مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمرییانو مرییانو ته !

محمود نظری

 

 

 

بن غونډې په ټولوکامونو کې یوازې په پښتون ږغ ونه کړ
 دټولو کامونو یې واوریدل یوازې دپښتون ږغ یې ستغ نه کړ
 دا شین ګلبڼ یې په ډیرو زهري ځوزانو ډاګ او دشته کړه
 دپردو لوچکانو او غلو په ضد ویده ولس ان یو وغ ونه کړ
 اصلي افغانان له اړه دوه ډوله سوه کم اصل او اصل
 اول یې د سرو زرو قفس ته په ننوتو ان چغ بغ ونه کړ
 دویم یې هغه د لوي اختر بې غوږه حلاله قرباني سوه
 چې دقصاب د تیرې چړې په لیدو یې ان یو بغ بغ ونه کړ

***
هر کال دا اصیل مرییان یو ښه خاین درته لمانځي
 په خپلو غرتو پرتو او ببو لالو دوطن تاریخ نه مني
 یو یو یې مردار خاین غونډویو ته په وار خیږوي
 د څو څو خوسا سوي هډوکي په یو وار خیږوي
 دملت اتلان نه مني هر یو يوازې خپل خاینان مني
 په هر کار کې باب سوه له پایڅې ایستل او زور زیاتي
 دا وخت هر خاین ځان ته ډیر ښه فرصت بولي
 دا د بل بخشیش مقامونه ځان ته غنیمت بولي
 هر کوچنی کار دلته له ارګ سره په معاملو کیږي
 ان د والي تبدیلي په میلیونو ډالرو اوامتیازو کیږي

 اولسه ولي چوپ یې که د سوی په خوب ویده یې
 ته ولي نه پوهیږې دومره خوار ملت خوهم نه يې
 په تذکره کې خپل د حق افغان لیکولو کې په ربړه يې
 د هرې ماتې میچنې لاندې هر وخت لکه غنم اوړه یې

 د غل مجاهد، مقاومتي او اتل په نوم نورمه غولیږه
 هر ډول او سورنا ته مشره په ناز لکه لوټکه مه ګډیږه
 پورته سه ولسه په قانوني کاروکې مدني حرکت وکړه
 خپل دحق لپاره په هر ښار او کنارکې قانوني پرلت وکړه
 وايي ډیموکراسي ده د هغې له اصلي وسلې سم کا ر واخله
 دنظاري مداري سره په جنګ کې ته هم کار دښا مار واخله
 د لوچک سره تر هغه ډیره د پایڅي ایستل او لوچکي کوه
 دنر سړي سره ته هم هم هغسي نرتوب او مردانګي کوه
 دخدای لپاره اوس د غفلت له خوبه سم دم بیدار سه
 غلو او لوچکو ته داکثریت په سوټي دورند وار سه

 ګوره ! نورغیرت له منځه تلی افغان ځان ته افغان نه وایي
 د کافرانو مریيان سوی بسلمانان دي ځان ته مسلمان نه وایي
 ډالر هر څه ترې رانیولي اوس ان یو یوه ذره وجدان نه لري
 ټول بې روح ماشینونه سوي یو یې بې بالټۍ ځان نه لري
 اوس ان څیني پلورل سوی پښتانه خوار پښتانه جبار بولي
 دا دمرییانو مرییان دی پښتانه دا خلک هډ مردار بولي

 پښتون چې خپل خوار کام ته خاین کیږي مانا بې وجدان کیږي
 پاڼه چې رنګ بدل کړي مانا دا چې وخت یې تیر دی بالا لویږي
 چې دخپلي مور نه سوې وکیله د میرې به هم هیڅکله نه سې
 سې به ملي خاین دښه نوم به دې ولس کې هیڅکله نه سې

 دمرییانو مرییانو ښه دا ده خپله د بادار اول مرییان سئ
 نه دا چې دویم لاس ددې بدلو خاینانو ناچل نوکران سئ
 اخیرخدای دی په قهر اخته دا د خبریال مرستیال کړي
 چې د بادارانو په ډیرو درواغو ویلو ځان هر وخت اسهال کړي


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery