مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2015-11-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

هغه کلمې چي حضرت جابر تر يوولسو بزو خوښي کړي !

سوال کونکی عبدالله سوال : محترم مولوی صاحب هغه کومي کلمې وې چي جابررضی الله عنه تر يوولسو بزو خوښي کړي ؟ جواب : یو وخت وحضرت جابرته رسول صلی الله علیه وسلم وویل چي یوولس بزې درکړم اوکه یوڅو کلمې چي اوس جبرائیل راته وویلې دروښیم ؟ نوجابررضی الله تعالی عنه ورته وویل چي مسکین خوډیر یم خو بیامي هم دغه کلمې خوښي دي ، نونبي علیه السلام هغه کلمې وروښووې اوورته وې ویل چي داستااوستاداولاددپاره کافي دي . مابخاري شریفه وملایانوته ویله داقصه مي وکړه یوچاراته وویل چي هغه کلمې خودي نه راوښووې ! ماورته وویل چي کلمې خونوداسي چاته ورښیم چي تر یوولسو بزو یې خوښي وي ، نوتاته خوچي یوه بزه درکوم والله لمونځ به هم پریږدې . هغه کلمې دادي : « اللهم انک خلاق علیم ، اللهم انک غفور حلیم ، اللهم انک تواب رحیم ، اللهم انک رب العرش العظیم ، اللهم انک البر الجواد الکریم ، اغفرلی وارحمنی واجبرنی ووفقنی وارزقنی واهدنی ونجنی وعافنی واسترنی ولاتضلنی ، وادخلنی الجنة برحمتک یا ارحم الراحمین » . ------------------------------------------------------------------------------------ فی کتاب [صفوة التصوف ]للحافظ ابی الفضل محمد بن طاهر المقدسی «ان جابر ابن عبد الله رضی الله تعالی عنهما دخل علی رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال(یاجابر هؤلاء الاعنز احدی عشرة عنزا فی الدار احب الیک ام کلمات علمنیهن جبریل آنفا یجمعن لک خیر الدنیا والاخرة ) فقال : یارسول الله صلی الله علیه وسلم والله انی لمحتاج وهذه الکلمات احب الی ، فقال صلی الله علیه وسلم :قل: (اللهم انک خلاق علیم ، اللهم انک غفور حلیم ، اللهم انک تواب رحیم ، اللهم انک رب العرش العظیم ، اللهم انک البر الجواد الکریم ، اغفرلی وارحمنی واجبرنی ووفقنی وارزقنی واهدنی ونجنی وعافنی واسترنی ولاتضلنی ، وادخلنی الجنة برحمتک یا ارحم الراحمین :قال: فطفق یر ددهن حتی حفظهن ، ثم قال صلی الله علیه وسلم (تعلمهن وعلمهن عقبک من بعدک ، ثم قال صلی الله علیه وسلم : (یاجابر استقهن معک ، قال : فاستقتهن معی ).
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery