مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان ته د کاسا زر پروژې ګټې

بریالی نایاب

 

لکه څنګه چې آټکل شوی چې د کاسا زر  پروژه کې به د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان هیوادونه وتوانیږې چې د سیمې په کچه د بریښنا د سوداګري مارکیټ برابر کړي، کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان له لارې پاکستان هیواد ته ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا ولیږدوي، پدې پروژې سره به د سیمې څلور هیوادونه د خپل منځي ګډو ګټو په اساس سره وتړل شي، دا پروژه کولای شي په سیمه او نړۍ کې د افغانستان نړیوال حیثیت او باور زیات کړي، یاده پروژه به د مرکزي اسیا له قرغزستان او تاجکستان هیوادونو څخه چې د بریښنا د تولید خورا ډیر امکانات په واک کې لري اود اوړي په موسم کې ورته چندان اړتیا نه لیدل کیږي د جنوبي اسیا پاکستان او افغانستان په هیوادونو وپلوري. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اټکلیز لګښت  ۱.۲ میلیارده امریکایی ډالره اټکل شوی. اټکلیز اوږدوالی یې ۷۶۵ کیلومتره اټکل  شوی، ۵۶۲ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې تیریږي. د یادې پروژي په چوکاټ کې به په پلخمري ښار کې د ۳۰۰ میګاواټه بریښنا بک ټو بک سټیشن  ورغول شي. په رغولو سره به یې افغانستان وکولای شي له تاجکستان هیواد څخه د هغه شته ۲۲۰ کیلو ولټه لین له لارې بریښنا وپیري چې له تاجکستان هیواد څخه هیواد ته راغلی. داټکل له مخې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تدارکاتي کارونه چې همدا اوس ترکار لاندې دي د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې به وتړل شي. د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیل کې به د افغانستان د برخې رغنیزې چارې پیل شي. د دې پروژې د پلی کیدو په موخه دوه هندي کمپنۍ چې په شرایطو برابرې دي دامهال د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له سکرتریت او افغان حکومت سره د خبرو اترو په درشل کې دي. چې په نږدې راتلونکي کې به له دوی سره خبرې اترې یوې پایلې ته ورسیږې.
د بریښنا د لیږد دا ستره ملي پروژه کولای شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ټیکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور   زمینه برابره کړي.  پاکستان چې د ګرمي په موسم او افغانستان د ژمي په موسم کې د بریښنا له کموالي سره لاس ګریوان وي له دې لار به وکولای شي خپله د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کړي.
 د دې پروژې په پلي کیدو سرهبه  په سیمه او څلورو هیوادونو کې د غربت مخه ونیول شي. د پلې کیدو په جریان او وروسته له هغه به د زرهاو دندو د پیداکیدو لامل شي، د سیمې اقتصادي چارې به ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو شي او غربت به له منځه یوسي.
په افغانستان کې به یاده پروژه له ۷۰۰ ټولنو  ۲۳ ولسوالیو او (۷) اوو ولایتونو له لارې تیره شي، یاده پروژه به د ۱۵۲۰۰۰ کورنۍ چې د دې پروژې د ۲/۲ کیلومتری کې موقعیت لري، متاثره کورنیو ته به د همدې پروژې پرمټ د ټولنې د ملاتړ د پروګرام ترنامه لاندې، د (۴۰) څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت ټولګټې پروژې د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د خلکو له غوښتنې سره سم پلې شي، ترڅو هغه سیمې او کورنۍ چې د دې پروژې له پلي کیدو څخه متاثره کیږي ورڅخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد دننه د دې پروژې چارې د او افغانستان بریښنا شرکت او اوبو او نرژي وزارت له لوري پرمخ وړل کیږي.
  د دې پروژې د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) مسئولیت د کلیو او پراختیا وزارت پرغاړه لري  او د یاد پروګرام د چمتو کیدو په درشل کیده، دا پروګرام به د ملی پیوستون په څیر په هغو کلیو او بانډو کې پلی کیږي چې د دې پروژې له پلي کیدو څخه متاثره کیږي، د دې پروګرام په چوکاټ کې په پام کې ده چې پلونه، پلچکونه، لارې، د اوبو واړه بندونه، استنادي دیوالونه او د بریښنا وړې پروژې په سیمه کې پلې شي. د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) د هغې ارزونې په پایله کې چمتو او پلې کیږي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه یې د نړیوالو مشورتي کمپنیو پرمټ معلومات راټول او دایې غوره ګڼلې چې باید د دې پروژي ترڅنګ د سیمې خلکوته هم د دې پروژې د پلي کیدو ترڅنګ کار وشي.
په یادو پروژه کې به تر ډیره بریده هڅه وشي ترڅو هغو کلیو او بانډو ته چې دا پروژه ځینې تیریږې ۵۰٪ سلنه د بریښنا د تولید وړې پروژې پلې شي ، د پروژې تر پوښښ لاندې ۷۰٪ سلنه کورنۍ به د ټولینزو اقتصادي پروژو څخه برخمنې شي.
په یادو سیمو کې به تر ډیره بریده مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکي له هماغو سیمو څخه په دندو وګمارل شي ترڅو خلکو ته کاري زمینه برابره شي او د دوي د اقتصادي پراختیا په برخه کې به یو کوچني ګام واخیستل شي، د دې پروژې له اوږدمهاله ګټو څخه په لاسته راتلو سره به په یادو سیمو کې هغه صنعتي او زارعتي شرکتونه چې په اوس وختکې د بریښنا له نشتون سره مخ دي او خپل کارونه په ډیرو ستونزو لګښت سره تر سره کوي له بریښنا څخه برخمن شي.
د یادولو وړ ده چې د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) یوازې په هغو سیمو کې پلی کیږي چې په کومو سیمو کې د کاسا زر پروژه پلې کیږي دا پروګرام لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه د کلیو د بیارغونې آو پراختیا وزارت به یاد پروګرام د ولسی تړون (میثاق شهروندي) ترڅنګ پلی کوي.
د پلان سره به سم د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې  د چارو له پیلیدو وړاندې  په پورتینو ذکر شوو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل او د خلکو د لیوالتیا په جلبولو کې به زیات کار ترسره شي د یادونې وړه ده چې خلکوته به د دې پروژې د ګټو او هغو امکاناتو په هکله چې په سیمه کې به ولګول شي پوره پوهاوی ورکړل شي.
د یادې پروژې په پلي کیدو سره به په سیمه کې سیمه ئیزو وګړو ته په زیات شمیر کاري اوږدمهاله او لنډ مهاله کارونه پیدا شي، هغه پیسې چې د دې پروژي څخه په کلني ډول ترلاسه کیږي شاوخوا ۲ میلیونه ډالره به یې د همدې سیمې د بنسټیزو اقتصادي پروژو په پلي کولو ولګول شي.
داچې له کاسا زر پروژې څخه په کلني آنډول له ۴۵ څخه تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې ګټه تر لاسه کوي که چیرې د بریښنا لیږد له ۶ میاشتو زیات شي کولای شي دا کلنۍ د لیږد حق تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو پورې ورسیږي.
د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۵ ولسمشر محمد اشرف غني په تاجکستان هیواد کې د کاسا زر پروژې د غړو هیوادونو په ګډه ناسته ګډون وکړ نوموړي هلته وویل چې افغانستان غواړي د کاسا زر پروژې له لارې له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۱۶۰۰۰ میګاواټه بریښنا د مرکزي اسیا له  هیوادونو څخه د جنوبي هیوادونو ته ولیږدوي چې دابه د هیواد کلنۍ عاید د ګمرکاتو په کچه برابر کړي.   
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery