مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شیټه خور ولس

عبدالوحید طبي

 د نړی په هره برخه کی نښتی،انقلابونه،تاوتریخوالی،خپلمنځی اختلافات،وژنی،چاودنی ،تیروتنی او ورته پیښی ترسره شوی خو خلکو یی ترینه د خپل هیواد او ولس د مثبت بدلون لپاره هڅه کړی تر څو بیا ځلی ورته ناخوالی یی د هیواد او ولس لمن ونه نیسی.خوافغانستان بیا نن د داسی کسانو په منګولو کی پروت دی چی په بیلابیلو نومونو یی خلک د تباهی کندی ته ورځ تر بلی ور غورځوی .افغانان د داسی کسانو لپاره ژوند کوی چی هیڅکله د دوی د راتلونکی لپاره څه په فکر کی نه لری.هیواد یی د داسی خونړیو په ولکه کی دی چی هیڅ د انسانیت نښه پکی نشی موندلی.د هیواد واک له داسی څناورو سره پروت دی چی د انسان په جامه کی یی په بیلابیلو نومونو وژنی. افغانانو له څلورو لسیزو را په دیخوا داسی کسانو ته الله اکبر،زنده باد او مرده باد ویلی چی دوی یی لا تر اوسه په مانا لا نه پوهیږی.په ننی ویښه او پرمختللی نړی کی بدلون خلک رامنځ ته کوی او همددوی دی چی د خپل راتلونکی پریکړه کوی خو په افغانستان کی بیا هر څه برعکس دی څه چی واکدار وغواړی هغه پر ولس تحمیلوی.ولس په دا څلورو لسیزو کی په نوم د کمونست،اشرار،مجاهد،شر او فساد،طالب،ترهګر،سنی او شیعه،شمالی او جنوبی،جزبی او جمیعتی ،پښتون ،هزاره ،ازبک ،تاجک او ورته نومونو سره په خپلو کی جنګولی.دا هغه مشران دی چی تر پرونه یی د خوراک لپاره یوه مړی ډوډی نه درلودله،تر پرونه یی د ځمکی په سر سیوری نه درلود،تر پرونه په خپلو سیمو کی په ډیر سپک نوم سره یادیدل خو نن د دی شیټه خور ولس له برکته چی په هر څه پوهیږی او په دا څو کلنه دوره کی یی ولیدل او لا وینی یی خو بیا هم ورته ګوری او د دوی په خوښه خپل ژوند مخ ته وړی.((ښه به نه وی چی ووایو حال مو تر دی بدتره)).هغه کسان چی په یوه تنظیم پوری اړه لری او یو وړوکی منصب یی په خپل ګروپ کی درلود نن د بنګلو او شتمنیو خاوند دی دا یی له کومه کړل او څنګه یی لاسته راوړل په دی ټول پوهیږی خو شیټه خور ولس لا ویده او د دوی په خوښه شپی او ورځی تیروی.دا شیټه خور ولس د دوی په خوښه ورته ناری وهی چی تر وروستی سلګی درسره یو.دا شیټه خور ولس دی چی ورته لاریونونه،خیمی وهل،لاری بندول،وژل،د خلکو ځورونه،ګواښل د ډلو او خلکو سره د ښکر په ښکر کیدو لپاره را دانګی.د همدی شیټه خور ولس له برکته تر پرون پوری یی پلرونه واکداران وو او نن یی زامن واکداران دی.نن د افغانستان ټول ملت د داسی ناوړه او بی شرمه غلو په واک کی ده چی هره سپکه یی زړه وغواړی هغه ترسره کوی خو دی او ډله دی په واک کی وی .نن که ولس ویښ نشی او له دی شیټه خوری څخه ډه ډه و نکړی ،دا غله له واک څخه لری نکړی هیڅکله به ارامه ساه ونه باسی او تل به وژل کیږی .ولس کولای شی بدلون رامنځ ته کړی او له دغو داړه مارانو څخه ځان او خپل ځوریدلی ولس وژغوری.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery