مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستانۍ په نامه ازادې رسنۍ او د افغانستان په چارو کې بې شرمانه لاس وهنه

بریالی نایاب



 پاکستان چې په هر ډګر کې د تروریزم او وحشت خپرولو کې خاص ځای موندلی او پدې کاروبار کې یې خپل هیواد هم د جګړو او نا امنیو تور تم ته ټیل وهلی نه یوازې د افغانستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي بلکې نظامي حضور یې هم له یاده ویستلو نده. په افغانستان له کله نه چې د نړیوالو په پوره ملاتړ او همکاري او له نړیوالو سره د پاکستان په ریښتینې ملګرتیا د طالبانو نظام ړنګ او پرځای یې د حامدکرزي په مشرۍ اداره رامنځته شوه، پاکستان پدې ملګرتیا کې ځان خپلو نړیوالو ملګرو ته ریښتینی ثابت کړ او ترهغه وروسته یې لاره بدله کړه ، د دې ترڅنګ یې په افغانستان او پاکستان کې د هغو طالبانو په راټولولو او تنظیم کولو پیل وکړ چې نه یوازې سیاسي ماته یې خوړلې وه بلکې د ډیرو نیت دا وو چې خپل سوله ایز ژوند ته پخپل هیواد او له هیواد څخه بهر دوام ورکړي، پاکستان یې په بیا مسلح کولو جنګ جګړې ته په چمتو کولو لاس پورې، افغان دولت چې ډیره سیاسي تجربه یې د داسې ستونزو د رامنځته کیدو په آړوند نلرله ډیر پام یې دې موضوع ته ونکړ هماغه وو چې د څو د محدودو کلونو په تیریدو سره د طالبانو جګړه ایز ماموریت په افغانستان کې کرار کرار پیل شو، طالبانو ته د افغان حکومت نسکورول او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جګړه ستر ایماني او وجداني مسوولیت ورپه ګوته شو. نن چې د هیواد ډیره سیمه نا آمنه ده دا د پاکستان په څیر د ګاونډي د شتون برکت ده، پاکستان چې تر ډیره ځان یو اسلامي هیواد ګڼی په هغه کې د اسلامي شریعت زره هم نه لیدل کیږي په صوبه پنجاب، صوبه سیند، کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د اسلامیت ډیر لږ آثر لیدل کیږي دوی یوازې لباسی اسلام منلی او په هغه یې بسنه کړې ده د ډیرو افغانانو د سترګو لیدلی حال داده چې د پاکستان په ډیرو سیمو کې اوس هم ډیری وګړي پرته له دې چې کوم دین او مذهب ته منصوب وي ژوند کوي او دا لړۍ له ډیرو پخوا کلونو راهیسې دوام لري، خو اساسي خبره داده چې دوی څنګه د اسلامیت له نامه څخه ناجایزه ګټه پورته کوي او په ګاونډي هیواد افغانستان کې هرڅه د اسلام خلاف او کفري ګڼي او په پاکستان کې روانه خرمستي ته په یو ډول نه يو ډول جواز ورکوي. موخه مو داده چې و وایو پاکستان هر هغه څه چې د افغانستان د بسیا کیدو او آبادي لامل ګرځي کفري او ناجایز ګڼي او دیو لړ پرمختګونو د لیدلو توان نلري چې یوه ښه بیلګه یې پدې وروستیو کې د یوې پاکستاني رسنۍ له لوري د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه عاطف مشعل په خبرو ملنډې وهل دي، هغه معیارونه او اساسات چې د ژورنالیزم لپاره رامنځته شوي هیڅ یو هم اجازه نه ورکوي ترڅو د چا په شخصیت او خبرو ملنډې ووهل شي پاتې شوه په یوه تلویزیوني چینل کې هغه هم چې یوه ازاده رسنۍ وي او د یو چا پر شخصي حریم تیری وکړي. دا جوتیږي هغه کسان چې په افغانستان کې د دوی د دولت او رسنیو له برید لاندې راځي، په ټوله کې د هیواد ملي ګټو ته ژمن او د خلکو په منځ کې یې خورا محبوبیت موندلی وي، عاطف مشعل هم پدې وروستیو کې له کله نه چې د کرکټ بورډ مشري تر لاسه کړې او دا دروند بار یې پر اوږو ورکیښودل شوی، د کرکټ د مینه والو او ټوله کې د هیوادواولو له لوري تشویق شوی او کارونه یې په کرکټ بورډ کې د مثبت بدلون په موخه ترسره کړیدي، د پاکستاني رسنیو هغه شرمیدلي حرکات او توري چې زموږ ملي ویاړونو ته یې د دوی د سپکاوي په موخه کاروي، ښکاره خبره ده چې پدې کار سره برعکس د دوي محبوبیت په خلکو کې نور هم زیاتیږي او خلک د هغوی ملاتړ ته رادانګي پدې وروستیو څو ورځو کې له کله نه چې دا ویډیو رسنیزه شوې ټولنیزې رسنۍ د عاطف مشعل پوره ملاتړي دي او نه پریږدي چې د پردیو په خوله خپلې ملي څیرې و ځپل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery