مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-22   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان میشتي:که مخابراتي شبکي فعالیت نه پیلوي وه دي سوزول سي.

احسان الله ولس يار اروزګان
دارزګان ولایت یوشمیراسیدونکي وايي چې په ارزګان ولایت میشتو مخابراتي شبکو فعالیت په ټپه درولی او باید دخلګو ستونزو دحل په موخه فعالیت پیل کړي. دولایتي شورا غړي هم وايي چې په دي برخه کي مرکزي دولت دوی سره ژمني کړي خو ندي عملي سوي. دارزګان ولایتي اداره هم وايي چي دوی دغه ستونزي له اړوندو مسؤلېنو سره شریکي کړي خو دحل لپاره يي کوټلي ګامونه ندي اخیستل سوي. ارزګان کي له تیروشاوخوا ۱۰ میاشتو راهیسي مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه ځنډولي دي او داسي ښکاري چې دغه مخابراتي شبکي دحکومت ترامر لاندي نه بلکي دطالب وسله والو تر امر لاندي کار کوي. دارزګان ولایت یوشمیر اوسیدونکي وايي چې دولسوالیو لاري بندي دي او دوی له خپل خپلوانو سره هیڅ اړیکه نه سي نیولای او باید دغه مخابراتي شبکي یاخو خپل فعالیت پیل کړي او یادي وسوزول سي. مخابراتي شبکي اوس خلګو ته رواني ناروغي پیداکړي. که څه هم په ترینکوټ کي سلام مخابراتي شبکي څه ناڅه فعالیت کوي خو بیاهم ورته نافعالیت ویل کیږي ځکه چې له ډير انتظار سره سره بیاهم له چاسره اړیکه نه نیول کیږي. یوشمیر کسان په دي اړه وايي چې دمخابراتي شبکو نه فعالیت دوی ته سرخوږی جوړ کړی. دولایتي شورا یوغړی محمد کریم کریمي هم وايي چې دجګړو له پیل سره سم مخابراتي شبکو هم خپل فعالیت په ټپه درولی او دنورو ستونزو سره سره ۵۰ سلنه ستونزي دمخابراتي شبکو دنه فعالیت له امله راپیدا سوي دي. نموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دمخابراتي شبکو پرمسؤلېنو فشار راوړي څو خپل فعالیتونه پیل کړي. له دي ټولو سره سره دارزګان ولایتي اداره هم ستونزي مني خو وايي چي دوی په دي اړه ډیري هلي ځلي کړي خو بیاهم دیوشمیر ستونزو له امله دغه ستونزه پرځای پاته ده. نموړی وايي چې دغه ستونزه دوی له امنیت شورا او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت سره شریکه کړي ده او په دي اړه کار روان دی څو دغه ستونزه ژر تر ژره حل سي. دا په داسي حال کي ده چې له تیرو لسو میاشتو راهیسي کله چي جګړي پیل سوي نه یوازي دا چي مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه درولي بلکي له ډیرو نورو خدماتو هم ددغه ولایت اوسیدونکي بي برخي سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery