مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-04-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

کوچني ترڅومره مودې پوري دمور په نس کښي وي؟

دارالافتاءابوالفضل.


 فتوي نمبر(۷۱۷)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي:رحمت الله.

السلام عليکم ورحت الله وبرکاته وروسته له سلامه څخه زما پوښتنه داده یو ما شوم ده یوی مور په نس کی څومره میا شتی تیروی موږ خو اوریدلی وه چی یو ما شوم ۹ میا شتی ۹ ورځی او نهه سا عته او نهه دقیقی وروسته پیدا کیږی خو وس تر لسو میا شتو هم زیات وخت کیږی چی ما شوم نه پیدا کیږی او دغه مور با ید څه وکړی په عملیات جا یز دی او که انتطار وبا سی مور ته خو به کوم مشکل نه پیښوی که مهر با نی وکړی ده شریعت په رڼا کی معلو ما ت را کړی ډیره مننه
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.

الجواب ومنه الصواب:


محترمه وروره ! دمور په رحم کښي کوچني غالبا نهه مياشتي پاته کيږي خو تردې په زياته موده کښي دعلماوو ترمنځ اختلاف دئ حتی طبیبان هم يه دې باره کښي اختلاف دنظر سره لري .
زموږ دامام ابوحنیفه (رحمه الله تعالی) په نزد تردوو کلو پوري کوچني دمور په رحم کښي پاته کېدلائ سي ، اودځينو نورو امامانو په نزد ترڅلورو کلو پوري پاته کېدلائ ، اولس مياشتي پاته کېدل خوقريب دعادي حالت په ډول دئ؛ نو لهذا که ښځي ته دولادت درد له نهو میاشتو څخه وروسته ولاړنسی نو په کارنه ده چي داوداکتر ته ولاړه سي اوپه اپريشن سره کوچني پيداکړي ، بلکي بايد صبر وکړي چي کله الله جل جلاله اراده ددې وکړي چي کوچني دي پيداسي نو به په عادي ډول  کوچني تولد وسي .
والسلام ومن الله التوفيق.
دزيات توثيق دپاره :
قال ابن قدامة في المغني :كتاب العدد مسألة أقصى مدة الحمل أربع سنين
مسألة قال : ( ولو طلقها ، أو مات عنها ، فلم تنكح حتى أتت بولد بعد طلاقه أو موته بأربع سنين ، لحقه الولد ، وانقضت عدتها به ) ظاهر المذهب أن أقصى مدة الحمل أربع سنين . وبه قال الشافعي وهو المشهور عن مالك . وروي عن أحمد أن أقصى مدته سنتان . وروي ذلك عن عائشة وهو مذهب الثوري وأبي حنيفة ; لما روت جميلة بنت سعد ، عن عائشة لا تزيد المرأة على السنتين في الحمل ، ولأن التقدير إنما يعلم بتوقيف أو اتفاق ، ولا توقيف هاهنا ولا اتفاق ، إنما هو على ما ذكرنا ، وقد وجد ذلك ، فإن الضحاك بن مزاحم ، وهرم بن حيان حملت أم كل واحد منهما به سنتين ، وقال الليث أقصاه ثلاث سنين . حملت مولاة لعمر بن عبد الله ثلاث سنين . وقال عباد بن العوام : خمس سنين .
 وعن الزهري قال : قد تحمل المرأة ست سنين وسبع سنين . وقال أبو عبيد : ليس لأقصاه وقت يوقف عليه . ولنا أن ما لا نص فيه ، يرجع فيه إلى الوجود ، وقد وجد الحمل لأربع سنين.
فروى الوليد بن مسلم قال : قلت لمالك بن أنس : حديث جميلة بنت سعد ، عن عائشة : لا تزيد المرأة على السنتين في الحمل . قال مالك : سبحان الله ، من يقول هذا ؟ هذه جارتنا امرأة محمد بن عجلان تحمل أربع سنين قبل أن تلد .
 وقال الشافعي بقي محمد بن عجلان في بطن أمه أربع سنين .
وقال أحمد نساء بني عجلان يحملن أربع سنين وامرأة عجلان حملت ثلاث بطون ، كل دفعة أربع سنين . وبقي محمد بن عبد الله بن الحسن بن الحسن بن علي في بطن أمه أربع سنين . وهكذا إبراهيم بن نجيح العقيلي ، حكى ذلك أبو الخطاب وإذا تقرر وجوده ، وجب أن يحكم به ، ولا يزاد عليه ; لأنه ما وجد ، ولأن عمر ضرب لامرأة المفقود أربع سنين ، ولم يكن ذلك إلا لأنه غاية الحمل ، وروي ذلك عن عثمان وعلي وغيرهما إذا ثبت هذا ، فإن المرأة إذا ولدت لأربع سنين فما دون ، من يوم موت الزوج أو طلاقه ، ولم تكن تزوجت ، ولا وطئت ، ولا انقضت عدتها بالقروء ، ولا بوضع الحمل ، فإن الولد لاحق بالزوج ، وعدتها منقضية به .
__________________والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery