مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبانو ته بايد يو پرېکنده پيغام او مالتيماتوم ورکړ شي

سيد حسين پاچا

هېواد مشر ته وړانديز :

سوله ييز او شرخوښي سره جلا شي. افغان ومسلمان ته بايد بښنه له متقابل هر اړخيز تضمين سره او د بيرته عادي ژوند ټول شرايط وسهولتونه ورته برابر او هغه چې ځان افغان ومسلمان نه، بلکې د پرديو په چوپړ کې وي بايد باغي اعلان او پر ضد يې بايد سخت پرېکنده قانوني چلند وشي

هغه چې جګړه خوښوي بايد رسمًا له پاکستان نه وغوښتل شي او افغان حکومت ته يې وسپاري. د طالبانو اسلامي مشروعيت د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې مدار د اعتبار نه دی. د قطر پر دفتر هم بايد له سره غور وشي


The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border.

The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

ښاغليه هېواد مشره،
دغه پورته درې څلور بېلګې دا جوتوي چې له جهاد پيره مخکې چې زموږ درې تنه اخوانی، ماويست وستمي - اخوانی ((مرح)) د شهيد داود خان د هغه وخت د مشروع حکومت پر وړاندې يې د بابر په لمسون د بغاوت سر راپورته کړ چې له جهادي پيره رانيولې تر دې دمه يعنې د طالبي، حقاني وداعشي پيره په حقيقت کې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې هېڅ اسلامي صبغه ومشروعيت نه لري. دلته اسلامي موخې نه، بلکې سياسي موخې دي چې د پاکستان څارګره او پوځي اداره يې د سياسي ملايانو او ملکي سياستوالو په بڼه مخته وړي.

تاسې ورته ګورې چې د بوټو له وخته د بابر له وينا نه راواخله تر ضياء، و مشرف او تر ننه پورې د پاکستان څارګري وپوځي واکمنانو هلته د خپل حکومت او دلته بيا د جهاديانو، طالبانو، حقانيانو او د داعشيانو واک پخپل لاس کې لري او هلته يې په کشمير د لښکر طيّبه يا د ننني جماعة الدعوة جلب پخپل واک کې دی. د هېواد د بهرنۍ پالېسۍ او د سخت دريځو جلب ((واګې)) له دوی سره دی.

د بابر موخه اسلامي نه، بلکې سياسي موخه ده او پخپله يې د زړه براس له ښاغلي فرهاد علي خاور سره ايستلی دی. دا يې هغه د تېر جهادي پير اسلامي مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. درست ده چې روسان راغلل او زموږ يو نيم ميليون شهيدان او له دوو ميليونو زيات معيوب يې راپرېښوول چې دا يې ځانته جلا اړخ دی، خو هغه څه چې بابر ويلي او د بوټو اندېښنه يې ځواب کړې ده، نو هغه اسلامي صبغه نه، بلکې سياسي صبغه او موخه ده چې موږ پرې د مذهب پر نوم دوکه وخوړه.

دويم يې بيا د طالبي خوځښت اسلامي مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. دلته چې ګورو دوو تنو لوړپوړو برتانوي چارواکيو د طالبانو له استاذانو سره کتلي او هغوی دوی راهڅولي، نو هغو خو غيرمسلم دي، نو د هغوی له اسلام و جهاد سره څه؟ دلته خو د طالبانو اسلامي مشروعيت او صبغه اصلاً له شرعي پلوه د اعتبار وړ نه ده. د طالبانو استاذان به پوهيږي چې هغه څوک ول او ولې يې دوی غوره کړل؟ دويمه دا چې دوی خو ځانونه افغانان نه، بلکې پاکستانيان بولي، نو د دوی فتوی زموږ لپاره کله مشروعيت لري؟ د دوی فتوی خو د دوی له څارګريو او پوځي ادارو استازيتوب کوي نه له اسلامي اړخه. ځکه خو پاکستان خپلې نيمه پوځي تپل شوې او نااعلان شوې جګړې ته د ملايانو تر پوښښ لاندې دوام ورکړی دی چې لا تر ننه دوام لري. همداسې له ضياء واختر عبدالرحمانه راواخله تر بابر وحميدګل تر شيري رحمان وسرتاج عزيز لا څه ان چې تر عمرانخان پورې ټولو هماغه يوه خبره ده چې افغانستان بايد وسېځل شي.

مولانا محمد خان شيراني چې په حقيقت پوه شوی، نو خپله غاړه يې منحيث يو پښتون ديني عالم خلاصه کړې ده چې پاکستان خپل ښوونيز نصاب کې د جهاد اياتونه هم د الله تعالی د خوشالولو لپاره نه، بلکې د مشر لالا د ډاډمنتيا او خوشالولو لپاره شامل کړل چې خلک د کمونېزم پر ضد جنګ ته چمتو شي.

له دې وروستي کړکېچ وروسته خو خواجه محمد آصف د بهرنيو چارو د وزارت له ليارې روښانه کړه چې موږ ((د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی))، نو طالب خو اوس مطلقې د يو اجير قاتل حکم رانغاړي اود قاتل حکم په مدني وبشري قوانينو او هم په اسلامي ارزښتونو کې روښانه دی چې څه ورسره وشي؟

افغانان له الله تعالی څخه ستاسې د برياليتوب هيله لري او درته دوعا کوي چې الله تعالی مو پخپلو کورنيو او بهرنيو پالېسيو همداسې بريالي لره. زموږ له جهاديانو خو څه پوره نه شوه دا ځکه چې پاکستان ته پته وه چې دوی ټول زموږ پر اخور او دانه لوی شوي او د کمزورتيا ټولې تشې ورته روښانه وې، نو ځکه يې سترګه راڅخه نه سوځېده. تاسې وګورئ چې پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی شل ځلې ورغی او همداسې تش ترې راغی او هېڅ څه يې ترې ترلاسه نه کړل.

هغه څه چې موږ ولس يې له لسيزو راهيسې هيله لرله نه شول ترلاسه کولی، خو نن مو ستاسې د بېساري زحمتونو او خواريو له امله ترلاسه کړل او نن يې عملاً نتېجه په سترګو ګورو.

هېښنده لا دا ده چې جنت خو د دې لرو سياسي اسلامپالو په ښکاره له هر چا ډېر خوښ دی، نو بيا ولې پخپله له دې جنته پر شا کيږي؟ نه خپله راځي، نه يې اولادونه، خو تباه يې د افغانانو بچيان کړل. لږ خو موږ هم بايد پوه شو چې ولې دوی له جنت او له حورو غلمانو يې څنډې ته کيږي؟

په پای کې ستاسې او د ګران سرلوړي افغانستان د تلښېرازه او سوکالۍ په هيله.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery