مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2015-12-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د حوض کوثر دطول او عرض په اړه مختلف روایتونه اودهغوئ ترمنځ تطبيق :

علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
پوښتونکی : عبدالکريم . سوال : دحوض کوثر دطول او عرض ۤپه اړه مختلف روايتونه راغلي دي نو دهغوئ په منځ کي تطبيق او اصلي خبره څنګه ده ؟ جواب : دحوض کوثردطول او عرض په باره کي مختلف روایتونه راغلي چي په دې شرحه دي : ۱ - ابن ماجه له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت کړیدی چي دحوض کوثر مسافه به له هغي مسافې څخه ډیره زیاته وي کومه چي له ایله څخه بیاترعدن پوري ده ،ایله یا په شام کي ددریاب پر ساحل یو ښار دی ، او دینبع وغره ته چي دمکې اودمدینې په منځ کي دی هم ایله ویل کېږي اوپه یوه روایت کي دبخاري چي له حارثه بن وهب رضی الله تعالی عنه څخه یي کړی دی راغلي دي چي دحوض کوثرپراخوالئ دونه دئ لک مابین دمدینې اودصنعاء . په بل روایت دبخاري کي راغلي دي چي دده ددووطرفو مابین دونه دی لکه مابن دجربا او داذرح ، جربا د شام د یوه ښار نوم دی او اذرح ځینو وشام ته نزدې دیوه ښارنوم بللئ او ځینو ویلي چي وفلسطین ته ویل کېږي ، او دمسلم په یوه روایت کي له جابربن سمره رضی الله عنه څخه راغلي دي چي دطرفینو مابین یي دونه دی لکه مابین دصنعاءاو دایله،اودابن ماجه په یوه روایت کي له ابی سعیدرضی الله تعالی عنه څخه راغلي دي چي ( إن لي حوضا ما بين الكعبة وبيت المقدس ) ، اومسلم له ابی ذررضی الله تعالی عنه څخه روایت کړیدی چي دحوض کوثر عرض او سور په مثل دطول او د اوږدوالي دده دی ،عرض اوطول یې هریو، دونه دی لکه مابین د عمان او د ایله او داسي ځیني نورروایتونه هم راغلي دي ... ددغوروایتو په منځ کي دتطبیق لار داده چي اصلي مقصود دنبي اکرم علیه الصلوة والسلام په دغو روایاتو کي دحوض کوثر دمشخص مقدار بیان نه ؤ ، بلکه مقصود یې دحوض کوثر دسخت او ډیر پراخوالي بیان ؤ ، نو یي و هر مخاطب ته د هغه دفهم مطابقه خبره کړې ده ، دلته دامام قرطبي رحمه الله تعالی عبارت وګورئ : ،في الجمع والتوفيق بين تلك الروايات يقول الإمام القرطبي : "( ظن بعض الناس أن هذه التحديدات في أحاديث الحوض اضطراب واختلاف، وليس كذلك، وإنما تحدث النبي - صلى الله عليه و سلم - بحديث الحوض مرات عديدة، وذكر فيها تلك الألفاظ المختلفة، مخاطبا كل طائفة بما كانت تعرف من مسافات مواضعها، فيقول لأهل الشام: ما بين أذرح و جربا، و لأهل اليمن: من صنعاء إلى عدن، وهكذا، وتارة أخرى يقدر بالزمان، فيقول: مسيرة شهر، والمعنى المقصود: أنه حوض كبير متسع الجوانب والزوايا، فكان ذلك بحسب من حضره ممن يعرف تلك الجهات، فخاطب كل قوم بالجهة التي يعرفونها، والله أعلم وعلمه اتم واحکم و اعظم .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery