مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

توره ډیموکراسي

محمود نظری

 

 

 
قصابان چې ډیر سي غویي مردار سي
 چي سلاکاران ډیر سي دولت هم مردار سي
 دناکاره ښځي هره مساله خرواری وي
 په خوړو يي خوار ملت تارو نار سي

 له پاکستانه د مجاهد په کپسول کې پوډر د بدل غله راغله
 پر شین کښت د برید لپاره د مچخو دغوبل حمله راغله
 غلومشرانو خپل وطن د تورلنګي دښمن د مړغټانو جار کړ
 بهرنیو زړه خورینو غلو چې واوریده ټوله په لمانځه راغله
 د هره لوړې خوا غله را مات سول په وطن لکه خړ سیلاب
 ډیر په تراټ او لاس خلاص دټولولو لپاره د ډالر پیسه راغله
 د طالبانو او اوله د وحشت ډکه دباچاهي کشاله چې تیره سوه
 د سقاوی بدتره د توري ډیموکراسي بله ناروا دوره راغله
 اوله سقاوي کې یوازې سپاهي جنرال وهلای سو سم په چپلاغه
 اوس هر ورځ دهر چا لخوا دباچا په چپلاغه وهلو توره څله راغله
 خدایا نور به د ډیموکراسي په نامه په دې وطن لا څه څه کیږي
 په ټولو ملي کارونو کې له پردو سره دلاس ګریوان لانجه راغله
 اوس ټول د جنګ باټکان په جعلي دیپلومونو مسلکي انجیران سول
 اوس دباټګي غلې شورا لپاره ډیره ښه ښنه سیاسي دوره راغله
 خوار او زار مشر يي څو کاله دباچاهي څوکۍ پر شا تړلې وه
 اجراییه بی بي یې د لاپو شاپو په زور پر خره چپه سپره راغله
 اوس یې د یو والی هر ورځ د مقام لپاره وچ وچ زورونه وهي
 په دې خوار وطن دهغه له نارنجی حرکته بده بویه خړسکه راغله
 سبا ته د هر دروند نظاري پياده دلیري کولولپاره یوه فرقه په کار ده
 د یو باټک والي په پورته کیدو ه دمشرپه تندي سړه خوله راغله

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery