مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دوه مخيو، دروغژنو او د نامسلمانو خواخوږي چاته ګټه نه کوي

سيد حسين پاچا

د پاکستان مشرانو جرګې په ځواب کې :

د لال (سره) جومات او د جامعه حفصه پېښه له ارچي زياته وه. د مشرانو جرګه او سناتور مولانا عطاء الرحمان دې دا هم ووايی چې مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق او بيت الله محسود د عملياتو پر شپه چيرته ول؟

ايا تاسې به څښتن تعالی وبښي؟ ولې د خپل جومات، عالم او د خپلو طالبانو وطالباتو وژنه تاسې ته ګناه نه ښکاري، که څنګه؟ پيشو د خدای د رضا لپاره موږک نه نيسي. غيرمسلمو هم په دروغو کې وپېژندلئ. د ارچي د پېښې ريښه هم تاسې ته منسوبيږي چې له مذهبه ناوړه ګټه اخېستل کيږي او د بېګناه کسانو د مرګ سبب کيږي


ښاغلی مولانا عطاء الرحمان،
څېړنه خو وايی چې ۱۰۳ تنه وژل شوي وو چې له څلور کلنۍ نه واخله تر شل کلنۍ پورې نجونې پکې وې. دې عملياتو خو تر ۳۵ ساعته وخت ونيوه. د اټکل له مخې نژدې تر ۲۰۰۰ کسانو هلته لمونځ کولو، خو د ديکتاتور مشرف د حراميتوب ښکار شول. د مشرف په دې چلبازه لوبه جمعيت العلماء دواړه ډلې او د طالبانو ډله هم ورسره شريکه ده، ځکه چې د حامد مير پر خبره مشران يې د عملياتو پر شپه د پارلمان ماڼۍ ته مخامخ په جي بلاک کې ول.
103 people killed in Lal Masjid operation: report

د ملا محمد عمر او بن لادن په اړه د پاکستاني خبريال حامد مير انګيرنه
Hamid Mir confessed how he met Osama Bin Laden and Mullah Omar
https://www.youtube.com/watch?v=_Lz_LZ1tgiQ

ښاغليه ،
مشرف خو د آغلې عافيه صديقې سره هم ټګي کړې ده چې تاسې سياسي ملايان (اسلامپال ډلې) هم ورسره په دغه لوبه کې شريک ياست. ولې د آغلې صديقې له کورنۍ سره خواخوږي نه کوئ؟

تاسې ولې د لال جومات له امامانو مولانا عبدالرشيد ومولانا عبدالعزيز له کورنيو او هم د هغه حافظانو و حافظاتو له کورنيو سره خواخوږي نه کوئ؟

ښاغليه ،
تاسې ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ او له هغو کورنيو سره خواخوږي و ملاتړ نه ښيئ چې د کورنيو ۳۳۰۰۰ غړي يې د پنجابي پوځ و څارګرې ادارې له لورې تری تم شوي دي او په لسګونو زره يې وژل شوي دي؟ تاسې ولې د وزيرستان له خلکو سره خواخوږي نه کوئ چې سرومال يې د پنجابي ظالم پوځ له لورې لوټ شو او همداسې د بلوڅانو او هزاره وو ملاتړ ولې نه کوئ؟ هغه مړي خو يې ورکړئ، تاسې خو خپل مړي هم پر خلکو خرڅوئ، ولې د هغې غم نه خورئ؟

تاسې ولې د لروبر له ټولو هغو کسانو سره خواخوږي نه ښيئ چې د کورنۍ غړي يې د طالبانو او داعشيانو له لاسه وژل شوي دي؟ ښوونځي، جوماتونه او کلينيکونه سوځول شوي دي؟ تاسې ولې له هغه کورنيو سره خواخوږي نه کوئ چې خپل خپلوان يې طالبانو حلال کړي دي، په جوماتونو کې پر عبادت وژل شوي دي، قرآنکريمونه سوځول شوي او د باروتو خوراک شوي دي؟ د لال جومات او هغه جوماتونه چې د طالبانو او داعشيانو په بمي حملو کې زيانمن شوي هغه درته لکه چې جوماتونه نه ښکاري؟ ښوونځي او په ښوونځيو کې چې کتابونه وقرانکريمونه سېځل شوي هغه ولې له پامه غورځوئ؟

ښاغليه ،
تاسې خو له خپلو دواړو مشرانو مولانا فضل الرحمان و مولانا سميع الحق هم وپوښتئ چې برتانوي ديپلوماتو ورته څه ويلي وو ؟

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

قاضي حسين احمد :
د امريکا ته : زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

ښاغليه،
نن تاسې بې ايمانه، ايمان پلورو، بېغيرته او دروغژن د طالبانو ملاتړ کوئ، ولې مو د طالبانو د پرځولو لپاره امريکا ته خپل څلور هوايي ډګره او خپل درېواړه ((هوايي، بحري و زمکنی)) حريمه په واک کې ورکړي ول؟ دا مو لله فی الله ورکړي وو او که د يو څه په بدل کې؟

تاسې ولې له خواجه آصف نه پوښتئ چې د بل لپاره مو جعلي جهاد کړی دی؟

د الله تعالی په قهر ککړ شئ! بې ايمانو، بېوجدانو او ايمان پلورو چې هېڅ ډول اصولو او کړنلارو ته پابند نه ياست. د الله تعالی لعنت دې پر تاسې ايمان پلورو وي! دا تاسې ته د سخت شرم خبره ده چې تاسې د داسې يو هندي الاصله مهاجر و نظامي ديکتاتور له ظلمونو او دروغو ننګه ګوئ چې پرېښتې پرې شرميږي، له ويرې تښتېدلی چې امريکا و برتانيا خو يې نه پرېږدي او ځان يې د عربو لمن ته ورغورځولی دی چې له حساب ورکونې يې وژغوري. لروبر چې هر څوک مري تاسې يې ذمه وار ياست.

په درنښت


د پاکستان مشرانو جرګې په يوه خوله د ارچي پېښه وغندله
http://www.taand.com/archives/106179
07-008- Jamia Hafsa Aur lal Masjad By Dr. Israr Ahmed
https://www.youtube.com/watch?v=k7HdGmnqurQ
Dr. Israr Ahmed - Lal Masjid - Dr. Israr Ahmed 1-01.mp4
https://www.youtube.com/watch?v=gRQAY_z1uKU

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery