مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نا مالوم برخلیک

خالد سحر


 په داسې یو هیواد کې چې لسېزو جګړو ځپلې وې طبعا هلته هر څه غیر نورمال وې او ددې ټولو کارونو سمونه یو اندازه وخت ته اړتیا لري حتا کلوونه به په بر کې ونیسي. هغه ټولنې چې بې ثباته وې امنیتې وضعیت یې ښه نه وې هلته داسې جګړې او کشمکشونه د نورو هیوادونو په پرتله بې سارې وې ،هلته د پرمختګ څرک نه لیدل کیږي،خلک یې یو ډول ‌‌ذهنې نا ارمۍ سره مخ وې هره شیبه دیوې چاودنې او دیو انفجار ویره موجوده وې. دا حالات په هغه هیوادونو کې ډېر لیدل کیږي چې ورسته پاتې وې او نیابتي جګړو ځپلې وې. زمونږ هیواد یو له هغه هیوادونو دجملې نه دې چې همیش دنورو دګټو له پاره قرباني شوې دې،او دا لړۍ له تر اوسه همداسې ادامه لري،په کوم هیواد کې چې جګړې او جنګونه ډېر وې دا څرګنده خبره ده چې هغه به نه په اقتصادي برخه کې او نه په سیاسي برخه کې او نه په نورو برخو کې پرمختګ وکړي بلکې شاته به پاتې وې. په دغه هیواد کې دقدرت پر سر جګړې ددې موضوع یو بل مهم اړخ دې چې هیواد یې دیو لوې بحران سره مخ کړې دې،چې تل دګاونډیو او همسایه هیوادونو دتوهین او مسخرو وړ ګرځیدلې او ددې هیواد سیاسې موقف یې دپوښتنې لاندې راوستې،چې دا خورا یوه مهمه موضوع ده . داسې ټولنې به نو څنګه د پرمختګ نه برخمنې شي؟ چې دولتي چارواکې په داخلي مسایلو او کشمکشونو کې ښکیل وې. زه مې چې دخپل وطن دا حالات ګورم زړه مې ورته اوبه،اوبه شي چې دا وطن خو پخوا داسې نه وو پخوا خو پدې وطن کې هغه انسانانو ژوند کوه چې پدې خاوره او وطن یې خپل سره او مال قربان وه اخر هغه خلک چېرته دې او څه شو؟؟

 دا چییغې یوازې زما ندي دا دهر افغان او هغه څوک چې پدې خاوره کې ژوند کوي د زړه سوې چیغې دې زه له ټولو هغو چې دوطن په درد نه پوهیږي او د وطن دوستۍ احساس نلري غږ کوم چې دا وطن زمونږ او ستاسو کډ کور دې دهمدې وطن پاکه هوآ تنفس کوو او دهمدې وطن د خوږو اوبو نه ګټه اخلو او دهمدې وطن د باغونو میوې خورو او د ونو دښکلا ګانو نه یې ګټه اخلو نو مونږ ددې کړیدلې وطن دپاره دومره نشو کولاي چې په ځان کې د وطن دا بادۍ حس پیدا کړو که دا کار ونکړو وطن به مو دیو نامالوم برخلیک سره مخ کړې اوسې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery