مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شهيد اوونۍ ټول ورثه دې يوځل د ملت حق ((حقوق العباد)) بيرته ورکړي چې مړي يې وبښل شي

سيد حسين پاچا

د شهيد اوونۍ ټول ورثه دې يوځل د ملت حق ((حقوق العباد)) بيرته ورکړي چې مړي يې وبښل شي
د شمال ټلواله لا هم د مسعود او نورو په نمانځنه کې د خلکو وينې تويوي

استاد سياف پخپله پوروړی دی، په عُرف و بشريت ((په اساسي و مدني قوانينو کې يو پوروړی د بل پوروړي او يو بندي د بل بندي تضمين او سپارښتنه نه شي کولی، د شنو ډالرو بې تقوی مفتي فتواوې د اعتبار وړ نه دي


القرآن کريم :
قد افلح المؤمنون؛ الذين هم في صلاتهم خاشعون
څښتن تعالی ته په ټولو عباداتو او نمانځنو کې لمونځ غوره عبادت دی. ځکه خو يې تل ټولو اولوا العزمه انبياءاو رسولانو تل پر صبر او لمانځه سره سپارښتنه کړې ده. کله چې په لمانځه کې چې ((لمونځ د مؤمنانو لپاره معراج ګنل شوی)) خشوع او عاجزي ((تواضع)) نه وي هغه لمونځ الله تعالی د منلو وړ نه دی، نو داسې نمايشي يا د ځانښوونې او له غروره ډکې نمانځنې به الله تعالی کله د منلو وړ وي؟

زما سپارښتنه ټولو هغو زورواکيو چارواکيو او د هغوی ورثه وو ته دا ده برابره خبره ده چې ځينې يې لا ژوندي دي او ځينو يې لا وختي خپل پور اداء کړی دی د خپلو ځانونو او د خپلو مړو ورثه وو د راتلونکي سخت حساب له ورځې او سختې محاسبې څخه ځانونه خلاص کړي، نو ښه به دا وي چې خپل او د هغوی دنيوي و اخروي بانکي حسابونه ((اکاونټونه)) تصفيه کړي چې د الله تعالی له محاسبې خلاص شي.

که څوک پخپله او يا د خپلو ورثه وو پر بانکي حساب پوهيږي چې د ملت ((خلکو او بيت المال)) پوروړي دي، نو نن يې ورځ ده چې خپل او د هغوی حسابونه پخپله خوښه تصفيه کړي.

که څوک پوهيږي چې خپله پانګه او عايد يې له حرامو ډک دی او يا يې پانګه ورته له حرامو او د ملت يعنې د خلکو او بيت المال له غصبه پاتې شوې، نو ښه به دا وي چې خپله غاړه او د خپلو مړو شويو د کورنيو د غړو غاړه خلاصه کړي. سترګې پر حرامو پټول او يا حرام ناديده ګڼل دا خپله يوه ګناه ده او تداوم پرې ښه کار نه دی. تداوم پر حرامو او يا حرام ناديده ګڼل او پرې خوښي ((رضايت)) سخت دنيوي واخروي عواقب لري چې هر څوک پرې پوهيږي.

که د چا پر خپلو مړو شويو د کورنيو پر غړو زړه خوږيږي بايد خپله ورپسې له خپله ماله لګښت وکړي نه د ملت له ماله. خپله ورپسې نوافل و تلاوت وکړي. د هغوی دوعا او ورپسې خير وخيرات ((ښېګڼه)) پر دوی حق دی نه پر نورو. البته منحيث يو مسلمان له بل پسې او يا يو بل ته دوعا کولی شي، خو هر څوک بايد په ژوند کې خپله ښېګڼه وکړي. له ځانه مخکې ښېګڼې وليږي او خپل بانکي حساب له ښېګڼو ډک کړي.

دا چې د ځينو زورواکو چارواکيو دنيوي واخروي بانکي حسابونه له ستونزو ډک دي، نو ښه به دا وي چې ژوندي ورثه يې لا نور بانکي حسابونه له ستونزو ډک نه کړي. ځکه د شهيد اوونۍ په نمانځنه کې د بېګانه انسانانو د ښځو او ماشومانو په ګډون روحي و فزيکي زورول کيږي، بلکې لا د ځينو وينې پکې توييږي، نو داسې له وينو توېدو او روحي و فزيکي زورولو او ازارولو او له وسلو، برچو، چاقوکانو او خلکو ته خپل زور ښوولو او لنده غرۍ ډکې نمانځنې به کله د بښنې وړ وي؟

په دې هيله چې د شهيد اوونۍ ورثه له الله تعالی خپل مړو شويو ته د بښنې او نمانځنې لپاره له خشوع او تواضع رويه خپله کړي او خپل لنډه غرو لارو او کوڅو ته له راوتلو منعه کړي. ګوندې الله تعالی پرې ورحميږي او ملت يې له خپلو شخصي حقوقو وبښي. دا چې الله تعالی چا ته د چا حقوق نه بښي، نو حکومت او يا بل هېڅ لوړپوړی چارواکی هڅکله نه شي کولی چې د ملت حق چا ته وبښي.

پاملرنه :
د الله تعالی ځانښوونه او سرزوري نه خوښيږي. د ((ونحن عصبة)) له امله يې د يعقوب عليه السلام زامنو ته له سرزورۍ ((سرتنبه ګۍ)) د سمون ((اصلاح)) لپاره وخت ورکړ چې له خپلې سرزورۍ ((سرتنبه ګۍ)) سم ((اصلاح)) او د تواضع لار خپله کړي. مړي پر الله تعالی پر زور نه بښل کيږي. په دې هيله چې بيا د ټلوالې لنډه غران د شهيد اوونۍ پر پلمه لارو او کوڅو ته له راوتلو او خلکو ته له زور ښوونې ((سرتنبه ګۍ)) نه لاس پر شي، ګوندې الله تعالی پر موږ ټولو ورحميږي.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery