مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نننۍ جګړه

اېمل افغان

 


 د نننۍ جګړې په نوم مقاله د هغو بې ځايه وژل شو افغان ځوانانو روحونوته، د دوی د ارمانونو د پوره کېدو په لارکې د لومړۍ تحفې په ډول وړاندې کوم چې د خپل خواږه اومحبوب هېواد افغانستان او د خپل ګران ملت د رسېدو په لارکې چې لومړی د کورنيو ظالمو مشرانواو بيا بهرنيانو په ګوليو د تاريخ په اوږدوکې ترنن پورې د دوی سينې سورۍ سورۍ شوې اوخپل پاک ارمانونه يې له ځان سره تورو خاورو ته وړي په ډېره مينه وړاندې کوم.
هغوځوانانواوقوم پرورو پښتنوته يې د لومړي زېري په توګه ډالۍ کوم چې تش د سولې غوښتلو په جرم په ظالمانه او وحشيانه جېلونوکې د امريکا اونورو ښکرورو ملکونو د اجنټانو له خوا په رنګارنګ ظلمونو په خپل هېواد کې ځورول کېږي اود خپل هېواد د جوړولود ورځې د را رسېدو په هيله د هغوی هر ډول وحشت، ظلم، تشدد اونارواو په وړاندې په مېړانه او زړورتيا نن مقابله کوي.
هغوخواخوږو اود قوم په درد درمنو پښتنومشرانو په مخ کې يې د دوی له شريفانه او انسانيت پرورانه معاونيتونو اومرستو د لومړۍ ثمرې اونتيجې په دود ږدم چې د هغوی په برکت د افغانستان ملت قدم په قدم د خپل امنيت منزل ته د موخې لپاره نور ورنږدې کېږي اوغواړي دغه ملت ته د نجات يوه روښانه لاره پيدا کړي.
ژوندی دې وي افغانستان، بختور اوبريالي دې وي ټول هغه افغان ځوانان چې د افغانستان له آبادۍ سره نن په خپلو زړونو کې پياوړې مينه لري اوپه دې لارکې عملاً او د زړه له کومې مرسته کوي.
راځم اصلي ټکي ته د افغانستان د ابادۍ اوجګړې د ختمېدو اختر نه يوازې د افغانستان د ټول ملت لپاره به د ټولو يوه لویه خوشحالي وي اوهرکال به د هغه په خوشاليو اومېلوکې برخه اخلو، ځکه د افغانستان ملت هم په خپل هېواد کې د سولې د راوستلو دا اختر خپل هېوادنی اختر بولي او هرکال به د دغه مملکت د ټولو ترخو اوبدوحالاتو او ټولو قومونو زيات مشران په کې انشاء الله له دې وروسته يوه لويه برخه اخلي.
د ننني افغانستان د ابادولو لپاره ترټولو لوړ اوعالي هدفونه هغه څه دي چې له دې وروسته يې زموږ هرسياستوال په خپل ذهن کې د خلکو د پرمختګ لپاره لومړی بايد پيدا کړي چې راتلونکی ژوند اوټاکنې ورپورې اړوند دي چې په نتيجه کې د اسلامي ملتو، منځنۍ آسيا اوپه نتيجه کې د نړۍ د امنيت او ارامۍ دوام اوټېنګېدل هم تر زياتې اندازې ورپورې اړه لري چې دا لوړه موخه د افغانستان د خاورې ابادول اوله دښمنانوڅخه د هغې ګټل دي چې موږ وکولای شو په خپله خاوره کې له دې جګړې وروسته يوڅه د صنعت اوتوليد په برخه کې له هرې خوا چې کېږي رامنځ ته يې کړو او همدارنګه په دغه برخه کې د نړۍ ډېرو پياوړو استعمارچيانو راودانګل مګر په نتيجه کې هغوی ټول ورک شول اوموږ چې د حق او عدالت علمبرداران وو سره ژوندي پاتې يو.
دلته که د افغانستان تېرتاريخ ته يونظر وکړو اوپه ځانګړې توګه په هغه عمل وکړو، ښکاره خبره ده چې هماغه پېښې نن يوځل بيا په دې خاوره کې د کورنيو مشرانو په مرسته د ديموکراسۍ تر بېرغ لاندې د بهرنيو له خوا په افغان ولس يوځل بياعملي کېږي چې هره ورځ پرته له وژنوبل څه موږ د جمهوررئيس سردارمحمد داودخان له حکومت څخه راپه دېخوا په دې خاوره کې ونه ليدل.
دا ټول اوس هغه ناوړه واقعات اومرګونې پېښې دي چې بالاخره په موږکې يې هم څه ناڅه کمزوري اودرز راوستې اونه شوکولای چې له دې کمزوري حکومت څخه چې په سرکې يې امريکا اوانګلستان ولاړدي اود پردې پرمخ راته دوه ډاکټران ښاغلی محمد اشرف غني اوعبدالله عبدالله ځانونه ښکاره کوي ځان خلاص کړو او پرځای يې يوپياوړی اوملت ته د منلو وړحکومت د د ښمن په وړاندې رامنځ ته کړو.
د استعمار هغه ښاماران چې نيمايي نړۍ يې د خپل استعمارپه پياوړې خوله کې نن په افغانستان کې ټينګه نيولې ده له ۲۰۰۲م.کال څخه راپه دې خوايې په دغه خاوره کې خپل حکومت تش په نامه پيل کړی چې واک اوځواک ټول نن د همدوی په ولکه کې دی اوبې ځايه ورسره افغان ولس وژل کېږي، ځکه هغه پياوړي کارونه چې نن افغان حکومت ورته اړتيا لري اوغواړي د جګړې ټغر په دې خاوره کې له دې وروسته د دې کارونو په عملي کولو ټول کړي پر هغه دې مشرانو چندان غوږ ونه ګرولو.
په افغانستان کې که موجوده بهرنيان اوکورني مشران وغواړي چې جګړه ختمه او پرځای يې سوله حاکمه شي فکر کوم په دوه ساعتونو کې د دې امکان شته چې په دې خاوره کې سوله راشي اوله هېواد څخه نور د جګړې لمنه ټوله شي ولې په سمه توګه دغه افغان دښمنه هېوادونه دا کار نه کوي اونه غواړي چې د افغانستان د حکومت پرمخالفينو پياوړې وسلې اوپيسې بندې کړي نو همدا علتونه دي چې له يوې خوا په افغانستان کې بېکاري زياته ده اوله بلې خوا جګړه خپل اوج ته رسېدلې چې نه شوکولای په دې خاوره کې له دې وروسته يوه سالمه اداره د دې څېرو په موجوديت کې جوړه او ولس ته يې وړاندې کړو.
د استعمار هغه ډله چې نيمايې نړۍ يې د خپل استعمار په پياوړو منګلو کې نن په افغانستان کې ټينګه کړې ده اوله امريکا څخه په آسيا په ځانګړې توګه په افغانستان حکومت کوي چې د دغه هېواد شپږ ويشت ميليونه نفوس يې تر خپلو منګولو لاندې محکوم کړ او زموږ ملک افغانستان ته يې غاړه راغځولې د تورې په ډګر کې خو بيا افغانان د بل هېواد په لمسون په ځانګړې توګه د پاکستان اوسيمې د هېوادونو په لار ښوونه له هېچا څخه وروسته نه دي پاتې شوي اوداځل يې هم دغو تجاوزګرانو ته داسې ګذارونه په خپله خاوره کې ورکړي چې تر ډېرې مودې د سربدله اوليونو په ډول نه پوهېږي چې څه وکړي اکثره يې له ۲۰۱۵م.کال څخه راپه دې خوا له افغانستان څخه ووتل او دايې له ځان سره پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د امريکا، انګلستان اوپاکستان دوه مخې جګړه ده موږ نه شوکولای چې بې ځایه خپل عسکر مړه کړو اويا ترلوړو مصارفاتولاندې راشو دلته ستونزمنه خبره ده چې د امريکا په مشرۍ دې يوسالم نظام اوسالم خلک واک ته ورسېږي.
د ولسمشر حامدکرزي د حکومت له پېلېدوڅخه را په دې خوا له پښتنو سره له تشې تورې نه پرته د ژوندانه د ساتلو نور وسائل د علم اوپوهې نه وو، جګړه مو په سيمه کې د بهرنيو له خوا حاکمه وه، ځوانان مو بې زده کړې پاتې شول، اقتصاد مو خراب شو، فرهنګ مو د بل په لاس کې ولوېده، سياسي رشد موکمزوری شواو هغوکلونوکې جګړې اومجادلو د خارجي استعمارچيانو سره مو د خپل ملک اوخپلې مقدسې خاورې د آزادۍ اوتمامیت په لاره کې زموږ اقتصادي وضعيت ډېر وران کړی دی اوخوارۍ اوفقرمو ملاکږه کړې ده، علاوه له دې د کورنيو ترمنځ مو يوله بل سره مخالفت اوجنګ جګړو هم زموږ د ملي وحدت حکومت چې په راز کې ښاغلی محمداشرف غني اوعبدالله عبدالله دي ستنې کږې کړې دي.
د تاريخ په اوږدوکې بهرنيواستعمارچيانود تل لپاره د افغانستان له بدې سياسي اوضاع نه ګټه پورته کړې اود پښتنو په سيموکې يې په رنګارنګ دسيسو اوفريب کاريوکارونه پيل کړي اوبالاخره يې په افغانستان کې د مغلو له سياست څخه چې د نفاق اودښمنۍ اچول ووکار واخيست او سره بيل يې کړل اوحکومت په کې کوي، چې د دغه ناوړه سياست په وسيله يې وکړای شول ورو ورو اوقدم په قدم د پښتنو په سيموکې وړاندې تګ وکړي چې دغه جګړه ټوله په لوی ننګرهار او بيا په لوی کندهار، هلمند اونورو ولايتونوکې حاکمه شوه چې ځوانان وزګار پاتې شول بالاخره دې ته اړ شول چې ټوپک په اوږه کړي اوله طالب سره د خپلو ستونزو د هواري لپاره لاس يوکړي.
دا هغه ناروا اوظالمانه کړنې دي چې دې خلکو په پښتنوباندې وکړې او دغه قوم چې د افغانستان يولوی او په تاريخ کې يو پياوړی قوم دی چې تقريبا د هېواد ۷۰ سلنه جوړه وي له داسې مرګونې ستونزې سره په دې دوره کې لاس اوګريوان کړي دي چې هرې خوا ته ګوري د خلاصي لاريې نه شته چې څنګه له دې راغلي ښامارڅخه ځان په خپله خاوره کې خلاص کړي.
د خپلې خاورې اوخپل ملت د ابادۍ لپاره نن چې څومره موږ فکر کوو، پکارده يوه ملي اونړيواله ستراتېژي جوړه کړو، بېکاره څېرې د هېواد له سياست څخه لرې کړو، د استعمار اومداخله ګرو په وړاندې په مبارزه لاس پورې کړو، د غلو اوخاينينو په وړاندې بايد جدي عکس العمل وښيو، د بېلتون اوتفرقې اچولو سياست په هېوادکې له پامه وغورځوو، عاملينوته يې په عمري قيد اوبند سزا ورکړو، ترڅو په دې خاوره کې د جګړې په ځای سوله د پياوړېدو په حال کې شي، همدارنګه جنګسالاران د حکومت له لوړو چوکيوڅخه وغورځول شي ځای يې هغه چاته په واک کې ورکړل شي چې هغه د دې وړتيا او اهليت ولري.
دا هغه خبرې دي که عملي بڼه خپله کړي موږ به وکولای شو د خپل همدغه مرکز د مشر په امر اولارښوونې سره د بهرنيو دښمنانو په مخ کې ښه په نره ودرېږو او هغوی ته به موتل د افغانستان د خيانت په وړاندې ځواب ورکړی وي.
د افغانستان د ابادۍ او رسېدو لپاره په کاره ده چې موږ په يوقابليت اوپروګرام باندې کار وکړو، ټول ولس د سياست، کارد پيداکېدو او زور له لارې په يوه ملي مرکز کې راغونډ کړو او د خپل همدغه مرکز په امر اوهدايت د خارجي دښمنانو په مخ کې بيا ودرېږو د هغوخلکو په وړاندې کوم چې نه غواړي په افغانستان کې واقعي سوله حاکمه شي، ترڅو وکولای شو هغوی له صحنې څخه د سولې په وړاندې لرې اوسوله کاميابه کړو.
که چېرته موږ په خپله خاوره کې په منظمه توګه صنعت، پرمختګ اوسولې ته په پياوړې توګه حرکت ورکړو، د بهرنيو اشغالګرو په وړاندې په عين حال کې چې د افغانستان په محکوموسيمو او دفترونوکې د پخوا په شان د استعمارچيانو په وړاندې مسلح مقاومت ته دوام ورکوي په منظمه اوحزبي مجادله پيل وکړو اوپه دې ډول به بهرنۍ لاسوهنې کمې شي اودغه ډلې به مجبورې شي چې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي اوموږ به دې ته اړشوچې له دې وروسته د حکومت په جوړولو لاس پورې کړو او ملت به نور له بې ځايه وينوتويولوڅخه خلاص شي.
له ۲۰۰۲م.کال څخه راپه دې خوا افغانستان ته د بهرنيوپه ځانګړې توګه د امريکايانو راننوتل هغه څه وه چې مصارفات وشول، په هېواد کې څه ناڅه د ابادۍ کارونه وشول ولې سولې ورسره خپل ځای ونه نيولوجګړې نورهم زور واخيست، اداري فساد په ډېره لوړه پيمانه په دولتي اداروکې مروج شو، هغه څه ونه شول کوم چې د ولس هيله وه اونه هم اوس دوی غواړي چې وروسته له دې له ټول افغانستان څخه د خپلو پوځيانو پښې سپکې کړي او ووزي بالاخره دا هغه څه دي چې دې خلکو موږ ته په ميراث پرېښي دي اوتل موږ د دې جګړې ښکارکېږو.
هرهغه هېوادونه چې هغه د افغانستان په زيان د مذهب، دين اوملت له پلوه دلته کارکوي اونه غواړي چې په دغه هېواد کې دې سوله پياده شي فکرنه کوم که دوی په دې پاليسي سره په دې ځای کې کامياب او برلاسي شي، ځکه افغانستان يو مسلمان اومذهبي هېواد دی دلته دین اوملت ته قومونه په ډېر لوړ ارزښت قايل دي اوبل دا يوه اسلامي ټولنه ده او اسلام د دوی ميراث دی هېڅکله نه غواړي چې هغه له لاسه ورکړي همدغه علتونه دي چې هرتېري کوونکي په دې خاوره يرغل کړی بيا له ډېرې لوړې ماتې اومصارفاتوسره مخ شوی دی اودې ته اړشوی چې له دې خاورې څخه لاړ شي.
له بل پلوه د پاک خدای په فضل افغان ملت هغه ژوندی اوپياوړی قوم دی، داسې ژوندی چې د خپلو فردي اوملي حقوقو، د خپلې ازادۍ اود خپل ملک د تماميت د ساتلو لپاره پوره توان اواستعداد لري اوتل يې په خپل دې زور او ځواک سره دښمن په ګونډو کړی دی، ولې له سوبې وروسته بيا دوی له فشارونو، تاوانونو اومرګونې لوبې سره د تاريخ په اوږدو کې لاس اوګريوان شوي اود پرمختګ او ابادۍ له پلوه چې هېواد وروسته پاتې شوی د هغه خو له سره محاسبه نه ده شوې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery