مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له یوه طالب مرکه

محمد هلال سمسور

 

زموږ د ولایت له یو داسې مشر طالب سره په یو محفل کې برابر شوم، چې له کوچینوالي مو سره پيژندل. بد بد خو په خندا کې یې را ته کتل. څرنګه چې نوموړی قوماندان او ځان ته یې مشر وایه. ورنږدې شوم. ما ویل: ملاصاحب............. څنګه داسې په سرچپه خندا را ته ګورې! څه ګناه خو به مو نه وي کړې؟ ویل یې ګناه توره وي که سپینه! 
لیکوال - ولې... ولې؟
طالب- په مجاهدینو څه حال دی او تاسې خپلې مزې کوئ؟
لیکوال - ولې مزې خو مجاهدينو وکړې؟ موټر او موټر سایکل ستاسې تر پښو لاندې، مخابرې او رنګارنګ تلیفونونه ستاسې په جیبو کې، د سیمې واک او اختیار کې، تور او سپین ستاسې په اختیار کې. غنیمتونه دي او...
طالب- دا مزې نه دي. دا جهاد دی! په افغانستان کې کفار دي. فرض جهاد ته مو شا کړې. ملک کې مو کفار حاکمان دي او تاسې کرار ناست یاست!
لیکوال - یره څه ووایم که مې ریښتیا پوښتې او د سر خیر مې نو جهاد داسې نه دی. دا د افغانستان د ورانۍ او پردۍ تپل شوې جګړه ده.
طالب- دا څه څه وایې!! توبه وباسه!
لیکوال - ګوره اشنا، ژر مه په جوش کې کېږه. نن د زړه خبره درته کوم...بیا دې که وژلم خپل مرګ مې درته بښلی.
طالب- ښه... ځه وایه...، اوتې بوتې دې ووایه!
لیکوال -  یو خو د سیاتوالو خبرې دي او یو حقیقت دی چې موږ او تاسې یې له کلونو پيژنو... ټولو ته معلومه ده، چې ستاسې مشران په پاکستان کې دي، ډېر امکانات، وسلې او لارښوونې مو له همغه ځایه راځی. دا پاکستان- اوس روسیه هم ورسره ده- تاسې ته دا هر څه د اسلامي افغانستان په خاطر درکوي او که خپلې ګټې لري؟ آیا د هغوی هدف د امریکا ایستل او  که ستاسې له کم تجربګۍ څخه په استفادې د افغانستان ورانول دي؟
طالب- د هغوی چې مطلب او هدف هر څه وي. مګر موږ خپل هدف لرو او هغه د کفارو او اشغالګرو ایستل دي. موږ ته چې هرڅوک مرسته را کوي ترې اخلو یې.
لیکوال - ښه، نو په تېرو پنځلسو کلونو کې تاسې خپل هدف پوره کړ او که مو د پاکستان او ایران ارمانونه پوره کړل؟!
طالب- ولې...! امریکايي پوځیان مو له یو لکو څخه لس زرو ته را کښته نه کړل؟ زرګونه امریکایان او د هغوی اجیران مو مردار نه کړل؟
لیکوال  - امریکا د خپل هدف لپاره راغلې وه. سل زره لښکر یې هم د خپل هدف لپاره ؤ. اوس چې لس زره پوځیان پاتې دي دا هم د هغوی د پلان مطابق دي نه ستاسې د جګړې له کبله...تاسې هغوی ته هېڅ مزاحمت نه شی کولی بلکې ستاسې جګړه هغوی ته لا ښه زمینه برابروي، چې خلکو په سیمه کې د خپلې بقا او پاتې کېدو بهانه پیدا کړي. تاسې د څو امریکایانو وژلو ته خوشاله یاست... امریکا چې یو ملک اشغالوي نو د زر دوه زره امریکایانو مرګ څه چې د شلو زرو پوځیانو مرګ ته هم حاضره ده. په امریکا کې د بې موره او بې پلاره پوځیانو څه کمی دی!! بل دا چې امریکا کله هم خپل اصلي خلک دلته نه راولي دا ټول وژل شوي کرايه شوي خلک دي، چې د نړۍ له نورو هېوادونو څخه څخه یې کرایه کړي... دهغوی په مړینه امریکا خبره هم نه ده.
هو دا ریښتیا ده چې تر اوسه مو زرګونه افغان پولیس، اردو او حکومتي خلک وژلي... زرګونه افغانې میندې مو بورې کړې، زرګونه افغان مېرمنې مو کونډې کړي، زرګونه بېګنا افغانان مو په انتحاري حملو او چاودنو کې وژلي. [دا وژنې همغه هدف دی، چې پاکستان او ایران یې غواړي.]
طالب- که موږ نه وای اوس به دلته د اسلام نوم هم نه وو.
لیکوال  -  نه یار،... تاسې په دې[ادعاوو]  سره خبر نه یاست چې ستاسې هدف پر ځای پاتې بلکې د همغو [هېوادونو] اهداف پوره کوئ چې تاسې تمویلوي! غوږ شه... لږ غوږ شه. ګوره  ځان پوهه کړه چې زه د پاکستان، ایران او امریکا اهداف درته ووایم بیا ته خپله ارزونه وکړه، چې په افغانستان کې اوس عملا د کومو اهدافو لپاره کار کېږي:
الف: پاکستان: پاکستان هېڅکله نه غواړي، چې افغانستان په پښو ودريږدي. هغه غواړي، چې پښتانه له علم او پوهې څخه محروم پاتې شي، چې ستاسې له برکته دا پنځلس کاله په ټوله پښتنه سیمه کې زده کړې په نشت حساب دي. پاکستان غواړي، چې په افغانستان کې د میشتو قومونو ترمنځ تضادونه او نفرتونه لا ډېر شي. د کنړ د سیند اوبه له پاکستانه څخه را ونه ګرځول شي. د افغانستان امنیتي ځواکونه په پښو ونه درېږي. افغانستان له خپلو ټولو شتمنیو سره سره همداسې فقیر، بیوزله او محروم پاتې شي. بالاخره په افغانستان باندې د ډیورنډ کرښه ومنل شي. افغانستان تل د پاکستان تر اثر لاندې وي. که پاکستان پوهه شي، چې دا هدف په بله اسانه طریقه ترلاسه کېږي نو بیا تاسې امریکا یا افغانستان ته داسې سپاري که ملاضعیف یې چې وسپاره.
ب: ایران: ایران غواړي، چې د افغانستان اوبه مهار نه شي، سني میشته سیمې له علم او پرمختګ څخه پاتې شي. تاسې ته د جګړې امکانات درکوي او شیعه ګانو ته د علم او پرمختګ لار هواروي. ایران غواړي خپل فرهنګ په افغانستان حاکم کړي.
ج: امریکا: غواړي چې دلته تل جګړه همداسې دوام وکړي. ترڅو د هغوی تحرکات ډېر او په دې سره په سیمه ښه کنټرول ولري. چین او روسیه ښه وڅاري او دا سیمه له هر ډول اقتصادي پرمختګ او ایتلاف څخه منع کړي. د جګړې په تداوم سره خلک له ملایانو او اسلامي ارزښتونو څخه زړه توري کړي. نړۍ ته اسلام یو شریر دین وښيي. نو [چېرې چې جګړه دا ټول ممکن دي].

یوه اونۍ وروسته بیا را سره مخ شو. یاره ستا په خبرو کې خو مې ډېر چورت وواهه.
لیکوال  - ښه نو! خیر خو به وي.
طالب- نور زه هم له دې جګړې تېر یم. خو د وتلو لار را ښیه. طالبتوب داسې دام دی، چې بیا وتل د سر په بیه دي.
لیکوال - ځه دومره دې، چې مغز کار ورکړ او په ګټه او تاوان پوهه شوې نو ځان هم ترې ایستلی شي. دا نور طالبان دې پوهه کړه.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery