مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-02   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د نړۍ دمانیتورونو (Monitors) لوی نندارتون جوړ شو!

ب.بهیر وردګ

د تیګو (Teague) په ښار کې د مانیتورونو د نړیوال نندارتون په شپږم کار له پیل سره ،په دې حوزه کې فعال کوریایي شرکتونه هڅه کوي تر څو خپل محصولات مخکې ه مخکې نندارې ته وړاندې کړي.
LG, Samsung SDI, Samsung Electronics او Philips LCD  شرکتونو دمانیتورنو (Monitors) دتولید په برخه کې خپلې وروستۍ لاسته راوړنې وړاندې کړې دي تر څو په دې ډول د کریسمیس په رخصتیو کې ډیر خرڅلاو را خپل کړي.
د خپرو وو نښو نښانو پر بنسټ ،کیدای شي د جاپان،ټایوان،فرانسې،آلمان ،بریتانیا او امریکا په ګډون د نړۍ له لسو هیوادونو څخه ۱۴۰ شرکتونو په شاوخوا کې په دې نندارتون کې ګډون وکړي.
اوس مهال سامسونګ کوریایي شرکت دنړۍ د م انیتورونو بازار په واک کې لري او همدا اوس اوس یې د ۱۷۰ انچو په کچه نوی LCD ټلویزون بازار ته ورپیژندلی چې دا ټلویزون د نړۍ د لویو مانیتورونو (Monitors) څخه شمیرل کیږی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery