مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پچیراګام او چپرهار ولسوالیو کې پیل شوي عملیات د ۹۹ داعشیانو په وژل کېدو پای ته ورسیدل

راحیله جواد

د ننګرهار ولایت په چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د سیلاب څلور،اووم نمبر په نوم عملیات،چې نږدې ۶ میاشتې وړاندې پیل شوي وو،د ۹۹ داعشیانو په وژل کېدو او ۲۱ نور په ټپي کېدو سره پای ته ورسیدل.
د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ پیل شوو عملیاتو کې،چې سرحدي ځواکونو،عامه نظم پولیسو،سیمه ییزو پولیسو،ملي پولیسو او ځآنګړو ځواکونو شتون درلود،په ترڅ کې ۹۹ داعش ووژل شول، ۲۱ نور ټپيان شول،اته شکمن کسان نیول شوي،۷ عرادې وسایط له مخالفینو تر لاسه شول،د داعش دوه قرارګاوې او یوه د وسلو او مهماتو ډیپو د دوی تخریب شوې او لسګونه میله وسلې او مهمات هم د دوی تر لاسه او تخریب شوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery