مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-08-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د صدقة الفطر ، يعني سرسايې ۱۱ حکمتونه :

دارالافتاءابوالفضل.


فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۱):

د صدقة الفطر ، يعني سرسايې ۱۱ حکمتونه   :


مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.
مستفتي  :   مولوي محمد نسيم  / دبی   .


له محترم مفتي أبوالفضل دامت برکاته څخه مي پوښتنه د سرسايې په اړه ده ، هغه دا چي په اسلام کي سرسايه د کومو حکمتو له مخي واجبه سوېده  ؟ ستاسي د جواب په هيله .

الجواب  :


محترمه وروره ! د سرسايې د وجوب واقعي ټول حکمتونه خو يواځي و الله جل جلاله ته معلوم دي ، خو کوم حکمتونه چي له احاديثو څخه فهميږي ، يا علماؤ ذکر کړيدي ، هغه پدې شرحه دي  :
اول  حکمت  :
په روژه او د رمضان په مبارکه مياشت کي چي له مسلمان څخه ځيني تقصيرات او کوتاهياني صادري سوي وي ، لکه چټي ، بيهوده او لغو خبري ، عبث کارونه ، او داسي نور ، د سرسايې په برکت ددغو تقصيراتو دفع کيږي ، او د روژې نقصان جبيره کيږي  .
امام نووي په خپل کتاب «المجموع» کي له حضرت وکيع بن الجراح څخه روايت ذکر کړئ دئ ، چی هغه ويلي دي چي سرسايه نسبت و روژې ته داسي ده ، لکه د سهو سجده نسبت و لمانځه ته  .
وعَنْ وَكِيعٍ بْنِ الْجَرَّاحِ قَالَ : زَكَاةُ الْفِطْرِ لِشَهْرِ رَمَضَانَ كَسَجْدَتِي السَّهْوِ لِلصَّلاةِ، تَجْبُرُ نُقْصَانَ الصَّوْمِ كَمَا يَجْبُرُ السُّجُودُ نُقْصَانَ الصَّلاةِ. المجموع للنووي.
دوهم حکمت :
څرنګه چي د رمضان په مبارکه مياشت سره مشرف کيدل ، او په دغه مياشت کي د روژې ،  تراويحو ، تلاواتو او أذکارو او داسي نورو عبادات تر سره کول د الله پاک عظيم نعمتونه دي ،نو ددغو نعمتو په اخير کي سرسايه واجبه سوېده ، ددې لپاره چي ددغو نعمتو لپاره شکريه وګرځي  .
ځينو علمآؤ د يو صالح او عابد چا په اړه ذکر کړيدي  چي کله بې د تهجد لمونځ ادا کړ ،نو د هغه په شکريه کي بې د ورځي روژه نيوله  .
دريم حکمت  :
د سرسايې په ايستلو سره د انسان د نفس تصفيه او صفايي راځي له ځينو بدو اخلاقو څخه ، لکه بخيلتوب  ، حرص او ناروا محبت د مال  .
څلرم  حکمت :
د انسان وجود او بدن هم لکه مال زکات لري ، چي انسان يې بايد ادا کړي ، سرسايه ورکول  دبدن د زکات يوه برخه ده  .
پنځم  حکمت :
له رمضان څخه وروسته چي د فطر او روژې د خوړلو اجازه  الله پاک و بندګانو ته ورکړېده ،نو سرسايه د همدغي اجازې شکريه ده  .
شپږم  حکمت  :
د اختر په ورځو کي چی کوم حسي او معنوي  خوشحالي و مسلمان ته حاصليږي ، نو سرسايه ايستل د هغه هم شکريه ده  .
او م حکمت  :
سرسايه ايستل د ألفت د حاصليدو سبب ګرځي ، چي فقير لره يې ورکړي  .
اتم  حکمت  :
د سرسايې د ايستلو په وجه د مسکينانو مسلمانانو زړونه خوشحاله کيږي ، لکه عبدالرحمن بابا چي وايي  :
ښه ده  ښه ده دا دنيا     چي توښه ده د عقبی   .
چي فقير لره يې ورکړې    فقير درومي په خندا  .
او ادخال د سرور د مسلمان به زړه کي ، يعني د يو مسلمان خوشحاله کول د الله پاک  د رضا او ددنيا او آخرت د أجر او ثواب ډيره لويه ذريعه ده .
نهم حکمت  :
د سرسايې ادا کول د مسلمانانو د اتحاد او وحدت سبب ګرځي ؛ ځکه چي مسلمان خو به يا غني وي يا مسکین ، نو کله چي شتمن مسلمانان و مسکینانو ته صدقه ورکړی ، نو د مسلمانانو دغه دواړي ډلي په اتحاد او اتفاق سره مشرفي ګرځي  .
لسم حکمت  :
د سرسايې د ادا کولو په وجه د مسکينانو خلګو زړونه د اختر و لمانځه ته فراغت پيدا کوي .
يوولسم حکمت  :
څرنګه چي د اختر ورځي هم ډيري مقدسي ورځي دي ، نو پدې سبب طاعت او بندګي د اختر په ورځو کي هم ډير زيات اجر او ثواب لري ، نو د الله پاک له لوري په دغه ورځ کي دوه قسمه عبادتونه پر مسلمانانو واجب سويدي : يو مالي عبادت چي سرسايه ده ، دوهم بدني عبادت چي د اختر لمونځ دئ  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery