مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلته چلیږي لوچک یا پوچک سیاست

محمود نظری

 

 

اوس ځینې کارمندان پوچک او ځیني کوي لوچک سیاست
د هوا په اساس ځان عیاروي کوي ټوله غلچک خباست
هغه چې د کوم لوړ مقام او منصب ذره لیاقت نه لري
دپاته کیدو لپاره که څه دولت ته ذره صداقت نه لري
کوټکوټاس کوي لکه بسمل چرګ ځان دیو بل دیواله وهي
خپلي بڼکې شکوي پورته پورته غورځي او دغرتو نغاره ډنګوي
که ورته ووایې چې په ځای پاته یې یا لوړ مقام ته په هواکیږې
بیا لکه سره سوپره بیزو هر مردارو خوړو ته بداروا کیږې
***
یوه مور لورته کوئ دسیاست بنچک نصیحت
ول د خپل خسر ګنئ کوه لکه دچکمک عزت
اولي ورځي خسر ګنی ته غوړمېچک سلام کوه
ټولو لویانو او کوچنیانوته غوړلچک احترام کوه

هره ورځ نوی فیشن او د تعجب موډ کوه
خبری د پلار د کورد موټر، تب او کموډ کوه
ناوی چې د زوم کره ولاړه او هغه ته واده سوه
له اصل څخه ډیره دسیاست هوده سوه

له موډه یې له شپې په سترګو کړې تورې اینکې
ولاړه به سوه له احترامه کښ ته ان د چپلکې
هر یوه ته یې اچوه لوړ او غوړ عسکري سلام
راتلو نکي هر میلمه ته ولاړیده په سیاسي خرام

اخیر راغله له وره د زوم د کور توره پیشو
هغه لکه مینځه ژر ورته ودریله په دوو پښو
غوړ سلام یې واچوئ تورې مورې پیشو ګۍ ته
هغې شوخي ورانکارې موږک نه نیونکی بد رګۍ ته

ناوې په اوله شپه ولویدله له لسو دولسو زینو
په تورو دودي اینکو کې په تیاره کې په ښه نه لیدو
هم ګوډه سوه هم سبب سوه د تولو دملنډو اوخندا
ځکه کوئ یې د سپيني ورځي سیاست په تیاره بیګا
***
اوس میړه له جنګرې ویریږي او غوړه ماله يې خوښیږي
دنورو یې بلا ورپسې ښه سیاست دلته دغسې کیږي
دې توکرۍ کې ورستې ټولې هګۍ سوي دي سرک
سمي وطني هګۍ ټولو مقامو نو ته سوي دي پچک
بنچک (اصل)؛ لچک (ناز)،

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery