مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیا کې د حقاني نوی وحشت او د چارواکو بې غوري

برهان پکتین
تیره اونۍ د پکتیا په احمدخیلو ولسوالۍ کې د حقاني شبکې پاکستاني غړو ددې ولسوالۍ ځايي حقانيانو په ملتیا د افغان پوځ له نږدې لسو سرتیرو لومړی سرونه پرې کړي او بیا یې په ډیر وحشتناک ډول د بدن غړي ورنه پرې کړي او له ځانونو سره یې کلي ته وړي دي تر څو د کلي اوسیدوونکو ته د اسلام مبارک دین بدنامولو په موخه خپل وحشت څرګند کړي، خو د کلي مشرانو په کلي کې د حقاني شبکې ځايي او پاکستاني غړو د ګواښونو له ویرې او د افغان حکومت بې غورۍ له وجې ورته هیڅ نه دي ویلي او د افغان پوځ سرتیرو ټوټه ټوټه شوي غړي او پري کړل شوي سرونه یې په کفونو او تابوتونو کې ځای پر ځای کړي دي او له یادې پیښې تر اوسه پورې د احمدخیلو ولسوالۍ په ټولو کلیو کې وحشت او له حقانیانو کرکه خپره ده؛ حتا هغوی چې تر پرونه د همدې حقانیانو خسرخیل ، کاکاخیل او ماماخیل وو له دوي یې نفرت کیږي او له افغان حکومت څخه هم په دې سخت خواشیني دي، چې د ولسوالیو امنیت خوندیتوب لپاره یې هیڅ پاملرنه نه ده کړې؛ ځکه دوي وايي چې د هر حقاني طالب مشر کور ځايي امنیتي قوماندانانو او د پوستو مشرانو ته معلوم دی او دا هم ورته کره څرګنده ده چې د یادو حقاني طالب مشرانو او مهمو غړو پلرونه او وروڼه ترانسپورټي شرکتونه ، په لسګونه ټیلر او سوپر موټر لري او څه یې هم د تیلو او نورو توکو سترې سوداګرۍ لري، خو یوه ورځ یې هم همدا ځايي افغان حکومت مسؤلین ونه دریدل، چې موټر ورنه په کابل ، ګردیز او یا شمالي او مشرقي ولایتونو کې ودروي او فشار پرې راوړي تر څو یې د کورنۍ غړي بشپړې اړیکې له حقاني سره وشلوي او وسله پر ځمکه کیږدي او نه یې هم د یادو کسانو پر کورونو چاپې واچولې.
دا هغه طرحه ده چې په کابل کې د ځاځیو قومونو څو مشرانو د حقاني له یادې وحشتناکې کړنې وروسته په یو مجلس کې طرحه کړه؛ که څه هم له قانوني اړخه دا طرحه ځکه د منلو نه ده چې جرم په خپله په مجرم پورې اړوند او سزا یې هم باید مجرم ته ورکړل شي، خو په پکتیا کې ځکه دا طرحه کار کوي چې دا تر دې مخکې هم د ګڼو ستونزو د حل یوازینۍ لار ثابته شوې ده او که د قانون پلي کول په نظر کې ونیسو، نو بیا دا هم څوک ددې پوښتنې ځواب ویلی شي ، چې په افغانستان کې چیرته او چا په چا باندې قانون بشپړ منلی او پلی کړی دی؟
 نو پر حقاني شبکې د فشار راوړلو او د نورو نویو وحشتونو د ترسره کولو مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار همدا ده چې ددې شبکې ځايي ټولو غړو د کورنیو پر مشرانو او لرې ، نږدې خپلوانو باندې فشار راوړل شي تر څو یاده شبکه له ټولو وحشي کړنو څخه راوګرځول شي او منزوي شي. بل دا چې په پکتیا کې د حقاني شبکې هیڅ غړی له لوړپوړي بیا تر ټیټ پوړې پورې هیڅ د کومې غریبې او بې وزله کورنۍ اړوند نه دی او ټول ټرانسپورټي شرکتونه او موټر ، د تیلو شرکتونه ، ودانیزو چارو شرکتونه او د سوداګرۍ نورې چارې یې ځايي چارواکو ته څرګندې معلومې دي او تر ټولو هیښنده یې لا دا چې د یادو کورنیو ګڼ شمیر غړي د حکومت په چوکاټ کې هم په دندو بوخت دي او چې کله یې کوم خپلوان ځايي امنیتي مسؤلینو لخوا ونیول شي، نو ددوي په واسطه بیرته آزاديږي او ډیری خو یې له دوسیې جوړیدو او زندان ته تر تګ وړاندې په کابل کې په دولتي نظامي او ملکي دنده بوختو خپلوانو لخوا آزادیږي.
خو د یادو کسانو او هم د ځايي قومي مشرانو او د حقاني شبکې غړو د کورنیو مشرانو د عقل سترګې ړندې دي او دې ته یې پام نه دی چې د تیرې اونۍ پیښه د احمدخیلو ولسوالۍ ټولو اوسیدوونکو په نوم په هر ځای کې ثبت شوې ده او د وژل شویو پوځیانو کورنۍ په هر بل ځای کې کولای شي د لویې پکتیا قومي دود له مخې د خپلو شهیدانو بدل واخلي او په هر ځای کې چې ددې ولسوالۍ هر اوسیدوونکی په لاس ورغلو ویې نیسي او ویې وژني؛ په داسې حال کې چې جرم بل چا کړی او اصلي مجرم د پاکستان په اسلام آباد کې له خپلې کورنۍ سره په عیش او عشرت لګیا دی او یا دا چې په هیواد کې دننه د ټرانسپورټي ، تیلو شرکتونو او نورو سوداګریو څخه د لاسته راوړې ګټې په مزو او چړچو اخته دی او د بدل دا ډول اخیستل که څه هم د هیواد په نورو سیمو کې نه دی دود خو په لویې پکتیا کې د تل لپاره همدا ډول بدل اخیستل شوی دی؛ حتا داسې هم کیږي چې که چیرې د یو بل قوم او کلي یا ولسوالۍ پر چا پور وي او یا کومه بله مځکې او سوداګرۍ معاملې کې ستونزه او دعوه ورسره ولري، نو د هغه د قوم ، کلي یا ولسوالۍ موټرو ته پاټک اچوي او یا یې په لویو بازارونو کې ورنه دروي تر څو اصلي کس ورته په لاس ورکړي او مرکې ته یې ورسره کینوي.
نو دې ټولو ستونزو ته په پام سره تر ټولو مخکې له ولسمشرغني بابا او بیا په پلازمېنه کابل او ګردیز کې د پکتیا له ځايي چارواکو او د ولس له بې غوره استازو او قومي مشرانو څخه هیله کوم چې په لویې پکتیا کې د قومونو تر منځ د سترو شخړو ، یاد ډول بدل اخیستلو او یو بل وژنې مخه دې په جدیت سره ونیسي او په ګډه مشوره دې یا د حقاني وحشتناکې او بې زړه سوي شبکې باندې د پورته دودیز فشار راوړلو جدي هڅه وکړي او یا دې د ځانګړو پوځي عملیاتو له لارې د هر حقاني نیولو او له منځه وړلو چاره عملي کړي او ددې ټولو تر څنګ دې د حقاني شبکې نیول کیدوونکو او نیول شویو غړو د خلاصون لپاره د چانس برابروونکي دې که دولتي چارواکي او یا بل هر څوک دي محکمې ته راکش کړي؛ تر څو لویه پکتیا له سترو ګواښونو وژغورل شي او د خپل منځي سترو نا کابو کیدوونکو شخړو څخه وژغورل شي. 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery