مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ای خورې!

شفیع (وفا)
ای خورې! نن که د یوچا لور، خور او ترور يې خو سبا د یو چا مور یې خو دا یو څو خبرې مې په غور سره ولوله او ځیر سه ورته دعقل او حکمت په ترازو یې وتله د فکر او سوچ په رڼاکې ځینې پند او عبرت واخله او دیقین په روښانې کې د ګمان تورې پردې ترې لیرې کړه.
ای خورې! ته پوهیږې او ځان پیژنې چې ته څوک یې د څه لپاره پیدا سوې یې او څنګه ژوند باید وکړې دخدای ج او ځان پیژندنې په چاپیریال کې سترګې وغړوه دیقین په آینه کې خپل سیرت او صورت ته ځیر سه او پام کوه ښه او بد، روا او ناروا، ظلم او تجاوز، عدل او انصاف، دوست او دوښمن، ښه او بد ښه وپیژنه په رڼو سترګو یې وګوره چې ستا دحیا او ناموس دوستان ډیردي که دوښمنان ستا خواخوږي ډیر دي که بد خواهان.
ای خورې! کفري نړۍ زیار باسي چې ستا دسره د حيا پړونی لیري کړي او پرځای يې دخپلې شرمیدلې دیموکراسي تاج کښیږدي چې ستا هرڅه په کښې لیلام او بې ارزښته سي ستا بدن لوڅ او بربنډ کړي ستا سترمات کړي او ستا آواز دخلګو ترغوږونو ورسوي.
ای خورې! پام کوه ستا دسر پړونی ستا دپاره سکندري دیوال دي باخبره اوسه که دادیوال خدای ج مه کړه ونړوې نو ستا ټول ژوند او ځواک به لوټ سي دادیوال خو ستا دحرم اوحیا ساتوونکی دی ستا دعفت نګهبان او ستا دناموس محافظ دي. دا ستا لپاره هم په ظاهري لحاظ او هم په باطني لحاظ ډیر ارزسټ لري پام کوه! چي دیته په سپک او ټيټ نظر ونه ګورې ځکه جې دا ستا دهمت تاج دغیرت نښه او داسلامي کلتور نه ماتیدوونکی برج دي.
ای خورې! پام کوه دیوې با ارزښته ملغرې حیثیت لرې خدای ج مه کړه که خپل عزت او حیثت له لاسه ورکړې بیا به ستا قیمت او ارزښت دبیابان له کاڼو نه هم ټیټ وي چې بیا به د یوې ساپی حیثت لرې چې لوښي به درباندې پاکوی.
ای خورې! دحجاب او په هغه پورې اړوند آداب ستا حرم ساتوونکي دحیا او ناموس محافظ او ستا دعزت او سرلوړي ضامن دي دا هغه لوی او نه ماتیدونکی دیوال دی چې ستا د ژوند هرڅه پکښې خوندي او ساتلي دي تا له هر مضر انسان څخه ساتي ستا د نن او سبا ډیر رازونه يې پټ ساتلي دي ته يې دغیرت او شرافت په معنادارو لفظونو کې پوښلې یې. دوښمنان غواړي ستا دحرم کیلي له همدې لارې لاسته راوړي. دعزت دوښمنان اول ستا له سره د حیا پړونی لیري کوي او بیا ستا ښکلا او حیا لیلام کوي دا وحشیان ستا سبا نه ګږري د دوي ستا دنن سره کار دی فقط د یوه ګړۍ لذت او خوشحالی لپاره ستا ټول ژوند بربادوي.
ای خورې! دا هغه شرمیدلي همکاران دي چي د مینې دشربت په نامه تاته د ابدي نیستي او ذلت زهر درکوی د دوی په کتاب او قانون کې د رحم او کرم ټکی نسته دوی د عزتونو لوټماران دي ستا مظلومیت او محرومیت ته نه ګوري فقط د یوي لحظې مصنوعي خوشحالی لپاره ستا له ژوند او بقا سره لوبي کوي دا لیوان او شرمښان ستا لپاره بار اچوي چې بیايې ته تنها وګرځوي دتندي تور اونه پاکیدونکی داغ درته پاته سی دپیغورونو دکتاب لړۍ دي شروع سی ته هرچیرې خواره، ذلیله دحسرت او نااومیدي تراوښکو لاندي دپتو فریادو په اور وسوځې.
ای خورې! دا خلګ دیوه انسان د روح قاتلان نه بلکې دا دیوه پاخه او سرلوړي ملت لوڼې بي عفته کوي دشهوت او فحشا اډې جوړوي بیغرتي ریواجوي دانسان کرامت او بشري نزاکت له بیخه باسي داځنګلی ژوند کوي اودهرچا لپاره ځنګلي قانون خوښوي دوي دهر معناداره لفظ څخه یو بی معنا لفظ جوړوي. لکه څنګه چې دانسانانو دحیا او ابرو غله دي همداسي باایمانه او غیرتي قومونه دنیستی او بربادي ابدي کندې ته غورځوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery