مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-09   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د کارټني چرګانو خوړل ، خرڅول او رانيول حرام دي .

دارالافتآء : أبوالفضل .

فتوی نمبر (۹) .

مستفتي         :       مولانا حضرت علي صاحب ترابي  . 

ځائ              :       پښين ، باديزيي کلي حاجي خړ   .

 

پوښتنه    :

له محترم عالیقدر علامه أبوالفضل صاحب څخه په دې باره کښي شرعي پوښتنه کوم چي دغه غوښي چي له کفري ملکو څخه لکه امریکا وغيره په کارټنانو کښي و اسلامي ملکو ته راځي او ټول مسلمانان خصوصا دافغانستان او پاکستان خلګ يې په خوراک مبتلا دي  چي عمده برخه د هغو غوښو د ماشيني چرګانو غوښي دي چي په کارټنانو کښي  له کفري هيوادو څخه راځي   ، چي ايا دغه غوښي حلالي دي او که مرداري  ، و مسلمانانو ته يې خوړل ، رانيول او خرڅول څنګه دي   ؟    

 

 

 

الجواب وبه اصابة الحق والصواب .

محترمو مسلمانانو وروڼو او محترم مستفتي صاحبه  ! ځموږ او ستاسي خالق او مالک او د کائناتو واکدار لوۍ خدائ (جل جلاله) مومنان پدې سره مکلف کړيدي چي ددوۍ خوړل او چښل به له حلالو او پاکيزه شيانو څخه وي ، لکه دسورت بقرې په  ۱۷۲  مبارک آيت کښي الله پاک فرمايلي دي :

یا أیها الذين آمنوا کلوا من طيبت مارزقنکم واشکروا لله ان کنتم اياه تعبدون .

يعني اې هغه خلګو چي ايمان يې راوړئ دئ خوراک کوۍ له حلالو دهغه چي درزق او روزۍ په حيث درکړئ دئ موږ وتاسي ته او شکر ادا کوۍ د الله (جل جلاله) کچیري ياست تاسي چي خاص ده لره عبادت کوۍ تاسي  .

لکه څرنګه چي الله پاک خپل ټول پيغمبران په ډير جدیت او زور سره پدې سره مکلف ګرځولي وو چي دوۍ به حلال شيان خوري او دحرامو شیانو له خوړلو څخه به اجتناب کوي ، او صالح عمل به کوي ، الله پاک د المؤمنون سورت ۵۱ آيت   کښي فرمايلي دي  :

« یآأيها الرسلُ کلوا منَ الطيبت واعملوا صالحًا » يعني اې رسولانو خوراک کوۍ تاسي له حلالو خورکو څخه او عمل کوۍ ، عمل نيک  .

په اسلامي شريعت کښي غذا د انسان د بدن دپاره په مثال د تخم ده کوم چي به مځکه کښي پاشل کيږي ، او د انسان بدن ورته په مثال د ځمکي دئ ، نو لکه تخم کچیري بېکاره ؤ نو حاصل يې هم بېکاره وي او که تخم صحیح وي نو حاصل يې هم ښه وي ، دارنګه که دانسان غذا حرامه وي نو له دغي حرامي غذا څخه د انسان په باطن او زړه کښي خبيث أخلاق پيدا کیږي لکه ظلم ، کبر ، غرور ، بخل ، غلظت د زړه ، حسد له مسلمان سره وغيرها ، او دا رنګه ددغي حرامی غذا په سبب د انسان په ذهن کښي دغلطو او ناروا فکرونو توليد کيږي ، او دارنګه د حرامي غذا په سبب د انسان ژبه او خوله له بې ځايه ، عبثو او باطلو ويناو سره عادت نيسي ، او دانسان له ټولو أعضاؤ څخه نالایقه أفعال صادریږی .

او ددې برعکس که دانسان غذا پاکه او حلاله وي نو له دغه انسانه څخه أخلاق حسنه ، أفکار صائبه ، أقوال صادقه او أفعال جميله صادریږي ، حتی به اسلامي شریعت کښي او د اسلام په معتبرو کتابو کښي دا خبره هم سته چي يوه ګوله چي حرامه او ناروا وي او يو مومن او مسلمان انسان يې وخوري نو ددغي يوي ګولې اثار دده له وجود څخه تر څلويښتو وروځو پوري نه وځي ، حرامه خورکه پرته له خوړنکي څخه د خوړونکي پر ټوله کورنۍ او دده پر نسل او اولاد باندي ناوړه اثرات غورځوي ، او د حرامو شیانو خوړل د ډیرو نابلده مرضو د پيدا کيدو سبب هم ګرځي ، او کوم څوک چي حرامه غذا خوري د هغه ټول طاعات او عبادات بې فیضه او بې برکته ګرځي  .

په اسلامي نظر کښي حیوانان دوه قسمه دي : یو قسم دغه متعارف حيوانان دي چي ټول انسانان و هغوۍ ته حيوانان وايي  ، او يو قسم د انسان په نوعه کښي موجود حیوانان دي چي دا هغه خلګ دي چي داسلام له دائرې څخه دباندي وي ، لکه الله (جل جلاله) چي د همدغو خلګو په باره کښي فرمایلي دي چي :« الئک هم کالأنعام بل هم أضل»  الله پاک و خپلو مخلصو بندګانو ته کوم چي مومنان دي له دغو دواړو قسمو حيواناتو څخه له مختلفو لارو امتياز ورکړئ دئ چي له جملې د هغوۍ څخه يو دادئ چي مومنان بايد په دې ډول نه وي چي د حيوانانو يا د کافرانو په ډول هر څه چي پلاس ورځي نو هغه خوري  .

 

اوس د محترم ورور د پوښتني وجواب ته راځم  : کوم حيوانان چي د اسلام د مقدس دین له نظره د هغوۍ د غوښو خوړل روا دي نو شریعت اسلامي د هغو حيواناتو د حلالیدو دپاره ذبح يا نحر لازم او فرض ګرځولئ دئ  ، د ذبح د صحت دپاره څلور شرطونه ضرور دي  :

اول شرط دادئ چي ذبح کونکئ به أهل د ذبح کولو وي ، یو سړئ چي أهل د ذبح کولو ګرځي نو په هغه کي دا ضرور دئ دغه ذبح کونکئ به عاقل وي ، او بل دا چي د اسماني دين تابع به وي ، يعني مسلمان به وي یا به له هغو يهودو او نصاراو څخه وي چي هغوۍ پخپل دین کښي تحریف ته وي کړئ او د الله (جل جلاله ) پر توحيد باندي صحيحه عقيده لري  .

دوهم شرط دادئ چي ذبح به په تيره شي سره وي لکه چاړه یا تيره ډبره  .

دريم شرط دادئ چي کم از کم په دغو څلورو شیانو کښي به د حیوان له غاړي څخه درې شيان خامخا پرې کيږي  : (۱) مريء ، کوم چي عبارت ده له مَجری د طعام څخه ، يعني چي په هغه کي حيوان له ستوني څخه و نس ته خورکه تيروي (۲) حَلقوم ، کوم چي عبارت دئ له هغه شي څخه د حيوان په غاړه کښي چي په هغه کي د حيوان و وجود ته ساه  داخليږي او خارجيږي  ، مطلب دا چي د حيوان د تنفس لار ده  (۳) دوه ښارګه ، چي په عربي کښي «وَدْجان» ورته وايي او د غاړي په يوه او بل طرف کښي دي او وینه جریان پکښي کوي  ، له دغو دوو ښارګو سره څلور شيان سوه چي اول خو به دغو څلور سره په وخت د ذبح کښي پرې کيږي او که  څلور سره نه  وو نو ددرو پرې کول خو حتمي دي   .

څلرم شرط دادئ چي ذبح کونکئ به په وخت د ذبح کښي د الله (جل جلاله) نوم یادوي   .

 

د کومو حيوانانو غوښي چي په اسلامي ملک کښي په کارټنو کښي خرڅیږي او ذبح ددغو حيوانانو هم په همدغه اسلامي ملک کښي سوې وي ، یا په کوم بل اسلامي ملک کښي يې ذبح سوې وي او ددې معلومات نه وي چي ددغو حيواناتو ذبح به په شرعي طریقه سره سوې وي او که به نه وي سوې په دې باره کښي د علمآؤ نظر دادئ چي د حسن ظن له لاري ددغو حيوانانو غوښي حلالي دي ؛ ځکه چي په اسلامي ملک کښي يې ذبح سوېده نو د نيک ګمان له لاري بايد دا ووایو چي په شرعي طريقه سره به سوېوي  ، دوۍ په هغه مبارک حديث سره دلیل نيسي کوم چي په بخاري کښي له حضرت عائشې (رضي الله عنها) څخه روايت سوئ دئ چي يو قوم و نبي (صلی الله عليه وسلم) ته راغلئ او ورته وې ويل چي د يو قوم خلګو وموږ ته غوښه راوړله ، او موږ ته دا معلومات نسته چي په وخت د ذبح کښي به دوۍ د خداۍ نو باندي ياد کړئ وي او که نه  ؟ نو نبي (علیه السلام) ورته وویل چي تاسي د خدائ نوم باندي یاد کړۍ او وې خورۍ  . حضرت عائشې فرمايلي دي چي دغه قوم نوئ ایمان راوړئ ؤ (يعني نو په دې وجه دغه بل قوم  په دې باره کښي شکمن سو چي دوۍ به په وخت د ذبح کښي د خدائ نوم ذکر کړئ وي او که نه ) .

علمآؤ ويلي دي چي که څه هم ددغه شک کونکي قوم قرینه هم موجوده وه هغه دا وه چي کوم قوم چي ودوۍ ته غوښي راوړې هغه نوي په ایمان مشرف سوي وو ، نو په دې وجه ددې احتمال موجود ؤ چي دوۍ دي له دې څخه ناخبره وو چي په وخت دذبح کښي د خدائ د نامه ذکر کول ضرور دي ، خو بيا هم رسول (عليه السلام) ودوۍ ته وویل چي دغه غوښه وخورۍ   .

 

دا خو د علماء کرامو تحقیق دئ ، خوما عـــــــــــاجز چي په دې باره کښي کوم  تحقيق او تلاش د موجوده وخت د مسلمانانو او ددوۍ د حکومتونو د حالاتو کړئ دئ ، او په شواهدو یا د سر په سترګو سره ددوۍ بې پرواهي او بې غوري په امورو ددين کښي راته ثابته سوېده ، خاص بيا د ذبح په باره کښي او خاص بيا د هغي ډليزی ذبح په باره کښي چي به اسلامي ملکو کښي د حيوانانو تر سره کيږي ، نو د همدغه خپل تحقيق په رڼا کښي او و شرعي مقرراتو ته په فهم کښي د يوه متدين مسلمان دپاره داروا نه ګڼم چي بې تحقیقه د هغو چرګانو یا نورو حيوانانو په کارټنو کښي خرڅیدونکې غوښه وخوري کوم چي ذبح يې په اسلامي ملکو کښي سوېوي .

 

پاته سو د هغه چرګانو غوښه چي په کارټنو کښي له کفري ملکو څخه و اسلامي ملکو ته راځي که څه هم له داسي له داسي کفري ملکو څخه وي چي و هغو ته په ظاهره أهل کتاب ويل کيږي ، يا چي يهود او نصارا دي په قطعي ډوَل حرامه ده ؛ ځکه چی هغه کفري ملکونه چي خلګ يې أهل کتاب نه وي نو د هغوۍ په لاس ذبح سوي حيوانان هو شرعًا دي په حکم کښي د مردارو حيوانانو   ، او کوم کفري ملکونه چي خلګ يې أهل کتاب وي نو د هغوۍ مذبوحې که څه هم أصلا خو حلالي وې خو چونکه اوس دوۍ له خپله دینه څخه هم منحرف سويدي ، او د أمت مسلِمه د معتمدو علمآؤ په مشاهداتو سره دا خبره ثابته سوېده چي دوۍ ذبح د حيواناتو اوس په هغه ډول نه کوي کوم چي ددوۍ په دين کښي هغه أصلي طريقه د ذبح ده ، نو پدې وجه ددوۍ مذبوحې هم مرداري دي   .

د فقهي په يوه ډير عمده او معتبر کتاب «الجوهرة النيرة ج۲ ص ۲۶۱ » کښي راغلي دي کوم چي حاصل يې دادي چي د نصاراؤ ذبائح چي شريعت حلال بللي دي هغه د هغو نصاراؤ چي دوۍ د الله پاک بر وحدانيت باندي صحيح عقيده لري او عيسی (عليه السلام) بنده بولي ، اله او خدائ يې نه بولي  .

 

خلاصه او پخوړ د فتـــــــــوی دادي چي کومي غوښي چي جلالتمآب حضرت علي صاحب په استفتآء کښي ذکر کړيدي شرعا د هغو خوړل ، خرڅول او رانیول  د مسلمان دپاره ټول حرام او ناروا دي   .

 

دغه فتــــــــــــوی د مختلفو اسلامي ممالکو د لوړي کچي د علمآؤ دصوابديد مطابق هم ده ، لکه أمين عام د رابطة العالم الاسلامي شيخ محمدعلي الحرکان ، مفتي محمدتقي عثماني ، اودارنګه د نورو مخورو أفغاني او پاکستاني علمآؤ  .

پدې باره کښي د ځينو زياتو معلوماتو دپاره له دغو دوو مأخذو څخه هم کار اخستلاۍ سۍ :

مجلة المجتمع الکويتية الصادرة يوم الثلثآء الموافق ۱من ذي القعدة سنة ۱۳۹۸هــ  .

مجلة الدعوت بالرياض الصاردة بتاريخ ۲۱ من ذي القعده سنة ۱۳۹۸هــ  .

 

والسلام ومن الله التوفيق .

 

حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery