مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جنګ زنده باد !

محمود نظری

که جنګ وي دغلو محاکمه نسته
 د د یموکراسۍ کومه علامه نسته
 هر څه چي کوې کوه یې بې خاره
 د خاین لپاره کومه جریمه نسته
 خاین خپل مل ته وایي دټولو پاچا
 د ولس ورسره کومه دعوه نسته
 زورورغموردی ورته محاکمه نسته
 هغه ته کوم قانون او لایحه نسته
 زورورغویی چي په هر چا غورځي
 په هغه توپير د خلکو او غوېمه نسته
 پردي تر خپلو په کې ډیر حق لري
 هغه ته د مه درنګوه کومه نغمه نسته
 هر خوا ته بې قانوني ده او خرکسي
 د وطنپلور په چای کې توره شمه نسته
 هر سږمور کیدای سي لوی مشر سي
 دلته تولیده دمشرانو د ماغزه نسته
 هر زورور هر کال مخ په لوړه ځي
 دهغو کتل د ښه کارو سې پارچه نسته
 وطن جنګل کې کوم قانون نه چلیږي
 هلته کومه د انسانیت د کړو ذمه نسته
 دهرپردی دا اصلي وطن خپل دی خپل
 پردی خپل دی بیله خپلو په کې میلمه نسته
 نر هغه دی چي یې بهرته ډیره یووړه
 دهغو د حساب کتاب کومه نخښه نسته
 په پوهنتون کې د سقا انځور ځړیږي
 د خرو له دې ډیره بله ښه ثمره نسته
 سکته مارشال په کي نن پاک شهید سو
 د ناروا لپاره په کې هیڅ کومه خانچه نسته
 والي رییس جمهور ته غوره ګوته ورکوي
 د دې کار لپاره د سیاست کومه ووده نسته
 موږ خیټور په دې وطن کې جنګ غواړو
 موږ ته له دې جنګه بل شي کې مزه نسته


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery