مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ننګرهار راډیو تلویزیون برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسید.

راحیله جواد
چارواکي وایي د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون پر ودانۍ ترسره شوی برید د درې ساعته مقاومت وروسته د ۴ بریدګرو پر وژل کیدو پای ته ورسید.
لس نیمې بجې څلور تنو ځآنمرګو بریدګرو د راډیو تلویزیون پر ودانۍ برید پیل کړ.لومړی یو تن بریدګر ځانته چاودنه ورکړې وه،چې درې وروسته د درې ساعته مقاومت وروسته ووژل شول .
 دې پېښه کې د راډیو تلویزیون څلور تنه کارکوونکي،چې یو یې موټر چلوونکی،یو یې څوکیدار او دوه نور یې نشراتي او تخنیکي کارکوونکي دي شهیدان شوي دي.
همدا راز دوه پولیس شهیدان شوي او ۷ امنیتي منسوبین ټپيان شوي،چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی .
ننګرهار والي وویل،په دې پېښه کې ۱۷ ملکي وګړي هم ټپیان شوي،چې نهه تنه یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته استول شوي او اته نور یې اوس هم تر درملنې لاندي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery