

 اوس چې راغلې نو لږ تم شه
 له حالاتو ځان خبر کړه
 مشوره له ( وارث ) واخله
 هره پریکړه په هنر کړه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery