مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یاران که مچان؟!

محمود نظری

 

 

چې خان یې درباندې راټول یاران دي
 چې خوار یې درباندې راټول مچان دي
 دا دپوهو او ناپوهو دوستانو لښه ده
 هرڅوک پوهیږي ښه یاران لکه مچان دي
 مګر په شاتو هر وخت راټول نه وي مچان؟!
په شتمن سړي تل راټول نه وي ښه یاران؟!
چې پیسې خلاص سي ښه یاران یو یو ځي
 د شاتو له خلاصیدو سره مخلص مچان یو یو ځي
 نو ویلای سو مچان لکه یاران دي
 یا هم ویلای سو یاران لکه مچان دي

 کله چې له جهنم څخه راغلم جنت ته
 دلته ترما دمخه جنت ډک وو له دوږخیانو
 د هر یو په ټټر کې توري تیږي وې ښخي
 خولی یې له کرکې وي لکه غونچه خنداني
 دهغه جنت خاوندان ټول دوږخیان وه
 خو زړونه یې ډک له نور او ایمان وه
 غیږ کې نیولی مهاجرو یې شودي لورولې
 د هغووطن کې یې دخلکو وینې توییدولې
 خپل وطن کې مهربانه مور بهر سمه بلا وه
 نه پوهیږم په کوم مخ چا ته ښه زیبا وه
 دا زموږرښتیني دنیا ده دا زموږ دنیا ده
 پټه يې نه لګیږي کوم يې مخ کومه يې شا ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery