مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چم چم

محمود نظری
محمود نظری




دلته هر لوی خاین هم یو لوی افسر دی په چم چم
په افغانی صدرۍ کې هر یو دپردی اګر دی په چم چم
خاینان دلته د ډیموکراسۍ په نوم کيچړی پخوي
هر لوی واکمن هم یو لوی ترهګر دی په چم چم
غله ټول دلته خورا ډیر سپین سترګې سوي دي یاره!
ډ یموکراسي ورته مانا کارپه خپل سر دی په چم چم
هغه چې هم روژې وهي غرمه هم غټې ګولې وهي
هر واکمن د ولس سره کړی هم جبر دی په چم چم
هر یوهم مداري دی هم ننداره چي دی هم جمبوری دی
له رسۍ یې مارجوړ کړی په سیاسي منتردی په چم چم
دډیموکراسی له نامه دلته یوازی لوچکان سمه ګټه اخلي
حق غوښتونکی یې په بمبارد کړی بې سر دی په چم چم
که د دې غلو هر خبره ومنې یا ورته غوږ غوږ سې
هغو له مرداریو، جوړ ځان ته ژیړ نیکر دی په چم چم
یو خاین یووار د بیطار په غیچی سنت کړه غنی!
دیو مخرب خولې لپاره په کار پلستر دی په چم چم
خیر دی که دهرچا ورور دی تکړه سه مه ډاریږه!
دسر زوره سره په کارخامخا یو ټکر دی په چم چم
غله بندیخانو ته واچوه خاینان له دندو لیري کړه
پر سړک د وني لپاره په کار دقانون تبر دی په چم چم
یونظام نه مني باید منفک سي بل قانون نه مني باید بندي
بل دوسیه د غلا لري هر یو ته جوړ خپله قبردی په چم چم
د سرپرستي دوسیه وتړه غله ژر تر ژره محاکمه کړه
کنه ستا مړژواندی هم ټول دا پینه یې ټغر دی په چم چم
د شپاړسو ساعته کار درک دي د سرپرستانو مالومیږي
ځان له غلوپاک کړه بیا دي سم په نورو غرغر دی په چم چم
اګر ( مریی او رذیل)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery