مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آیا د «سیاسي اسلام» په نوم کوم څه شته؟

ژباړن: عابد علمي


لیکوال: دکتور فضل الهادي وزین

د ترمینالوژیو یا اصطلاحاتو جګړه په اوسني وخت کې د فکري جګړې او فکري یرغل یو اړخ او مهم عنصر ګڼل کېږي.
فکري جګړه د پوځي، اقتصادي، رواني او کلتوري جګړو غوندې، داسې یو واقعیت دی چې سترګې نشي ترې پټېدلی او په اړه یې د نړۍ په بېلابېلو ژبو بې‌شمېره کتابونه او مقالې لیکل شوې دي.
د بنسټپالنې، افراطیت، ترورېزم، سیاسي اسلام او نورو کلمو په څېر اصطلاحات او ترمینالوژۍ د لوېديزوالو او په ځانګړي ډول په لوېديځ کې د ځينو ادارو تولید دی، چې له اسلام او مسلمانانو سره په مقابله کې د ځانګړو موخو لپاره کارول کېږي.
د دغو اصطلاحاتو ډېری هغه یې دقیق او ښکاره تعریف نه لري، څو د هغوی قانوني او سیاسي ځای او پولې وټاکي.
دغه راز ځينې دا ډول اصطلاحات دقیق علمي مدلول نه لري، چې له اسلام او مسلمانانو سره په فکري جګړه کې د تبلیغاتي موخو لپاره کار ترې اخلېستل کېږي؛ یا په بل عبارت، ناوړه استفاده ترې کېږي.
د «سیاسي اسلام» اصطلاح یوه له دغو ترمینالوژیو څخه ده، چې په غرب کې د ځينو استشراقي ادارو له‌خوا جوړه شوې او د شلمې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې د فرانسوي مستشرق اولیور رای له‌خوا د لیکل شوي کتاب « د سیاسي اسلام ماتې» له خپرېدو وروسته، مشهوره شوه.
د سیاسي اسلام اصطلاح، په ډېری مواردو کې د دغې اصطلاح د رامنځته‌کوونکو او مشهوروونکو له‌خوا د اسلامي ویښتابه حرکتونو او هغو اسلامي جریانونو  لپاره کارول کېږي، چې له اسلام څخه د شامل او پراخ فهم په لرلو سره، د تمدني بدلون او په اسلامي هېوادونو کې د سیاسي نظام رامنځته کولو او اصلاح لپاره له اسلامي احکامو او تعاليمو سره سم کار او مبارزه کوي.
د اخوان المسلمین، په هند نیم‌وچه کې جماعت اسلامي، حزب التحریر او نور دا ډول اسلامي ګوندونه او سازمانونه د «سیاسي اسلام» د اصطلاح مصداق دي.
د «سیاسي اسلام» اصطلاح جوړوونکي د دغې اصطلاح په کارولو او دود کولو سره غواړي ووایي، چې اسلامپالو حرکتونو او جریانونو د اسلام دین سیاسي کړی دی او په اسلام د سیاسي نظام او اسلامي حکومت خبره کوي؛ کنه نو په اسلام کې خو سياسي فکر، سیاست، حکومت او سیاسي نظام نشته دي!
يا په بل عبارت، هغه مستشرقین چې دغه اصطلاح يې اختراع کړې او هغه کسان چې په شعوري ډول یې کاروي، غواړي وښیي، چې ګویا په اسلام کې اصلا سیاست شته نه دی او اسلام له حکومت او سیاسي نظام سره څه کار نه لري، مګر دا اسلام‌پالي مفکرین او جریانونه دي چې اسلام یې سیاسي کړی او په دغه دين کې د سیاست، حکومت او سیاسي احکامو او ارزښتونو خبرې کوي او خپلو سیاسي موخو او مقاصدو ته د رسېدلو لپاره له اسلام څخه ګټه اخلي!
څوک چې اسلامي پوهه لري او د قرآن کریم، نبوي سنتو او د اسلام د تاریخ له بدهياتو سره هم اشنايي ولري، ښه پوهېږي چې د «سیاسي اسلام» اصطلاح له علمي اړخه غیردقیقه او بې‌بنسټه ده؛ ځکه په اسلام او د اسلام او مسلمانانو په دیني فرهنګ کې د «سیاسي اسلام» په نوم کوم څه نشته دي.
له شک پرته چې سیاست هم دعقایدو، عباداتو، اخلاقو او معاملاتو په څېر د اسلامي احکامو او ارزښتونو یوه مهمه او نه بېلېدونکې برخه ده، نه ټول اسلام. خو د اسلامي احکامو، ارزښتونو او تعاليمو پر بنسټ، د اسلام د دين تجزیه کول یو پست او رذيل بدعت دی، چې د اسلام په تاریخ او د مسلمانانو په فکري او فرهنګي میراث کې هېڅ مخينه او شالید نه لري.
په دې معنا، چې په قران کریم، نبوي سنتو، د صحابه‌وو او تابعینو په اقوالو او فقهي او فکري ميراثونو کې، د اعتقادي اسلام، فقهي اسلام، روحي اسلام، اخلاقي اسلام او سیاسي اسلام په نوم کوم څه نشته؛ ځکه اسلام تجزيه کېدای نه شي او د انسان لپاره د الله عزوجل د نظام او قانون په توګه، د انسانانو د ژوندانه ټولو برخو ته هغه که فردي وي او که ټولنیزې وي، شامل دین دی.
که د اسلام په اړه د «سیاسي اسلام» دا استشراقي بدعت ومنل شي؛ نو باید په بې‌شمېره اسلامونو لکه فقهي اسلام، اعتقادي اسلام، روحي اسلام، ټولنیز اسلام، اقتصادي اسلام، فکري اسلام، جهادي اسلام او دارنګه لسګونو نور اسلامونو د اسلام تجزيه هم قبوله کړو. په داسې حال کې، چې دا وېشنه او تجزيه له بېخ او بنسټه ناسمه او مردوده ده او له يوه نظره د «أفتؤمنون ببعض الكتاب و‌تكفرون ببعض...» آیت شریف مصداق هم ده، چې هېڅ عالم او پر اسلام پوه او ملتزم مسلمان ته د منلو وړ نه ده.
د عقیدې، فقهې، جهاد او سیاست په څېر برخو کې، له اسلام څخه د کوم چا یا کومې ډلې ناسمه پوهه او یا ناوړه استفاده نه شي کولی په اسلام کې د دغو عناصرو له شتون د انکار او يا هم دغه دين د تجزيې لامل شي؛ ځکه اسلام د دین یا په قرآن او سنتو کې د ثابتو عقايدو، عباداتو، احکامو، ارزښتونو او تعاليمو همغږي او تړلي سيستم او مجموعې په معنا، يو څيز دی،  د دغو احکامو او ارزښتونو پلي کول او تمرينول بل څه او ناسم تطبيق يې او ترې انحراب بيا بل څه دي، چې نبايد هر څه پر اسلام ورواچول شي.
د بېلګې په توګه، د سیاست په ډګر کې د کوم چا یا کومې ډلې ناسمه کړنه، هېڅکله داسې کومې اجازې ته لاره نه شي برابرولی، چې څوک راشي په اسلام کې د احکامو اصل، سياسي نظام او له اسلامي اصولو او تګلارې سره سم د نظام او حکومت د اصلاح لپاره مبارزه، تر پوښتنې لاندې راولي.
په بل تعبیر، په سیاست کې د کوم اسلام‌پال شخص، جریان یا ګوند ماتې یا ناسمه کړنه په  هېڅ صورت په اسلام کې د سیاست د نفي کولو او په اسلام کې د سیاست د اصولو، احکامو او ارزښتونو د ماتې او بې‌ګټې‌توب لپاره توجیه نشي کېدای. لکه څرنګه چې د یوه ډاکتر او انجنیر یو غلط تشخیص یا عمل د طب یا انجنیرۍ د علم نيمګړتيا نه شو بللی او نه يې د طبابت او هندسې ماتې بللی شو، همدا ډول نه شو کولی چې په سياست کې د اشخاصو او احزابو ماتې او کړه‌وړه خپله د اسلام او يا په اسلام کې د سياسي نظام پر ماتې تعبير کړو.
په لنډه توګه باید ووایو، چې د «سیاسي اسلام» اصطلاح چې ډېره مکارانه او مغرضانه د فکري جګړې او یرغل په لړ کې رامنځته شوې ده، د لاندې څو موخو لپاره کاریږي:
۱- د اسلامي ټولنو د سکولر کولو لپاره د هڅو په بهیر کې، د اسلام د تحریف او بې‌محتوا کولو په موخه، د اسلام تجزیه کول.
۲- د هغو اسلامي حرکتونو او د اسلامي ویښتابه د جریانونو بې‌اعتباره کول، چې سیاسي کار ته جدي پاملرنه کوي.
۳- د مسلمانانو په ټولنيز ژوندانه کې د الله تعالی د دين حاکمولو لپاره د مبارزې او سياسي جهاد په تړاو مسلمانان په شک کې اچول.
۴- د استعمار د سيطرې پر ضد د مسلمانو ملتونو د جهاد او مقاومت د کمزورۍ لپاره زمینه برابرول.
۵- نړیوالو ته د اسلام ناسم او سرچپه ورپېژندل او په غرب کې د اسلاموفوبیا یا له اسلامه د بې‌ځايه وېرې د بهیر پياوړي کول.
د علمي دقت اصل دا ایجابوي چې د اصطلاحاتو په کارولو کې له احتیاطه کار واخیستل شي او رېښو، تعریفونو، موخو او د هغوی علمي صحت ته لازمه پاملرنه وشي.
والله الموافق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery