مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر د ګلسستان په نوم د یو وژل سوي کس د قضیې د څیړلو امر کړی

راحیله جواد
د ولسمشر په حکم يو پلاوي په ننګرهار کې د ګلستان په نوم د وژل شوي تن د قضيې څېړنه پيل کړه. د جمهور رئیس حکم له مخې په عدلي او قضايي برخه کې د ولسمشر سلاکار سليمان حامد په مشرۍ يو پلاوي په ننګرهار کې د ګلستان په نوم تن، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير ساتونکو له لوري وژل شوی و،د قضيې څیړنه پيل کړه. په دغه پلاوي کې د ملي امنيت عمومي رياست، کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او د چارو ادارې استازو برخه درلوده . دوی د يادې قضيې څيړنې په موخه د وږي په ۲۷مه ولايت مقام کې د ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان، د دې ولايت د استیناف او ملي امنيت څارنوالۍ او ملي امنيت رئيسانو سره ناسته وکړه. د پلاوي مشر او د ولسمشر سلاکار سليمان حامد وويل،د جمهور رئیس په حکم ننګرهار ته راغلي، څو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالظاهر قدير ساتونکو له لوري د وژل شوي تن قضيه وڅيړي او معلومات يې د وروستيو اجراتو په موخه مرکز سره شريک کړي. نوموړي وويل، چې دوی به په ننګرهار کې د قضيې په اړه له يو شمېر نورو مسئولينو سره هم ناستې تر سره کړي او په دغه برخه کې يې د سرپرست والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د تر سره شوې قضيې په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل او د پلاوي مشر ته یې د يادې قضيې د څیړلو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. د دغه ناستې پر مهال د ننګرهار ملي امنيت رئیس تورنجنرال صبور خان ثابت هم د يادې قضيې او تر سره شوو اجراتو معلومات پلاوي سره شريک کړل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery