مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نیمروز ولایت بزګران:که تر لسو ورځو پورې د اوبو ستونزه حل نه شي، له ملیونونو تاوان سره به مخ شو.

راحیله جواد
د نیمروز ولایت بزګران له تېرې یوې میاشتې راهیسې د اوبو له نشتون څخه سر ټکوي او وايي، که لس ورځې نور هم دغه ستونزه وغځیږي، له ملیونونو تاوان سره سره به یو ناورین را منځته شي. دوی وايي، کوم څه یې چې لرل، په کښت یې لګولي دي، چې اوس یې د ګټې پر ځای له تاوان سره مخ کیدونکي دي.
نن لسګونه بزګران د دغه ولایت په کرنې ریاست کې راټول شوي وو او د اوبو د ستونزې د هواري غوښتنه یې کوله. دوی وايي، چې نیمروز ته دې له هلمند ولایت څخه څه موده اوبه راپرېښودل شي، څو کښتونه یې له سوځېدو څخه وژغورل شي.
له دغو بزګرانو څخه یې یو تن وايي، چې څو ځله یې دغه ستونزه د والي په شمول له یو شمېر چارواکو سره شریکه کړې ده، خو په وینا یې، چې لا هم له هواري پرته پاتې ده.
د دغه ولایت مرستیال والي سردار محمد همدرد د بزګرانو د ستونزې په تړاو و ویل، چې د هلمند ولایتي ادارې سره یې څو ځل دا ستونزه شریکه کړې ده او دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال یې د اوبو د ستونزې پر هواري زیات ټینګار کړی دی، خو په خبره یې، چې روان کال د اوبو کمښت نه یوازې نیمروز؛ بلکې د هلمند وګړي هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي
نوموړي له دې سره سره د اوبو نشتون یوه عامه ستونزه وګڼله، چې د نیمروز په شمول د هلمند خلک هم ترې سر ټکوي.
د ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر او معاون محمد صدیق چخانسوري و ویل، چې نه یوازې په ولایتي؛ بلکې پر مرکزي ادارې، اوبو لګولو وزارت او ولسمشر باندې غږ کوي، څو د نیمروز ولایت د خلکو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د نه هواري په صورت کې به یوه لویه فاجعه را منځ ته شي.
نیمروز ولایت چې د شاړو ځمکو سره سره د اوبو له نشتون سره مخ دی، بزګران یې د ناهیلۍ احساس کوي او خپلو کښتونو او خوراکي غلو ته په اندېښنه کې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery