مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حقپال (حکمتیار) او د حزب اسلامي د ناقدینوځوانانو ټکرته یوه کتنه

استاذ صاحبزاده مشریقیوال


 ټولو لوستونکو او په ځانګړي ډول د ښاغلي حکمتیار د لیکنو لوستونکو ته به معلومه وي چې د څه وخت راپه دې خوا حکمتیار صاحب په مختلفو مستعارو نومونو لیکل کوي چې په هغو مستعارو نومونو کې یې بعضې مشهور شوي چې یو د هغه رسوا شوو مستعارو نومونو نه هم (حقپال) دی. څو ورځې مخکې ښاغلي حکمتیار صاحب د حقپال په دغه مستعار نوم د (حزب اسلامي او څو تابعته عناصر) د عنوان لاندې لیکنه وکړه چې د هغې په عکس العمل کې د حزب اسلامي یو غټ تعداد متعهدو ځوانانو د یوې اعلامیې په شکل کې شدید غبرګون وښوده چې د اجتماعي تواصل په بعضې صفحو کې دغه اعلامیه نشر هم شوه. داسې برېښي چې دغه لیکنه آخري بهانه شوه خو حقیقت کې د حزب د دغه ناقدینو د ډېر وخت نه زړونه ډک وو. غواړم چې دلته د حزب اسلامي د ناقدینوځوانانو په دغه اعلامیې لنډه رڼا واچوم او د حزب اسلامي د ناقدو ځوانانو هغه اعلامیه هو به هو لوستونکو ته وړاندې کړم :

اول دا چې د ګوتې په شمار د یو څو مخلصو اشخاصو او د ملت د قربانۍ په استثنی د افغانستان موجوده ټول اسلام پال حزبونه بالعموم او د ښاغلي حکمتیار اسلامي حزب بالخصوص د اسلام او اخواني فکر ټول فورمونه، اعتقادات او بنسټیز اقدار د پښو لاندې کړل او د ګاونډیو او عالمي استخباراتي شبکو په لاس مستعمل شو. دغه حزبونه اول د پاکستان او ایران په لاس کې وغورزېدل، بیا د امریکا اوبالعموم د غرب په لاس کې ولوبېده او حکمتیار خو آخر هم د غربي لوبې مهره ثابته شوه او طالب جان خو لا اوس د روس اوچین په لاس کې پرېوته.

په مجموع کې په اسلام پالو کې اخواني مکتب فکر نسبي طور دیموکراتیک مکتب دی او په اسلامي نړۍ کې په اخواني مکتب فکر کې نسبي طور د رايې آزادي شته چې د اخواني مکتب مؤسسینو مصریانواو ترکانو اوحتی پاکستاني اخوانیانو دا ثابته کړې هم ده خو په افغانستان کې دا هر څه برعکس دي. په نوره اسلامي نړۍ کې د اخواني تنظیم مشر د انتخاباتو د لارې ټاکل کېږي او اکثرا دا شوي چې د تنظیم مشر په خپل ژوند د چوکۍ اخوا کېږي او پر ځای یې بل مشر د انتخاباتو د لارې رامنځ ته کېږي. خو د حزب اسلامي مشر حکمتیار صاحب د مهده تر لحده د حزب مشر او د اوسه نه یې د حبیب الرحمن حکمتیار د مشرۍ تابیا نیولې او د نورو مشرانو هم په ژوند د چوکۍ د پرېښودو اراده نشته او چې کوم مړه دي نو زامن یې ځای ناستي دي.

ښاغلي حکمتیار په پېښور کې خپله اجرایئه شوری په ډېر تکبر ړنګه کړه او د شوری اعضاء یې ټول وشړل او پر ځای یې د خپلې خوښې فرمایشي شوری رامنځ ته کړه. انتخابات په حزب کې تش په نوم دي نور ټول د حکمتیار صاحب سرو سترګو ته ګوري او ښاغلی مشر موقفونه د چالاکۍ او تملق پر بنسټ ویشي. د مشر د رايې د استبداد مثالونه بېخي ډېر دي حتی چې مشر په دین کې هم خپله رای تحمیلوي او لا ځان مجتهد بولي. حکمتیار صاحب پر ځای د دې چې د قرآن تفسیر د قرآن او حدیث او نور محدثینو او مفسرینو د خدمت په رڼا کې وکړي پر خپله رايې تفسیر کوي. کله قرآن او حدیث په ټکر کې سره واقع کوي او کله په خوبونو تفسیر کوي او خوامخواه کوشش کوي چې د دغه تفسیر د نورو بېخي بدل وي. د هر قسم سیاسي او علمي ناقد سره کلکه دشمني او کینه ساتي او خپله راي د کاڼي کرښه او رانازل شوې وحي بولي. کمپیوټر خپل استاذ بولي او د اسلامي تاریخ په ډېرو منل شوو محدثینو او مفسرینو له دې امله ملنډې وهي چې هغوی کمپیوټر نه لره حال دا چې د ده په کمپیوټرکې بل څه نه بلکه د همدغه مفسرینو او محدثینو او فقهاو مکتبه شاملة پرته ده.

حکمتیار صاحب په خپل کتاب کې ځان مغلوب فاتح بولي او د بل چا جهاد جهاد نه بولي. ده ته دوستم او حزب وحدت سره هم اتحاد روا دی خو که همدغه خلک د بل چا ترڅنګ ودرېدل نو بیا یې ناروا بولي. که څه هم محللینو او صحافیانو د ده د حال او ماضي ضد او نقیض موقفونه رابرسېره او دی یې په اکثرو مصاحبو کې بې جوابه کړ خو چې څوک ځان پړ نه بولي والله که یې د چا پلار هم پړ کړي. د پاکستان په ارتباط که هر څومره صحافیان کوشش وکړي چې حکمتیار صاحب حقیقت ووايي خو حکمتیار صاحب پر پاکستان نه ورځي او یوه او بله غاړه ترېنه تاوېږي او لا په آخره کې یې د حکومت نه د خپل ځوی یا زوم په پاکستان کې د سفیر کېدو مطالبه هم کړې.

نو زما په اند د دغه ټولو ناخوالو په رڼا کې دا کومه بعیده خبره نه ده چې د حزب اسلامي ښه زړي او مخلص ځوانان نور د ده د خودخواهۍ او د رايې د استبداد نه دوه سپېږمو ته راغلي وي او نوره یې حوصله د لاسه ورکړې وي او لاندې اعلامیه یې په دې امید خوره کړې وي چې که الله یې اصلاح کړي

 دحقپال (حکمتیار) په خپلو ملګرو د تورونو په رد کې د حزب اسلامي د ځوانانو اعلامیه :

مونږ د حزب اسلامي افغانستان ټول متعهدو اسلام پالو او وطندوستو حزبي ورونو د حزب اسلامي د اصلاح په خاطر او د حزب اسلامي د مزید تخریب نه د بچ کېدو په خاطر ډېر کوشش وکړ چې د ماضي ترخه یادونه هېر کړو او د حزب د قیادت په خپلو ملګرو د بدګمانۍ او په مستعارو نومونو پخپله د حزب د تخریب مخه ونیسو او د حزب په قیادت کې د رايې د استبداد ته د پای ټکی کېږدو خو د حزب د قیادت د رواني مشکلاتو او خودسرۍ مونږ آخر دې ته مجبور کړو چې د یو سرخلاصي لیک او میډیا د لارې د حزب اسلامي د قیادت توجه لاندې ټکو ته راوګرځوو:

۱ – دا چې د ښاغلي حقپال (حکمتیار) د (حزب اسلامي او څو تابعته عناصر) د عنوان لاندې لیکنه کې د حزب اسلامي متعهدو ځوانانو ته د اصلاحي تنقید او د رايې د اظهار په وجه څو تابعته لقب ورکول کېږي دا د نوموړي قیادت خام خیالي ده او نوموړي متعهد اشخاص د هیڅ کوم بل حریف او رقیب تنظیم یا ملک سره کومه پټه معاهده او سازش نه لري.

حزب اسلامي د حزب اسلامي د قیادت په شمول د کوم شخص پدري جایداد او ملکیت نه بلکه زمونږ د مبارزې سنګر، د سیاست ډګر، د حیثیت او عزت کور دی پدې هکله د حزب د قیادت داسې وړاندوینه، وهم او بې منطقه شک، او د خپلو مخلصو ملګرو نه وېره په خپله د حزب د قیادت په لاس د حزب د تخریب په معنی دی.

۲ – د حزب په قیادت تنقید باید مخلص، مبارزو او متعهدو حزبي ورونه د حزب اسلامي څخه د بیلېدو او انشعاب په معنی وانخلي خو که په حزب اسلامي کې روغو ارکانو او غړو په حزب کې د دردېدلو او کړېدلو ازموده مبارز حزبي ناقدینو ځوانانو آواز وانه اورېده نو نه دا چې د حزب ډېر مخلص غړي او ځوانان به مایوسه او د مبارزې لاس واخلي او دشمن به د دغه موقعې استفاده وکړي بلکه د واقعي انشعاب او بیلتون پرېکړې به وشي بلکه د حزب اسلامي د قیادت په صحنې کې د راښکاره کېدو سره د ملت ټول امیدونه به خاورو سره خاورې شي.

۳ – که د حزب اسلامي قیادت د نامعقول سیاست، تنګ نظري، خودخواهۍ، بې عدالتۍ، دوه مخیزه او د مجهولې مبارزې، حزبي ورونو سره د استخباراتي چال چلند، د مخلصو نیژدې ملګرو په قیصه کې نه کېدل او بې پروایي، په ټولو اسلامي او ملي مسایلو کې پرېوتی کمزوری او لړزانده دریځ، د حزب د منافعو او هم د اسلامي او ملي ارزښتونو په عوض کې شخصي منافعو ته ترجیح او داسې نور پرېنږدي نو شاید چې نور د یو قاطع اکثریت حزبي ورونو مخکې تګ شاید د حقمل صاحب سره ونشي.

۴ – که د حزب اسلامي قیادت همداسې خپلو ملګرو، حزبي مبارزینو، سیاسي مشرانو، په حزب اسلامي کې وتلو سیاسي او نظامي شخصیتونو او ټول افغان مسلمان مجاهد ملت ته سپک او حقیر نظر کوي او په خپلو لیکنو، مرکو، اعلامیو او نورو نشراتي څرګندونو کې په مختلفو شکلونو کې یرغلونه او نامعقوله طفلانه حملې کوي او خپلو ملګرو ته ستونزې او مشکلات پیدا کوي نو دا قوي امکان شته چې د حزب د هغه ځوانانو او متعهدینو د صبر پیمانه نوره لبرېزه شي او هغو چې د کلونو کلونو مشکلات یې ګاللي او قرباني یې ورکړې او د حزب اسرار یې ساتلي هغه به په ښکاره مخالفت کې ودرېږي اوهغه ټول اسرار او ناخوالې به په جهاني سطحه رابرسېره شي. بیا به اوبه له ورخه تېرې وي ورځ تر بلې به موضوع دومره شدیده او پېچیده شي چې بیا به د طالب او نظار شورا د حزب د قیادت نه هېره شي او ایله به د خپل شخصیت څخه د دفاع او ترمیم په سوچ کې شي. بیا به د داسې رازونو پرده پورته شي چې د قاطع اکثریت حزبي ورونو غوږونه به یې د اورېدو تاب ونه لري .

والسلام علی من اتبع الهدی

* دحزب اسلامي داسلامپالواو هیوادپالو مجاهدینو او متعهدینو لخوا *


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery