مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-19   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په افغانستان کي له ډموکراسی نه غلط تعبير!

حبيب الله غمخور
که دبشريت په تاريخ کي د دولتونودجوړېدوراپدې خوا اوترهغه وروسته ددموکراسی داصطلاح پلي کيدو تاريخ ته نظر واچوو، موږ به دنړۍ په يوه هيوادکي داسي ټيټ پوړي چارواکی پيدانکړوچې ددولت پرکړنوداډول گوتنيونه اودولت ته اخطارورکوي. که ددې سرکښ معلم نور سره دده دبېځايه خبرو محاسبه وسي ،بيا هلته دا ښاغلی وايي موږ درژيم دړنگولو لپاره نه بلکی داصلاح لپاره لاس پکاريو. پوښتنه داده ،داموږ يعنی تاسوڅوک ياست ؟ ته خوددولت يوعادی ماموریې ؟ اوولي ترقانونی صلاحيت وړاندي خبري کوې ؟ که ته ځان ديوه دولتی داپوزيسيون غړی اويامشربولې،نومهرباني وکړه دولتي دنده پرېږده،داځکه چي ته ددولتی مالي اومادي امکاناتونه په استفادې ددولتی حاکميت پرخلاف راپورته کېږې. بلې ! پوښتنه داده چې ښاغلی ته څوک يې ؟ اودکوم قانون له مخې ددې ډول څرگندونوحق ځانته ورکوې؟ زما له نظره دې ښاغلوهرڅه ځکه هيرکړې چي سياسي نالوستی دۍ ،دوي په خپلو څرگندونونه پوهېږې ،ځکه داکاغذ يوبل چاپلاس ورکړی اومعلم صاحب یې يوازي لولي. معلم صاحب دبلخ سرپرست والي،پداسي حال کي چې ديوه ولايت مسوليت یې پرغاړه اودقانون له مخی ولسمشراو راکښته ټولودولتی اداروته مسوليت لري اودهمدې قانون له مخې دهغوي هدايات بايد پلي کړي ،ځان ترټولو لوړبولی. معلم او انډيوالان یې چې په دولتي انارشی کي يې گټي دي دپردو په لمسون، ان ولسمشرخوپرېږده ددولت دټول سيستم پرخلاف ديوه سرپرست والی په توگه ،گوت څنډنه اواخطارونه ورکوي . ترټولوجالبه دا ده چې دا سرکښ دولتی ماموروايي : که چېرته حکومت اصلاح نشي؛ نو موږ به د خلکودساتنې اودخلکو د ازادۍ لپآره د هېڅ هیوادکمک رد نکړو. وړه تبصره پروسي .تاند ويب پاڼه دافغانانو پوښتنه له دي دقدرت له ليونۍ نه داده : خيريت خودۍ ؟چې دومره لوړغورځې ؟ ډيرغټ پروازونه،نۀ کوې؟ دچاپه هدايت داگوت څنډنې کوې ؟ ولې دومره مغروريې ؟ داستا خبري په خپله ددي ښکارندوي دي چې ،د پردې شاته دې افغان دښمنه پرشا ټکوی. اوپدې خبره دې هم ولس پوه دي چې وايي داړتياپه وخت کي به دهر بهرني هيواد مرسته جلب کړې .موږ پوهېږوچي ولي دا خبره کوې ؟ ستاسوهڅوونکی اوملاتړی ټولو افغانانوته لمرغوندي روښانه دي . غواړم دا ليکنه پدې ټکو رالنډه کړم : معلم صاحب اوټوله دشمالي ټلوالي محترمينو! همدا تاسو واست چي دبې ۵۲ امريکايي الوتکو تروزرولاندي موځغستل اوچغې مو وهلې (( بمبارد کن )) . همدا تاسودښاغلی کرزی په حاکميت کي ددولت ټولي ادارې پلاس کي لرلې ،هغه وخت ځکه چوپ واست چي ستاسو لپاره دچوراوچپاول هرډول امکانات برابروه ، اوس لکه چې دا امکانات مخ پرلږېدو دي؟ همدا تاسو دمسلکی اوپروطن مينو کادرونو په دولتی اداروکي دمقررۍ مخه نه نيول؟؟؟ همدا ستاسو په حاکميت کي افغانستان دنړې دوهم په فساد ککړ هيواد اعلان نه سو؟ همدا ستاسو په حاکميت کي داولس دومره وزورېد چي تاريخ یي بېلگه نسي پيداکولاي. همدا تاسو پر پاکستان اوايران ددي هيواد اوددي ولس ټولي ملي شتمنی او افتخارات ونه وپلورل ؟ دافغان ولس له نظره دا اوسنۍ ټولي ناخوالي ستاسو دپردوپلوه کړنولامل اوپيلامه ده. کله به تاسوديوه افغان په توگه پردې ملت زړه وخوږوی؟ اوترخپلو شخصي گټوبه ددې جگړه ځپلې هيوادوالو دخوښئ اوښېرازۍ لپاره تيرسی؟؟؟ فکرکوم تاسوددې پرځاي چې سياسي ډلی ټپلي جوړي کړی ،خپله بايد له دي غيرتی ولس نه عفه وغواړۍ اوپرځاي کښېنۍ . دافغان ولس دبسيا اوهوساژوند په هيله . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery