مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دا د نبوت پر ادعا د شمال ټلوالې لوډسپيکر او درباري ملا ولې چوپ ((غلي)) دي؟

سيد حسين پاچا

روهي : د عطا يو ملا تړی :
که د نبوت وحې بنده نه وای، نو له مسعود وروسته به عطا ته د پيغمبرۍ وحې شوی وای
د شمال ټلوالې لوډسپيکر او درباري ملا ولې چوپ ((غلي)) دي؟


روهي : د عطا يو ملا تړی :
عطا محمد نور د پېغمبرۍ د وحې وړ کس دی
د عطا په وجود کې داسې وړتيا شته، چې زه باور لرم، که چيرې د نبوت دروازه نه وای  تړل شوی، نو له مسعود وروسته هغه څوک چې وحې به ورته راغلی وای، عطا محمد نور به وای.

د مجاهد په جامه کې له عُقده يې و عقيدوي شرمښه اخر د پېغمبرۍ وړ کس جوړ شو

زما نغوته زوړ درباري ملا او د حراست شورا مشر يا په بله مانا د شمال ټلوالې لوډسپيکر ته ده چې په دې وروستيو کې سعودي په يو رسمي بلنه تللی دی. شيطان ترې هم امان غواړي.

دغه لوډسپيکر او نننی و پرونی درباري ملا چې والد صاحب يې هم په دربارو کې رالوی شوی وو او خپله هم د هجرت په پير د همدغه لوډسپيکر سره په ډله کې وو. دا چې د ښاغلي غني و د شمال نازولي والي ترمينځ د سمون واصلاحاتو پر بنسټ له واکه ليرې شو او دی لا هم خپل ځان والي بولي او هم مرکزي حکومت ته ګواښنې او ګوتڅنډنې کوي او اوس د مارشونو پټکې کوي. آخوا ته نورو مشرانو ته هم سپکې سپورې وايی او بهرنيانو ته لا هم دړکې کوي چې مينځته به نه راځي.

د شمال ټلوالې دغه پر غاړه زورور لوډسپيکر چې ښه ښکلې خنجره هم لري، شيخ الحديث هم دی او د هجرت په ديار کې به يې تل پر ژبه په هره وينا کې ((ظاهرشاه کافر دی))، خو بيا هماغه کافر ته په پښو کې پرېوت. جهادي جذبه يې هم له هر چا زياته وه، ځکه چې دغه هغه وخت د نورو جهادي ډلو په پرتله عربانو ته له ايډيولوژي پلوه لږ زيات ورنژدې وو ان تر دې چې عربانو به عمر ثاني بللو.

د شمال ټلوالې دغه پر غاړه زورور لوډسپيکر به د هجرت په چاپيريال کې په زغرده ويل چې بېطرفه څه؟ بېطرفه يعنې منافق، خو نن منافق نشته، بس يا به کافر وي او يا مسلمان، خو نن يې د مرکزي حکومت او د عطا ترمينځ ځان ګونګ اچولی او بېطرفي يې غوره کړې ده.

زما نيوکه اوس دغه شيخ الحديث ته متوجه ده چې دی اوس د ځان په تړاو څه وايی؟ داسې هم نه ده نوموړي ته به خامخا حق وناحق روښانه وي چې څوک پر حقه او څوک د نارواو پورې نښتی دی؟
که حق وايی، خو سبا ته به بيا د شمال ټلوالې لوډسپيکر نه وي او که نه يې وايی، نو له قرآن وحديثه به څنډې ته کيږي او الله تعالی ته به څه وايی؟

قرآن خو وايی چې حق به نه پټوئ، نو ده به بيا ولې چوپتا يا بېطرفي غوره کړې؟ نو د هجرت په ديار کې يې ولې هغه نورو خلکو ته کافر ويل؟ يوازې ظاهرشاه خو نه، بلکې نور يې هم کافر بلل. اوس خو يې د رسمي بلنې سره عمره هم کړې ده. له څښتن تعالی سره به يې ژمنه هم تازه کړې وي. په دې هيله چې د سعودي په بلنه له عمرې نه د بيرته راګرځېدو سره لږ تر لږه د مرکزي حکومت او د عطا ترمينځ په حق وباطل ((پړ و ناپړ)) کې چوپ پاتې نه شي. خوښه د دواړو يعنې د درباري ملا او د شيخ الحديث چې الله تعالی ورسول صلی الله عليه وسلم اخلي او که د شمال نازولی؟

ګران هېوادوال دې پرې خپل قضاوت وکړي چې موږ په تېر کې يونيم ميليون شهيدان ورکړل او له دوو ميليونو زيات معيوب، خو نن له يو کاذبې جهادي سوړې چې نژدې ټول اتيا سلنه واک هم ورته د بُن په پرېکړه کې د يو ناسم وېش unfair division له امله ورکړ شوی وو، نن يې پايله دا شوه چې کاذب جهادي شخصيتونه يې د نبوت مرتبې ته پورته کړل. نو د دوی او د قاديانانو يا احمديانو ترمينځ توپير په څه کې شو؟ پنجاب خو ځانته پېغمبر لري، خو د شمال ټلواله لکه چې هم ځانونه له پنجابيانو په سيالۍ کې کم نه ګڼي که څنګه؟ د شمال ټلواله اوس بايد د دې وضاحت ورکړې چې دوی دغه الهامه له چا اخېستی؟ دا خو ښکاره له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده. ان تر دې چې زموږ ملي - اخلاقي او د تېر جهادي ارزښتونو سره هم په ټکر کې ده. نوره د هر چا خپله خوښه چې ملاتړ يې کوي او که ځان ترې ساتي؟

په درنښت


عطا: "له لس زره موټرو سره به د شمالي ۱۵ ولايتونو کاروان کابل ته لاړ شي"
http://rohi.af/fullstory.php?id=63507
که د نبوت وحي نه وای بند، نو له مسعود وروسته به عطا ته د پيغمبرۍ وحي شوې وای
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=63271

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery