مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اپریل اتمه، د پېښور غونډه او د ردالفساد لاریون

سرلوڅ مرادزی

 د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اپریل په اتمه، د پېښور غونډې ته وویل«د پاکستان پوځ په قبایلو کې د ردالفساد عملیات وکړل، خو دوی به د ردالفساد لاریون کوي» ده زیاته کړه همداراز د پاکستان پوځ سوات کې د راحت نجات په نوم عملیات وکړل، خو دوی به د راحت نجات په نوم مظاهرې وکړي.
د ردالفساد لاریون او د راحت نجات په نوم له مظاهرې څخه د منظور پښتین موخه دا ده، ووايی پاکستاني پوځ چې د ردالفساد په نوم کوم عملیات کړی، هغو کې ترهګر نه دي ځپل شوی، بلکې د ترهګرو پرځای پښتون وژل شوي، پښتون سپک شوی، پښتون بې کوره شوي او لادرکه شوي دي. د ترهګرو د ځپلو په نوم دغه عملیات، په حقیقت کې د قبایلو په سیمه کې د پاکستاني او پنجابي پوځيانو د ځای پرځای کولو لپاره تر سره شوي. د دغه عملیاتو په پلمه پنجابي پوځ ځان د ډیورنډکرښې ته رسولی او وروسته يي د ډیورنډ پر کرښه د دروازو، اغزن سیمونو اوکټارو کار پیل کړ. همدا راز په سوات کې د راحت نجات عملیات د سواتیانو د نجات او ژغورلو لپاره نه دي ترسره شوي، بلکې د راحت په نوم د سوات ولسونه ناراحته شوي او د ترهګرو د بلا په خوله کې ورکړل شوي دي، نو ځکه پښتین وايي پښتانه اړشوي چې د پاکستاني پوځ د دغه درواغجنو عملیاتو په وړاندې لاریون کوي او لاریون ته د اسلام ابد د فساد پر وړاندې د ردالفساد نوم ورکوي.
د پېښور غونډه کې د اسلام اباد له واکمنو څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانۍ غوښتنې لکه په قبایلو کې د ګرځبندیز ختمول، د ښخ شویو ماینونو پاکول، د قبایلو ورک شوي ځوانان خوشې کول او په ولسي سیمو کې د پوځي عملیانو بندول، یو ځل بیا په څرګنده او ټینګار سره تکرار شول.
پښتین وايی پښتانه یوخوا د پاکستاني پوځ او بلخوا د ترهګرو منځ کې د یوه پلان له مخې راګیر شوي او له دواړو لورو ځپل کیږي، نوموړی زیاتوي ترهګرو ته د پاکستاني پوځ او استخباراتو په مرکزونو کې ځای ورکړل شوی او هلته خوندي دي.
پښتین وايي موږ د هغه چا په وړاندې په ښکاره ولاړ یوو چې پښتنو سره بې انصافي کوي او له عدالت سترګې پټوي که دا ښه یا بد طالب یادیږي، ISI ،MI ، د پاکستان پوځ او یا د امن په نوم کمیټه وي!
هغه زیاتوي که د ISI او MI نوم اخیستل مخکې ګنا وه او چا له ډاره نه شو اخیستلای، نن يی په ډاګه نوم درته اخلم او په اخیستلو يی ویاړ کوم.
په دې توګه منظور پښتین هغه زړور پښتون دی چې په پاکستان کې يي د ISI په وړاندې د خلکو د ډار تعویز څیرې کړ او نوموړی سازمان او پوځ يي نیغ په نیغه د دارالفساد جونګړه وبلله.
پښتین د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل د بې انصافیو، بې عدالتیو او ظلمونو په وړاندې چوپتیا او بېغوري د پښتنو لوی دوښمن دی. پښتون نور د چوپتیا ډار او وېره ماتوي او د ظلمونو په وړاندې له چوپتیا راوځي، خپل حق غواړي او ښه په ډاګه او نره يي غواړي. همدا راز نوموړي د پښتنو بېسوادۍ او بې اتفاقۍ ته ګوته ونیوله او هغه يي هم د پښتنو لوی او ستر دوښمنان وګڼل.
هغه زیاتوي عدالت ته د شهید نقیب مسید د قاتل، د کراچۍ د پولیسو د محلي قومندان راوانورد سپارلو وروسته باید د پښتنو د قتل په تور«د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف او د پاکستاني طالبانو یو مشر احسان الله احسان هم محاکمه شي»
منظور ټینګار کوي« زموږ مبارزه پر امنه ده، زموږ لار د انسانیت ده او د دې لپاره باید موږ منظم پاتې شو.» هغه د غورځنګ په غړو او پلویانو غږ کوي «وخت د چا په مخالفت کې مه کاروۍ، پر مظلوم د ظلم قصې ولیکۍ، راښکاره يي کړۍ او په نورو خبرو خپل صلاحیتونه مه ضایع کوۍ او موږ به له خپلو هڅو لاس نه اخلو!» هغه دا هم وايی چې د کوم ګوند مخالفت مه کوۍ او نه پې ټي اېم د چا سره مخالفت کوي.« موږ هغو ته هم انصاف غواړو چې څوک مو مخالفت کوي.»
تر غونډې یوه ورځ مخکې هم پښتین ویلي ول«دوی د هېچا خلاف راوتلي‌نه دي بلکې دوی د خپلو خلکو د حقونو د غوښتلو او مظلوم د غږ د اوچتولو لپاره راوتلي دي.
ده د خلکو له هوډ ستاینه وکړه او وايی چې د خلکو همدغه هوډ دوی تر دې ځایه را رسولي او خپلې مبارزې ته به تر هغو دوام ورکوي چې غوښتنې يي نه وي منل شوې. « زموږ په وړاندې به مخالفتونه ډېریږي، خوموږ به له خپلو هڅو لاس نه اخلو. که لارې مو په مخ وتړل شي، په پښو به ځو، که باران وي که ګرمي خپله هڅه به کوو»
 «موږ یوازې د ملت استازي یوو»
د پېښور تر غونډې وروسته به دوی په لاهور، سوات او نورو ځایونو کې خپلو غونډو ته ادامه ورکوي.
د ۲۰۱۸ کال د اپریل ۸ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery