مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

قومي نغارو کې ځپېدونکی ملي هويت!

وحيدالله مصلح


د کرزي د واکمنۍ په لومړيو کې له کابل نه جلال اباد ته لوړپوړی هيئت راغی، پوهاند شهراني صاحب چې د ولسمشر کرزي مرستيال وو، تور اوږد کوټ او ښايسته لنګوټی يې تړلی وو، په طب پوهنځي کې ورته مونږ محصلين راټول شو او هغه چې خبرې شروع کړې نو پر سټېج يې د تشهد ګوته جيګه کړه او مونږ ته يې چې انګېزه راکوله او تشويقولو يې نو ويې ويل چې شما منحيث افغانستانی... دا لومړی ځل وو چې ما مخامخ له يوه سياستوال او ديني شخصيت نه دغسې نااشنا هويت اورېد، د افغانستان د هويت په يوه پياوړي مرکز کې دې جرائت په راتلونکي کې د هويتي بې باوريو له پروژې پېڅکه لرې کړه، او مونږ وبوږنېدو.
په تاريخي لحاظ د اسلامي هېوادونو پولې او هويتونه ډېر طبيعي وو او قومونو په طبيعي نښو کې يو له بله سره پېژندل. په اسلامي نړۍ کې هويتي ستونزې د استعمار د ژورې دښمنۍ پاتې شوني دي، انګليس او هر استعمار راغی او په اسلامي نړۍ کې يې پولې داسې راښکلې چې د دوی د ګټو د خونديتابه لپاره يې بسته ملتونه په ويشلو جغرافيو کې په ورانو هويتونو کې ورک کړل.
استعمار تل همداسې کوي، شورويانو هم دغه سپکه لوبه وکړه، هم يې خلق او پرچم په ژبني او قومي توپيرونو کې تقسيم کړ او هم يې بيا په پرچم کې ببرک او نجيب په قومي اجنډا کې يو بل ته څملول.
امريکايان راغلل او د بن له همغه نامشروع جرګه ګۍ نه يې د افغانستان واک بې انډوله وويشه، که نه دا څه معنی چې په يويشتمه پېړۍ کې دې حتماً پښتون د حکومت مشري وکړي؟ او دا څه مانا چې د حکومت افقي واک دې ټول يوې جنګي ډلې ته وسپارل شي؟ دا هر څه په ډېره ورانه معامله کې د افغانستان د تضعيف او ويشلي راتلونکي لپاره همداسې شعوري ترسره شول. وروسته بيا د امريکايانو په قوي حضور کې امپريالېزم دومره قومي پړسوبونه رامنځته کړل چې د پرون چپي او راستي انټرناسيونالېستي داعيو په کې د خپلو سرمايو لپاره قومي ټکورونه تودول، او اصلاً د دې تودوخې د غليان وروستی ذوب د ملي هويت وروستۍ کرښه وه.

د پېړيو هويت!
له هغه ورځې چې د افغانستان په نوم قلمرو رامنځته شوی، او بيا چې کله په همدې قلمرو کې اتباع د افغان په نوم مشهور شوي، دا نومَونه ډېره طبيعي وه، د دې هېواد اوسېدونکو په دا ټوله مرحله کې د خپل قومي هويت په ساتلو سره په لويه کې افغان هويت منلی. د دې ګلستان هر قومي ګل جلا رنګ لرلی او دې ټولو رنګونو بيا افغان هويت رنګين ساتلی.
کله چې علامه سيد جمال الدين وطن پرېښود او هغه چې هندوستان، ايران، ترکيې، مصر او اروپا کې ګرځېده نو هغه د يوه مبارز افغان په توګه په خپلو ارمانونو کې لالهانده ګرځېده، سيد جمال د عمر تر پايه له خپل نوم سره افغان ليکه، هغه په نړۍ کې د افغان بيدارګر په نوم پېژندل کېده او د نړۍ اسلامي حرکتونو د همدې افغان ويښوونکي د اسلامي يووالي يا پان اسلامېزم د مبارزې پر غولي خپله اډانه جوړه کړې، د همده له مبارزې په الهام سره د اخوان المسلمين په څېر ستر او نړيوال اسلامي حرکت وپنځېد.
له هغې ورځې چې افغانستان پولې لرلي او حکومت يې کړی، په ټولو بهرنيو او داخلي رسمي سندونو کې افغان د دې هېواد ملي هويت پاتې شوی.

يو پياوړی ملت!
دې ملت چې د ثور تر کودتا وروسته په کومه بې نظمۍ او تالا شوې حکومتولۍ کې ژوند کړی او دې ملت چې په کومو ملوک الطوايفيو کې ځان ملت ساتلی دا د هېوادونو په تاريخ کې کمساری دی، په داخلي جنګونو کې او حتی هغه وخت چې د طالبانو او شمالي اتحاد تر منځ نښتو قومي ناندرۍ جوړولې خو دې قومونو په کې د ملت بېخ و نه واهه، د هېوادله هيڅ سيمې د جدايۍ غږ پورته نه شو، دا که په هغه ورانو جګړو کې د قومونو عزتمن تعامل وو خو هغه جګړه کوونکو هم په کې دا ملي پت په دې حساب نه بې عزته کاوه.
په دا منځ کې چې کله په خواله او نورو رسنيو کې د قومي افتراق او ملي هويت پر ضد غږونه پورته کېږي نو دا غږونه اصلاً د ملت د متن او منځ خبرې نه دي، په افغانستان کې د فاشېزم ټول قومي لړموني د ښار نازولي دي، دوی له خپلو فلسفو سره د کليو صادق او ساده ذهنونه نه شي را پيچلی، دوی په خپلو کليو کې پردي دي. په کليو کې ولس امن غواړي او ډوډۍ غواړي، هغوی په خپل ملي هويت کې اصلاً نه غږېږي دا د هغوی اولويت نه دی.

ګاونډي لاسونه او قومي نغارې!
هغه مهال چې پروېز مشرف د کرزي د واکمنۍ په دويمه دوره کې دلته د پښتنو د حقونو خبره راپورته کړه، او هغه مهال چې په سيمه کې د فارسي ژبو هېوادونو محور د ځانګړو هېوادونو سيمه ييزه فرهنګي حوزه پراخوله نو له دې اټکلېدای شي چې زمونږ ګاونډيان زمونږ د هېواد قومي بحرانونه څنګه ايجادوي او څومره يې پراخوي.
پاکستان دلته د پښتنو د حق خبره کوله او عجيبه ده چې هغوی په هغه افغانستان کې د پښتنو د حق خبره کوي چې د دوی په غصب کړې پښتونخوا کې يې د پښتنو حقونه تاريخي داعيه ده، دوی چې په خپل پاکستان کې پښتانه محروم ساتلي دلته ولې د پښتانه د حق خبره کوي؟ په همدې ډول ايران، تاجېکستان، ازبکېستان او ترکيه زمونږ په هېواد کې د خپلې خوښې وړ قومي اجنډا لري او په همدې اجنډا کې دلته ځانګړي قومندانان حمايه کوي. اوس پوښتنه دا ده چې دا ملکونه ولې دا د يادو قومونو وګړي په خپلو ملکونو کې بې عزته کوي، زمونږ عزيز ملت خو په دې پوهېږي، د دوی پښتون چې په پاکستان کې څومره ټکېدلی او د دوی هزاره، تاجېک او ازبېک چې په ايران کې څومره وهل شوی دا د تاريخ او حال رسوا پېښې دي.
ګاونډۍ ادارې بايد په دې پوه شي چې که دوی هر څومره قومي ځري استخدام کړي خو زمونږ د هېواد تجربې ثابته کړې چې زمونږ د هېواد پښتون، تاجېک، ازبېک او هزاره چې په دا ټوله جنګي موده کې دا ملت ساتلی، نو بيا به يې هم ساتي.

تذکره؛ افغان او اسلام!
اصلاً دا مهمه نه وه چې په تذکره کې افغان او مسلمان نومونه ياد شي، د افغانستان د اتباعو ملي هويت او ديني کټګوري اساسي قانون مشخص کړي، د پخوانيو تذکرو له جملې په ځېنو کې د افغان يادونه شته او په ځېنو کې نه، کله چې په اساسي قانون کې د هويت په اړه بشپړ صراحت شته نو بيا په هر سند کې د ملي هويت يادونه د فوبيا او وارخطايۍ معنی لري، خو کا شکې هغه مهال چې د برېښنايي تذکرو د پيل مرحله وه د پښتنو يو شمېر فاشېستانو په تذکره کې د افغان په يادولو تاکيد نه وای کړی، د دې شر پيل همدې لالهاندو وکړ، دا مسئله ستره شوه او اوس يو هويت په کې د يو شمېر فارسي او پښتو فاشېستانو کشمکش ته پروت دی.
خو له هغې مرحلې وروسته چې په تذکره کې د افغان کليمې سره د اختلاف په ډله کې د ډېريو مخالفت د ملي هويت د نفی په حساب ميداني شو، او دا وايي چې ګنې افغان د پښتانه شناخت دی او ځکه يې د ټول وطن لپاره مردود بولي، اوس نو د حکومت دنده ده چې د دې مريض مخالفت په وړاندې د اساسي قانون ننګه وکړي، دلته مخالفت د تذکرې تخنيکي او ادبي برخه نه ده دا مخالفت د هغه ملي هويت مخالفت دی چې اساسي قانون پرې صراحت لري.
د اوس لپاره ولسمشر بايد د اساسي قانون د مشر ساتونکي په توګه اساسي قانون له ماتېدو وژغوري، په همدې منظر کې په تذکره کې د افغان کليمې يادونه د ملي هويت ساتنه ده.

ملت به خپل ملي هويت ټاکي!
د يويشتمې پېړۍ ولسواکۍ يوه ځانګړنه دا هم ده چې لوی لوی قضيې په کې مجملې تعريف شوي او هره واکمني يې ځانله ځانله تعريفوي، د همدې تعريف په انحراف کې زمونږ هېواد دا څو لسيزې د اور په لمبو کې سوځېږي. په دې ګونګو تعريفونو کې د هېوادونو او ملتونو د خپلواکيو او ولسونو د حق خود اردايت موضوع ګانې هم دي، روسيه زور لري کريميه يې په شرقي اروپا کې بېرته خپله کړه او چين زور لري هانګ کانګ يې اداري واحد دی.
لوی قدرتونه د خپلو واکونو لپاره دغه تعريفونه همداسې مجمل ټاکي او بيا يې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې تعبيروي. دوی د همدې ناقصو تعريفونو په رڼا کې په نورو هېوادونو ګوتې وهي او قومي ځري په قومي انا کې پړسوي،يو پياوړی ملت راپرځوي او دوی ترې خپله برخه تښتوي. په افغانستان کې د هويتي بحران اوسنۍ لوبه همدغسې پردۍ سناريو ده، او زمونږ يون او پدرام په کې خپل نقشونه لوبوي.
اوس مهال بايد د يوه عصري پرمختګ په توګه دا برېښنايي تذکرې له معلوم ملي هويت سره توزېع شي، په دې سره به د ملي هويت مسئله په رسمي ډول يو طرفه شي، دا چې په تذکرو کې قومي هويتونه هم يادېږي نو په دې ډول به په افغانستان کې ايتنيکي فيصدي هم دقيقه شي، او دا چې برېښنايي تذکرې به په ټولټاکنو او ټولپوښتنو کې شفافيت رامنځته کړي نو په دې لحاظ د يوه شفاف زعامت ټاکلو لپاره هم مهمې دي.
په دويم قدم کې کله چې افغانستان په سمه معنا ولسواکي ولري، جنګ ورک شي او سوله او کراري راشي نو بيا که د تذکرو او ملي هويت په څېر قضيو کې د ملت اکثريت ځانګړې رايه ولري نو بيا به په دې اړه ټولپوښتنه کېږي، د ملت هر وګړی به د خپل ملي هويت په اړه رايه ورکوي او په نهايت کې به بيا د اکثريت رايو پر بنسټ پرېکړه کېږي.
ملي هويت کومه مالي طرحه نه ده چې پارلمان دې يې په خپل لانجمن وجود کې بحث پرې وکړي او هوکړې ته دې پرې ورسېږي، ملي هويت لويه وطنۍ قضيه ده، دا د ملت سرنوشت دی او دا د هر افغان وګړي حق دی چې د خپل ځان لپاره د ملي هويت په اړه نظر ورکړي.
د جنګ په حالت کې هلته چې د هېواد په ډېری سيمو کې د بې امنۍ له امله رايه نه شي راټولېدای نو په دغسې يوه ويجاړ افغانستان کې د هويتي بدلون نغارې پردۍ دي او زمونږ د هېواد اولويت نه دی.
سايل صاحب وايي:
چې غم او درد مو دی شريک نو دا جدا ولې يو
د غم په غولي کې خو خلک ځان ځاني نه کوي!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery