مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې د تحکیم لپاره یو منطقي ابتکار

استاد شهاب (نیازی)

 

په افغانستان کې د بهرني اشغال او نا اهله حکومتولې له امله د هیواد امنیتي او سیاسي وضعیت ورځ تر بلې د بحران لوري ته بیول کیږي.
د هیواد په زیاتره برخه کې جنګي عملیات او پرکلیوالو سیمو د امریکایانو بمبارۍ ، افغانستان ته د نویو امریکايي عسکرو د راتګ خبرونه او په داخلي سطحه د حکومتي چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات هغه څه دي چې افغانستان یې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.
وضعیت او شرائط ټول جنګي او راتلونکی مو هم لا په هیواد کې د خونړیو جګړو د شدت شاهدي ورکوي.
په دغسي مایوسه کوونکي وضعیت کې شته داسې خواخوږي چارواکي چې واقعا یې د ولس دردوونکي وضعیت زړه دردوي او په هیواد کې د سولې د تحکیم لپاره صادقانه هلي ځلي کوي.
د دغو سوله خوښو هڅو په جمله کې یې تر ټولو مهمه خبره داده چې هغوی په خپلو سوله ییزو فعالیتونو کې انتقامي روحیه له پامه غورځولې او د هیواد د قضیې له ښکیلو اړخونو سره یې د یوه نوي تعامل له مخې د سولې راوستلو او جګړې ختمولو میدان ته را دانګلي دي.
ځکه همدې انتقام او د انتقام ګیري سیاست زمونږ د ولس ترمنځ خپل منځي اختلافات قوي او د داخلي جګړو فضا رامنځته کړې ده.
که مونږ وغواړو په حقیقي ډول د جګړې د خاتمې لپاره لاره پرانیزو باید ترهرڅه وړاندې پخواني خپل منځي کرکې او نفرتونه هیر او په خپل منځ کې د هم پذیري ، یوبل منلو او متقابل احترام تګلاره غوره کړو.
د سوله ییزتفاهم دغه په زړه پوري انځور په هغې مرکې کې چې طلوع تلویزوني شبکې د طالبانو له یوه مهم لوړ پوړي چارواکي او د هغوی د واکمنۍ د وخت د ماليي له وزیر ملا اغاجان معتصم سره په دې وروستیو کې کړې ډیر ښه انځور شوی دی .
نوموړي په خپلې مرکې کې د سولې د تحکیم د یوه عملي فورمول په توګه د هیواد د ۴۰ کلنې غمیزې ټول ښکیل اړخونه په داسي الفاظو مخاطب کړي چې له امله یې کیدای شي هغوی یو د بل په وړاندې شته کدورتونه هیر او په هیواد کې د نظام جوړونې په یوه میز سره راټول شي.
د فیزیکې مشهورې علمي قاعدې له مخې چې هر عمل عکس العمل لري ، په دې معنی که د نورو په وړاندې ستا برخورد له احترام او درناوي ډک وي نو هرومرو به مقابل لوری هم تاته په متقابل احترام قانع او خبره به دې ورباندې موثره وي.
نورو ته درنای او احترام په اصل کې د هر انسان د شخصي احترام او درناوي محصول دی ، د محترمو او درنو انسانانو په ذاتي شخصیت کې احترام او درناوی نغښتی وی ، ځکه يي کړنې او برخوردونه هم درانه وي .
دریغه زمونږ د هیواد غمیزې ټول ښکیل لوري د دغو سوله ییزو اسلوبو په غوره کولو سره د خپلو هراړ خیزو ستونزو د حل لپاره همدا د متقابل احترام تګلاره غوره او د هغې په وسیله د هیواد څلویښت کلنې اوږدې غمیزې ته د پاي ټکی کیږدي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery