مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2015-08-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له يوسف عليه السلام سره دزليخا نکاح :

دارالافتاء أبوالفضل کان الله تعالی له ودامت برکاته .
له يوسف عليه السلام سره دزليخا نکاح : ۤۤۤپوښتونکی : شاکرپښتون . دزلیخا نکاح له حضرت یوسف علیه السلام سره وروسته له مرګ څخه دمیړه ددې سویې ده اوکه څنګه ؟ مفتي : علامه محمدمعين الدين أبوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکاته . جواب : نکاح یي سویې ده،خوپه قرآن کریم کي اوپه حدیث کي نه ددې خبري اثبات او نه یي نفی راغلې ده خودامت مسلمه مُسَلَّمواوعمده علماوو داخبره په خپلو کتابوکي کړيې ده چي دزلیخانکاح له یوسف علیه السلام سره په یقیني ډول سویې ده ،چي یوله هغوڅخه دطریقت اوشریعت امام مولاناعبدالرحمان جامي رحمه الله تعالی دی چي بزرګي اوولایت اوکرامت اوعلمیت یي په جهاني سطحه مسلم دی اودوهم له دغوعلماووڅخه دسِیَراودتاریخ امام محمدبن اسحاق رحمه الله تعالی دی دادده عبارت دي« لما قال يوسف للملك : (اجعلني على خزائن الأرض إني حفيظ عليم) قال الملك : قد فعلت ! فولاه فيما يذكرون عمل إطفير ، وعزل إطفير عما كان عليه ، يقول الله سبحانه وتعالی : (وكذلك مكنا ليوسف في الأرض يتبوأ منها حيث يشاء) ، الآية . قال : فذكر لي - والله أعلم - أن إطفير هَلَك في تلك الليالي ، وأن الملك الرَّيان بن الوليد ، زوَّج يوسف امرأة إطفير "راعيل" ، وأنها حين دخلت عليه قال : أليس هذا خيرًا مما كنت تريدين ؟ قال : فيزعمون أنها قالت : أيُّها الصديق ، لا تلمني ، فإني كنت امرأة كما ترى حسنًا وجمالاً ، ناعمةً في ملك ودنيا ، وكان صاحبي لا يأتي النساء ، وكنتَ كما جعلكَ الله في حسنك وهيئتك ، فغلبتني نفسي على ما رأيت . فيزعمون أنه وجدَها عذراء ، فأصابها ، فولدت له رجلين : أفرائيم بن يوسف ، وميشا بن يوسف ، وولد لأفرائيم نون ، والد يوشع بن نون ، ورحمة امرأة أيوب عليه السلام" انتهى . رواه ابن أبي حاتم في " التفسير " (7/2161)، والطبري في " جامع البيان " (16/151) . وورد نحوه عن زيد بن أسلم التابعي الجليل ، وعن وهب بن منبه. نقل ذلك السيوطي في " الدر المنثور " (4/553).دریم له دغوعلماووڅخه امام ابن القیم الجوزیة دی چي دئ هم په نکاح دزلیخا له یوسف علیه السلام سره اقرارکونکئ دی،داده عبارت دۍ قال ابن القيم رحمه الله : "الباب السابع والعشرون فيمن ترك محبوبه حراما فبذل له حلالاً أو أعاضه الله خيراً منه : عنوان هذا الباب وقاعدته أنَّ مَن ترك لله شيئاً عوضه الله خيراً منه ، كما ترك يوسف الصديق عليه السلام امرأة العزيز لله ، واختار السجن على الفاحشة ، فعوضه الله أن مكَّنه في الأرض يتبوأ منها حيث يشاء ، وأتته المرأة صاغرة سائلة راغبة في الوصل الحلال ، فتزوجها فلما دخل بها قال : هذا خير مما كنت تريدين . فتأمل كيف جزاه الله سبحانه وتعالى على ضيق السجن ، أن مكَّنه في الأرض ينزل منها حيث يشاء ، وأذل له العزيز امرأته ، وأقرت المرأة والنسوة ببراءته ، وهذه سنته تعالى في عباده قديماً وحديثاً إلى يوم القيامة" انتهى من "روضة المحبين" (ص/445 )«۴» ابن کثیردی«۵» امامبیهقي دی «۶»ابن رشدمالکي دۍ«۷»امام ثعلبي دی«۸» دروح البیان مصنف علامه اسماعیل الحقي البرسوي رحمهم الله تعالی په باره کي دنکاح دزلیخاله یوسف علیه السلام سره دروح البیان په پنځم جلدکي له ۳۳۰،صفحي څخه بیاترډیروصفحوپوري مکمل تفصیل ذکرکړئ دی ،پاته سوه هغه خلګ چي له دې خبري انکارکوي دهغوصرف دادلیل دی چي داقصه په آیت اوحدیث کي نده راغلې اواکثرددغوخلګوبي مذهبه خلګ دي چي له طریقت څخه منکردي اوداقصه ترطریقت پوري ډیرتعلق لري،ددوی جواب دادی چي داخویوشرعي حکم ندی چي خامخابه په ایایت یاحدیث کي راغلئ وي هوکه په آیت یاپه حدیث کي ددې نفی راغلې وای نوبیا به دذکرسویوامامانوقول معتبرنه وای . والله اعلم . حقرابوالفضل کان الله تعالی له .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery