مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ذبيح الله مجاهد د پام وړ :

سيد حسين پاچا

د ذبيح الله مجاهد د پام وړ :
له روسيې او نورو څخه پيسې او وسلې اخېستل او د خپلو خلکو وژل هم شرعًا ناجايز او ګرځوونکي يې باغيان دي
طالبي بنسټ له پيله له قرآني ارزښتونو سره په ټکر کې وو. په مشرتابه وو کې يې قرآني مزاحمت وو

د مولانا سميع الحق فتوی ((د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي))،  د صريح نص ((والصلح خير)) پر وړاندې د اعتبار وړ نه ده. پرون يې د جهاد اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره پخپل ښوونيز نصاب کې شامل کړي وو چې د کمونېزم خلاف خلک چمتو کړي، خو اوس يې د خپلو ګټو لپاره ورته وروڼه وويل او د ګلانو اميلونه يې ورته غاړې ته ورواچول. سياسي واسلامي صبغه سره توپير لري

ذبيح الله مجاهد :
((د اسلامي امارت موقف دا دی چې دښمن ته وسله پرځمکه کيښودل او د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعا ناجايز او د دې هېواد د ميليونونو شهيدانو له آرمانونو سره په تضاد کې دي)).


مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز (تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

قاضي حسين احمد :
د امريکا سفير ته: زه ستاسی ملګری يم ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي.


مجاهد ګله ،

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appreaed in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force

دا بايد درته روښانه وي چې ستا په راتګ او رامينځته کولو کې سي آی ای، برتانوي لوړپوړو چارواکو، سياسي ملايانو او آی ايس آی برخه اخېستې. امريکا او برتانيې خپله مستخدمه اردو او استخباراتو بيا خپل روزل شوي سياسي ملايان کارولي او په پايله کې تاسې رامينځته شوي ياست. که تاسې هرڅومره ځان پر صابون پريمينځئ نه پاکېږئ. که لږه يې درته نوره روښانه کړم هغه دا چې استاذانو ته دې چې چا هغه وخت د جهاد اذان په غوږ کې کړی وو، هغه غيرمسلم او له اسماني ارشاداتو سره يې اړخ نه لګولو او اوس يې هم نه لګوي. هېښنده لا دا چې کمونيست دوزخي بابر به لا تاسې خپل بچي بللئ.

دا چې تاسې نن له تهران، ماسکو او له بېجينګ سره اشنا شوي ياست، دا ټول حرکات مو څارل کيږي. پيدا شوې، له مينځه ولاړې او وځپل شوې او بيرته راپيدا او پر پښو ودرول شوې او هغه دی چې نور ډېر ځايونو باندې وپلورل شوې. پخواني ديکتاتور مشرف خو په رسنيو کې ښه رسوا کړئ. اصلاً په تاسې کې هډو ايمان نشته، که وای، نو د پاکستان وسله به مو ايسته ورغورځولی وای او خپلې چرګۍ ته به راغلي وای، خو کاشکې چې دومره احساس په تاسې کې وای، خو نشته.

مجاهد ګله ،
نه پوهېږم چې ته به هغه وخت ماشوم وې چې موږ د همدې پاکستان له لاسه د ضياء الحق په وخت کې د ضياء جهنمي په لمسونه راباندې معامله deal وشو او بيا به جونېجو زموږ استازولي کوله. دا چې تاسې د څارګرې ادارې پر لاس د نړيوال زاړه لوی ښامار او د نننۍ امريکا تر څارنې لاندې د نورو دروازې شرنګوئ او هلته مو همدغه څارګره اداره وروړي چا چې په پيل کې ستاسې په رازېږونه کې ستاسې د خواخوږيږ سياسي ملايانو نه کار اخېستی او لوبولي يې دي، تاسې څه فکر کوئ چې ستاسې پر سر به لا چا سره معامله او يا معاملې نه وي شوي؟

مجاهد ګله ،
بېشرمه وبې ايمانه او بېحايه به له تا بل څوک وي چې د پاکستان څارګرې ادارې درته پر غاړه کې پړی اچولی او پر نړيوالو بازارونو کې دې ګرځوي او معاملې درباندې کوي. کله دې د لندن و واشنګټن، کله دې د تهران او کله دې د ماسکو او بېجنګ په بازارونو کې پلوري او راپلوري او تاسې لا اوس هم د اسلامي امارت يا اسلامي او شرعي نظام دعوه کوئ.

تاسې يو ځلې خپل ګرېوان ته سر ښکته کړئ چې روزي او پر غاړه کې جامه دې خپله ده او که دې پردئ؟ ايا دا دې له حلالو پيدا کړې او که له حرامو؟ دا پر غاړه کې پرونۍ او نننۍ وسله دې خپله ده او که د نورو؟ تاسې چې له هر چا او په هر نوم پيسې او وسلې اخلئ دا له دې خپل مظلوم ولس سره ستره جفا ده. ولې سولې ته مو شا کړې ده؟

دا چې الله تعالی سولې ته ښه ويلي دي ((والصلح خير))، نو ستاسې خواخوږي سياسي ملايان او نور پروني و ننني مسلم او غير مسلم ملاتړي د الله تعالی پر نزد باندې هېڅ نه دي. چېرته د الله تعالی حکم ((ارشاد)) او چېرته د داسې سياسي ملايانو سياسې فتواوې چې کله يو څه او کله بل څه وايی.

مجاهد ګله ،
له تاسې او ستاسې له مشرتابه مولوي هبة الله پوښتم چې د الله تعالی د صريح حکم ((والصلح خير)) او د مولانا سميع د سياسي فتوی ترمينځ ((د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي)) اولويت په څه کې دی؟
ايا د الله تعالی د صريح قرآني حکم پر وړاندې د يو پلورل شوي سياسي عالم فتوی مدار د اعتبار ده؟ ځواب، نه هېڅکله نه.

داسې سياسي ملايان چې په پيل کې دوو تنو لوړ پوړو برتانوي چارواکو د سي آی ای په شمول د څارګرې ادارې په وسيله ستاسې په رامينځته کېدو کې کارول شوي او لمسول شوي او نن تاسې ته بيا له روسانو نه د پيسو او وسلو اخېستو فتوی درکوي، نو د امريکې د ماتې لپاره يې هغه وخت ولې فکر نه کاوه چې نن يې کوي. ولې هغه وخت امريکا بدله وه او که نن بدله شوه؟

ښاغلي مولانا محمد خان شيراني خو يوه نره خبره کړې چې :
د پاکستان په ښوونيز (تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

مرحوم قاضي حسين احمد بيا وايی :
د امريکا سفير ته: زه ستاسی ملګری يم ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي.

په داسې يو حالت کې تاسې څنګه د اسلامي وشرعي نظام دعوه کوئ؟
د اسلام په مبارک دين کې خو دوکه نشته او قرآن ښکاره وايی چې ((لم تقولون ما لا تفعلون)). په تاريخي لحاظ هېچيرې داسې يو اسلامي او شرعي نظام چې هغه له پيله په دوکو پيل شوي چې روزونکي يې دوکه مار مسلم ((پاکستان)) او او تمويلوونکي يې غيرمسلم ((امريکا، چين او روسيه)) وي هېڅ ساری او بېلګه نشته. الله تعالی دغسې نظامونو ته اړتيا نه لري، لکه دا تاسې يې چې غواړئ.

مشوره :
زما مشوره مولوي هبة الله ته دا ده چې د مولوي سميع الحق د فتوی او د الله تعالی د صريح حکم ((نص) پر وړاندې يو سم ((درست)) انتخاب وکړي. زما مشوره ورته دا ده چې هسې د آخرت پېټی دې ځانته او نورو پيروانو ته نه درنوي. د الله تعالی د صريح حکم ((نص)) پر وړاندې د يو سياسي ملا فتوی مدار د اعتبار نه ده. فتوی بايد له صريح نص سره په ټکر کې نه وي.

مجاهد ګله ،
که تاسې طالبان پر دې نه پوهېږئ، نو مولانا سميع الحق پر دې پوهيږي چې د نوموړي فتوی د الله تعالی د صريح حکم ((نص)) پر وړاندې ناچله او د اعتبار وړ نه ده. ښه به دا  وي چې تاسې د دې تش په نوم اسلامي امارت ((اسارت)) نه د تل لپاره ځانونه خلاص او خپلې خاورې او ولس ته وفادار شئ نه د نورو استخباراتو او نظاميانو ته.

فلهذا ستاسې جنګ له پيله کومه شرعي صبغه نه لرله او نه يې اوس لري. ښه به دا وي چې له استخباراتي لوبو ځانونه خلاص او د الله تعالی د صريح حکم ((نص)) پر وړاندې سرونه ښکته ((ټيټ)) کړئ او له افغان وژنې او هېواد ورانونې څخه لاص واخلئ او له ملته بښنه وغواړئ.

په درنښت

 

طالبانو د حزب اسلامي ادعاوې رد کړې
https://khabarial.com/archives/15286

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery