مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ا فغانستان له برښنایي تذ کروڅخه یې د بني اسرائیلوغواجوړه کړه

محمد انور ولید

 

اوس ښه شوه چې د افغانستان ملي هویت هم د بني اسرائیلو د مصنوعي غوا په څېربدلېږي ، هغه غوا چې حضرت صالح (ع) ته الله پاک د نبوي رسالت د نښې په توګه ورکړې وه . صالح (ع) بني اسرائیلو ته امروکړچې له دې غوا سره به کارنه پیدا کوۍ ، ځکه د هغې غوا رنګ د فاني دنیا د نوروغوا ګانوله رنګ سره ځانګړی توپیردرلود . اوخبر داری یې ورکړ چې که چا له دې غوا سره کوم منفي کار پیدا کړاوخیانت یې وکړ، نود الله (ج) له لوري به په لوی عذاب اخته شي . خوبني اسرائیلود حضرت صالح (ع) دا نصیحت ته غوږ ونه نیوه اوهغه یې پټه حلاله کړه اوویې خوړله . خوپرځای یې هغې ته ورته بله غوا د حضرت صالح (ع) د تېرایستلوله پاره پیدا کړه چې له هغې الهي نښې سره یې په رنګ اوونه کې ډېرتوپیردرلود .

د بني اسرائیلوهمغه فتنه د افغانستان له اوسني ملي هویت سره دا لوبه کټ مټ همداسې ده لکه په افغانستان کې ( برښنایي تذکرې ) چې ښایي ځینې پلورل شویو هغوافغانانود سیمه ئیزو یهودیانو څخه دا مشوره د افغان هویت د چورلټ ورکولواوله منځه وړوپه خاطر ورکړې وي . خوخپل عذاب ته متوجه نه دي چې ددوی انجام به د افغانستان د ملي هویت په له منځه وړو کې څه وي ؟ ! ....

خودا څه تصادفي خبره نه ده ، بلکې پردې فتنه ، اوددې هویتي فتنې پرسترا تيژۍ باندې د ببرک کارمل د واکمنۍ پرمهال د ژبنیو ، توکمي اوسمتي تعصباتوکارپیل شوی ؤ ، د کورنیو چارو وزارت د نفوسو د ثبت احوالو په څانګه کې داسې خاص خلک روزل شوي او ځای پرځای شوي چې له همغه وخت څخه را په ایسته یې وخت پروخت خپل ټټود بل ترآس ښه بللی اود خپلو لږکيوآماراوارقام یې د نوروډېرکیوپرآمارواوارقاموپه خپله خوښه سرچپه لوړبللي اوډېرکي یې د لږکیو په پرتله تل لږ بللي دي .

آن تردې چې له همغه وخته یې د پښتنود عام وژنو، ډله ئیزبندي کولو، بمباریو، پرهجرت مجبورولواوپردۍ جګړې یوازې پرپښتنوباندې ورتحمیلولولړۍ د همدې فتنې یوه برخه وه او ده ، ترڅو پښتانه لږ او په نظام کې کمرنګه اوتل بېواکه شي .

دنړیوالې ټولنې پرمهال یې دا (۱۷) کاله کټ مټ د پاکستان په څېرددرواغو رول لوبلولی ، له نړیوالې ټولنې یې ټول امتیازات تر لاسه کړي ، ځکه د نړیوالې ټولنې ترچترلاندې پرټول واک باندې همدې یوې بېلتون پالې کړۍ احتوا کړې وه چې اوس هم یا ځانته واک غواړي ، او یا بېلتون .

د ترورېزم په نوم جګړه له پاکستان ، روسیې ، ایران اوتاجکستان سره په همغږۍ کې پرپښتنو باندې همدغې کړۍ وروتپله او ائتلافي ځواکونو ته یې پرپښتنوسیمو باندې د بمباریوله پاره همدغوکړیوغلط را پورونه ورکول .

خوایران د افغانستان دغربي سیمود اوبواوځینوافغاني برخوخپلولو، پاکستان د افغانستان د شرقې اوبواوډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو، اوروسانوله پښتنوڅخه د خپل غچ اخیستواود ټول افغانستان د بې ثباته کېدو په موخه له دې کړیو سره خپلې منا فقانه مرستې جاري ساتلې دي .

 د افغانستان دښمنان غله ته وایې له دې ځای څخه غلا وکړه ، اودکورڅښتن ته وایي چې غل درغۍ . په دې معنا چې توکم پالونکواوبېلتون پالواوژپ پالوته په درواغود افغانستان د اقوامودنفوسوآماراوارقام د فتنواچولوله پاره وښیي ، دوودرېیوتنو پلورل شویوافغانانوته یې د نشراوډنډورې له پاره د کوم آدرس له لارې وسپاري اوهغوی بیا پردې سره د افغانستان اوسني نظام ته ددې جګړو ځپلې هېواد د تدارکاتي نظام د وروسته پاتې کېدواووخت ورباندې تېرېدوله پاره همدغه ډول چیلک وراچوي . ترڅوافغان چارواکې په خپلمنځي لانجوکې مصروف سره وساتي ، د خپلو اوبو مدیریت ترې ونه شی کولی او قانوني وخت پرې تېرشي اودوی د ټاکنو بله ستونزه په غاړه کې ورواچوي ، خوپه عکس یې ایران او پاکستان په ډاډه زړه د افغانستان له اوبو څخه خوشې ګټه پورته کړي ، او خپل اغزن تارونه پردېورنډ کرښه باندې غځېدلي تکمیل کړي .

 هو ! اصلي خبره همدغه ده . خو افغانان باید هوښیار او دې دواړو توطئیو ته ځیر وي ، ترڅو ایران ، پاکستان ، تاجکستان اوروسیه په خپلو دغو شوموموخوکې بریالي نه شي . افغانان دې په خپل ټول توان خپل ملي هویت او ملي یووالی ثابت او ټینګ وساتي او د همدې نظام ترشا دې ټینګ ودرېږي ، ځکه بل بدیل یې دا مهال نه شته ، د برښنایي تذکرو، ټاکنواو لویې جرګې را غوښتلوټولې هغه توطئیې دي چې سیاسي منافقان د قانون له سؤ تعبیراو سؤ قرائت څخه په استفادې سره د افغانانو پرملي هویت ، ملي یو والي ، ملي ثبات اوملي نظام باندې د بطلان ابدي توره کرښه را کاږي .خو دا ارمان به انشاءالله العزیز ګورته ورسره یوسي . ځکه افغانان اوس پردې توطئیو باندې پوه دي چې دتې کړیو له برښنایي تذکرو او د انتخاباتو له کمیسیون څخه د بني اسرائیلو غوا جوړه کړې ده .         

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery